د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تر هغې وروسته د بیا صدراعظمۍ چانس ترلاسه کړ، چې تر مشرۍ لاندې ګوند یې د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.
خو مودي اوس له کومو ننګونو سره مخ دی، یا کوم کارونه دي، چې د ده نوی حکومت به یې په ترسره کولو کې له خنډ او ستونزو سره مخ شي؟
په دې مطلب کې د هندي رسنیو په حواله همداسې څو مهمو ټکیو ته نظر اچوو:
د نفتو ستونزه
د هندوستان ټایمز او اینډیا ورځپاڼو په دې اړه دوه تحلیلونه خپاره کړي، چې مهم ټکي یې ترډېره سره ورته دي.
د دغو ورځپاڼو په حواله د مودي نوی حکومت به د نورو مهمو مسئلو ترڅنګ د نفتو د وارداتو له اړخه له ننګونو سره مخ وي.
هندوستان تر څه موده مخکې پورې له ایران څخه خپل ۸۰ سلنه نفت واردول، خو په وروستیو کې امریکا متحده ایالاتو ترې غوښتي، چې دا کار نور بند کړي.
هندوستان اوس مجبور شوی، چې نفتي اړتیا یې د ونزویلا له نفتو پوره کړي.
دا کار په اقتصادي او نورو لحاظونو ګران او ستونزمن تمامیږي.
دلیل یې دا دی، چې ایران ورسره نیږدې پروت هېواد و او نفت یې ارزانه او اسانه په لاس ورتلل.
هندوستان پخوا هم له دغې ستونزې سره مخ و، خو امریکا تر څه مودې ورته د ایراني نفتو د واردولو اجازه ورکړې وه.
دا اجازه اوس پای ته رسیدلې او داسې ښکاري، چې نوره نه تمدیدیږي.
د ایران او امریکا ناندرۍ هند ته نور زیانونه هم لري.
د دغه هېواد ۷ میلیونه وګړي په فارس خلیج کې ژوند کوي، چې هلته د ناندریو زیاتیدل به یې ژوند وګواښي او هند به مجبور وي، چې د دوی د ژغورنې یا خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
د چین او امریکا ترمنځ
د هند لپاره یوه بله ننګونه دا ګڼل شوې، چې د امریکا او چین ترمنځ ناندرۍ به هم ورته سرخوږی وي.
په وروستیو کې د دغو دوو نړیوالو قوتونو ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوي.
هندوستان د دوی ترمنځ د یوه انتخاب نه شي کولای، ځکه له چین سره په یوه سیمه کې پروت دی او له امریکا سره د جغرافیوي واټن باوجود کلکه او خوږه ملګرتیا لري.
د چین ترڅنګ له روسیې سره هم د امریکا اړیکې مخ په ترینګلي کیدو دي، چې دا هم هند ته یو سرخوږی دی.
هندوستان له روسیې او چین دواړو سره ښې اړیکې لري او اړتیا یې ده، چې دا اړیکې نورې هم خوږې کړي.