هغه ځورونکي دروغ چې هره ورځ یې ځانته وایئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ځان غولونه تر هغه زیاته عامه او جدي ستونزه ده، چې تصور یې کوئ.
لږ خلک به وي، چې له دې ستونزې خلاص دي، نه ځانته دروغ وایي او نه خپل وخت په داسې دروغو او ځان غولونو ضایع کوي.
دا ډول دروغ تر هغو دروغو زیات خطرناک ګڼل کیږي، چې نورو ته یې وایئ.
ځکه د نورو غولول هغومره ضرري نه دي، لکه د ځان غولول.
ځان غولونکي تر هغې، چې نور وغولوي،ځان ډېر غولوي او خپل ژوند خرابوي.
دلته هغه عام دروغ او زیانونه یې شریکوو، چې ډېر خلک یې ډېر وایي او تقریباً هره ورځ یې خپل ځان ته وایي.
سبا بله ورځ ده!
دا له ترټولو عامو هغو دروغو څخه ده، چې هره ورځ یې خلک ځانته وایي.
دغه دروغ خورا خطرناکه دي، ځکه د بې مسولیتۍ حس پياوړی کوي او ځان غولونکو ته د دې فرصت ورکوي څو د سبا په تمه د نن له فرصتونو او چانسونو څخه ځان خلاص کړي.
یاد شوی دروغ تاسې له هغه پښتو متل څخه لیرې بیایي چې: د نن کار سبا ته مه پریږده!
دا لیرې بیول مو ژوند شاته بیایي، وخت مو ضایع کوي، چانسونه در باندې خرابوي او په ټوله کې مو د وروسته پاتې والي او نه پرمختګ سبب کیږي.
نو هڅه وکړئ، چې دا دروغ ځانته ونه وایئ، که وایئ را کم یئ کړئ یا سمه مخه ښه ورڅخه واخلئ.
هیڅ فکر مې نه کاوه!
دا یو بل عام  دروغ دی، چې ځان غولونکي له خپلو ملامتیو د تېښتې پر وخت ډېره مخه ورته کوي.
مثلاً وایي: هیڅ فکر مې نه کاوه، چې ازموینه کې به ناکام شم!
هیڅ فکر مې نه کاوه، چې بې کاره به شم!
هیڅ فکر مې نه کاوه، چې دروغ به راته وایي یا به مې وغولوي!
او داسې سلګونه نور مثالونه.
هغوی، چې ځانونه نه غولوي، داسې دروغ نه وايي، خپله ملامتي مني او د حل او د تکرار د مخنیوي لپاره یې تدابیر نیسي.
ورځ دې را خرابه کړه!
دا د عامو دروغو یوه بله جمله ده.
هغه خلک، چې ډېر ځان غولوي، هڅه کوي څو خپلې ملامتۍ پر نورو واچوي.
دوی همدا، چې یو چا سره په ناندرۍ شي، ورته وایي: ورځ دې را خرابه کړه.
په همدې ډول په ډېرو نورو ځایونو کې هم پړه پر نورو اچوي.
ژوند یو خیال دی!
دا یو بل عام دروغ دی، چې ځینې د ژوند له واقعیتونو د تیښتې لپاره یې ځانته وایي.
دوی ژوند یو خیال ګڼي او وایي هرڅه کول پکې ممکن نه دي.
دا جمله درته مه کاروئ، ځکه د ژوند له واقعیتونو مو لیرې بیایي او پوره کول یې درته خیال و خوب ښکاروي.
نو دا خبره هم ځانته مه کوئ، چې ژوند خیال دی او هره هیله پکې نه پوره کیږي.