د ولسي جرګې مخکینۍ غړې او د ولسمشرغني پخوانۍ سلاکاره فرخنده زهرا نادري وایي، چې د ارګ پر ځینو ډلو د فحشا پورې شوی تور دې په نړیواله کچه وڅېړل شي.
زهرا نادري دا خبرې له طلوع نیوز خبري شبکې سره د یوې ځانګړې او مفصلې مرکې پر وخت کړي.
ولې نړیوالې څېړنې؟
د فرخندې په باور په نړیواله کچه د دغو تورونو د څېړلو غوښتنه ځکه کوي، چې په دې کچه ټاکل شوی پلاوی تر سیاسي اغېزو لاندې نه راځي او څېړنې یې د اعتبار وړ دي.
هغه ټینګار کوي، چې د نړیوالو څېړونکو ترڅنګ باید په ملي کچه بې طرفه او غیرسیاسي بنسټونه هم باید په دغو څېړنو کې ونډه واخلي.
د فرخندې په وینا له دغو څېړنو څخه باید ټول هغه خلک لیرې وساتل شي، چې یا د دغو تورونو مخالف او یا یې ملاتړي دي.
دلیل دا را وړي، چې که یو څوک له پيله د څېړنو لپاره نا پېیلی نه وي، د څېړنو په جریان کې حتماً پخپله خوښه د څېړنو د پایلو د برابرولو هڅه کوي.
زه پکې برخه نه اخلمه!
فرخنده د دې پوښتنې په ځواب کې، چې دا به د څېړونکي پلاوي غړیتوب ومني کنه؟
وویل: زه پکې برخه نه اخلمه!
په دې اړه یې استدلال دا و، چې دا له ارګ سره واضحې ستونزې لري او له هماغه کبله یې له خپلې سلاکارۍ استعفا کړې ده.
فرخنده وایي دا په دې اړه هم څه نه وایي، چې په ارګ کې ځینې کړۍ له ګومارل کیدونکو ښځو ریښتیا هم جنسي استفاده کوي کنه؟
وایي په دې اړه د څېړنو د پایلو په هیله ده.
د هغې په وینا دا تورونه ردولای ځکه نه شي، چې په ارګ کې فساد له چا نه پټ نه دی، خو په وینا یې د لګول شویو تورونو تایید هم ځکه نه کوي، چې عملاً کوم سند په لاس نه لري او نه غواړي له ارګ سره خپلې سیاسي ستونزې د افغانو ښځو د عزت په بیه وپالي.
فرخنده او جنسي ځورونې
فرخنده بیا ـ بیا په دغه مرکه کې وپوښتل شوه، چې دا د یوې افغانې سیاستوالې او د ارګ د مخکینۍ سلاکارې په توګه د جنسي ځورونې له مسئلې سره مخ شوې کنه؟
ځواب یې دا و، چې هغه د یوې مشهورې سیاسي کورنۍ غړې ده او هم یې په ارګ کې له سلاکارۍ څخه مخکې د ولسي جرګې د غړې او د ښځو د حقونو د فعالې په توګه ځان ثابت کړی.
په دې دلیل هغه وایي، چې خپله له داسې کوم وضعیت سره نه ده مخ شوې.
له ولسمشر سره اختلافونه
فرخنده زهرا نادري وایي، چې د ملګرو ملتونو په چارو کې یې د ولسمشر له سلاکارۍ څخه د ارګ تر پریښودو لا ډېر مخکې استعفا کړې وه.
د دې په وینا ترهغې وروسته، چې د پارلمان له وکالت څخه مستعفي شوه، یو کال پخپله خوښه د ولسمشر سلاکاره وه، خو په وروستیو اتو میاشتو کې یې استعفا کړې وه او د ولسمشر په ډېر ټینګار یې د استعفا باوجود دندې ته دوام ورکاوه.
فرخنده وایي له ولسمشر غني سره یې اختلافات شته او یو لوی اختلاف دا دی، چې هغه د معافیت فرهنګ عام او د فساد خلاف مبارزه ونه کړه.
هغه دا هم زیاتوي، چې ولسمشرغني د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر په توګه نه پېژني او د واک دوام یې د قانون خلاف ګڼي.
څه به کوي؟
فرخنده وایي پر ارګ او ولسمشر زیاتې ملاحظې لري، چې زر به یې په اړه غږ پورته کړي.
هغې د دې ملاحظو جزیات روښانه نه کړل، خو ویې ویل نور د ولسمشر غني له ټیم سره نه ده.
فرخنده څوک ده؟
فرخنده زهرا نادري د اسماعیله مذهبي ډلې د مشر او سیاستوال سید منصور نادري لور ده.
دوی د بغلان ولایت اړوند او د افغانستان له مشهورو سیاسي کورنیو څخه دي.
دغې کورنۍ د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې ولسمشر غني ته ډېر کمپاین وکړ او په حکومت کې یې یو سعادت منصور نادري د ښار جوړونې وزیر شو.
وروسته فرخنده د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره وه.
دوی د حکومت په وروستیو کې د حنیف اتمر له ټاکنیز ټیم سره ملګري او له حکومته استعفاوې وکړې.