د طلاق د مخنیوي لپاره ۳۱ مهم ګامونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
که مو د نامزاد سره په هر دلیل، ستاسي اړیکه پای ته رسېدلې ده او هیڅ شک پکښي نه وینئ، دا ۳۱ ګامونه طی مراحل کړئ چي ستونزه مو یوه اړخېزه سي!
۱ـ آیا د زړه په ژورو کي، باور لرئ چي هغه یوازي ستاسو مینه ده؟
۲ـ که مو ځواب” ډاډه نه یم “ وي، احتمالاً ستاسي نامزاد نور ستاسي عشق نه دئ خو له یوازي پاتېدو وېرېږئ. په همدې آساس له ځانه وپوښتئ:”  آیا زما نامزاد/نامزاده یوازي مینه ده که یوازي زما د ژوند ددې ورځو ملګری؟
۳ـ که هغه یوازي ستا د نن ورځي ملګری/ملګرې وي، وروستي ګامونه واخلئ او وګورئ چي څنګه ئې باید ترسره کړئ.
۴ـ د ځان سره ژمنه وکړئ چي د” هرڅه خلاص سول “ جملې تر ویلو دمخه ځان ته يوه اوونۍ فرصت ورکړئ. داسي نو تاسي کافی وخت و فرصت لرئ چي متوجه سئ له کومه مو د خپلي اړیکي پر ادامې باندي شک کړی دئ او په ترتیب سره بې د علت و سبب پر پیداکېدو هم وتوانېږئ.
۵ـ دمخه تر دې چي خوله په خبرو خلاصه کړئ، د مقابل طرف ۵ ځانګړني چي پر هغه باندي ستاسي د مئینېدو سبب سوې، ولیکئ.
۶ـ لږترلږه دوې داسي لحظې یا پېښي چي ستاسو دواړو د خوشحالۍ سبب سوي وي، ولیکئ؛ اوس له ځانه وپوښتئ چي” کولای سو بیاځلي خوشحالي بیاموو؟  “
۷ـ د خپلي اړیکي نېکۍ و بدۍ مو یاداښت کړئ.
۸ـ اوس بیاځلي هغه شیان چي لیکلي مو دي بررسي کړئ او وګورئ چي د ترازو کومه پله درنده ده.
۹ـ بیاځلي خپل نوشته سوي څه ولولئ او له ځانه وپوښتئ:”  آیا د خدای پامانۍ وخت دئ؟ “
۱۰ـ اوس له خپله ځانه وپوښتئ:”  که هغه غوښتل چي زما سره هرڅه پای ته ورسوي، زما خوښېدل چي د هغه/هغې له خولې څه ډول الفاظ واورم؟ “
۱۱ـ هڅه وکړئ چي خپله جمله بندي مو سمه او د اړیکي له مثبتو ټکو ئې پیل کړئ:”  موږ دواړو یو د بل سره ډېر ښه و خوشحاله وختونه تېر کړي دي. “
۱۲ـ وروسته د کیسې اصل ته ولاړ سئ:”  په دې مابین کي یو شی سم نه دي. “
۱۳ـ خپلي غوښتني مو بیان کړئ:”  زه غواړم چي ولاړ سم. “
۱۴ـ د مقابل طرف د غبرګون و عکس العمل اورېدو له پاره پرانېستی غوږ ولرئ او آرام اوسئ.
۱۵ـ له پیله تصمیم ونیسئ چي بحث نه کوئ. یوازي غوږ ونیسئ او وواياست:”  پوهېږم چي ستونزمنه ده. “
۱۶ـ هغه/هغې ته ووایاست چي دا څومره درته ستونزمنه ده چي لنډ ووایاست چي تصمیم مو په څومره دقت سره نیولی دئ.
۱۷ـ شفاف او څرګند اوسئ:”  دا هرڅه وایم ځکه چي زما فکر موږ زموږ د ګډ منزله پای ته رسېدلي يوو. “
۱۸ـ چمتو اوسئ چي له مقابل طرفه وپوښتئ:”  آیا کولای سو چي بیاځلي کوشش وکړو؟ “ یا”  کولای سو چي یوه مشاور ته ولاړ سوو؟ “ ځواب ولرئ.
۱۹ـ د” یو بل فرصت “په ځواب کي مو پام وي چي دا په حالاتو و شرایطو پوري اړه لري. لومړی له خپله ځانه وپوښتئ چي هغه/هغې تر دې مهاله څو واري نور تاسي سره ژمنه کړې ده چي” اصلاح به ئې کړي. “
۲۰ـ که د مقابل طرف سره مينه لرئ او هغه هم د شرایطو د تغییر له پاره جدی دئ/ده، له یوه متخصصه مشوره اخیستل ښه نظر دئ.
۲۱ـ که د مشورې اخیستلو سره موافق ياست، په خلاص ذهن و فکر په جلسو و غونډو کي حاضر سئ.
۲۲ـ که مشاور ته ورځئ، بیا مو وخت یو پر بل باندي په نیوکه کولو باندي مه تېروئ.
۲۳ـ که معالجه کوونکي زوج ته اړتیا لرئ، صادق خو مهربان اوسئ.
۲۴ـ که مو توافق داسي کړی وي چي د مشورې اخیستلو په جلسو کي به د اړیکي له پای ته رسولو نه ږغېږئ، په رښتیا سره دا کار مه کوئ.
۲۵ـ که مقابل طرف ستاسي څخه وپوښتل چي آیا کوم بل چېري مو اړیکه جوړېدونکې ده ورته وواياست:”  دا موضوع په بل کس پوري اړه نه لري؛ نور زه و ته یو د بل دوا نه سو جوړېدلای. “
۲۶ـ په ضمن کي که هرڅومره ستاسي جلا کېدل وخت ونیسي، شونې ده سبب سي چي مقابل طرف ځان قرباني وښيي او وايي:”  څنګه کولای سې چي زما سره داسي وکړې؟ “
۲۷ـ کوشش وکړئ چي مقابل طرف ته متوجه سوی د خښم و زیان احساس، درک کړئ او همدارنګه یوازي آرام اوسئ.
۲۸ـ خپل مقابل طرف ته وواياست چي هغه هغه کس دئ/ده چي تاسي ورسره ښې لحظې تېري کړي دي خو اوس د تلو وخت دئ.
۲۹ـ بیا د خپل ژوند دوو خوشحالوونکو پېښو و مواردو ته رجوع وکړئ او مقابل طرف ته صادقانه و آزادانه وواياست.
۳۰ـ که مقابل طرف مو په ځواب کي وويل:”  نو بیا ولي نه سو کولای چي بیاځلي د یو و بل سره واوسو؟ “ قاطع اوسئ او پر خپله خبره پاته سئ.
۳۱ـ که تاسي قطعي تصمیم نیولی وي، ځواب مو ساده دئ:”  هر څه پای ته رسېدلي دي “ او یو له بله صمیمانه خدای پاماني وکړئ او وروسته ژړا مه کوئ. حتا که دې ګډي اړیکي ته د پای ټکی ایښوول هماغه څه وي چي تاسې ارزو لرئ، احتمالاً ددې کار د ترسره کولو وروسته به د یوازيتوب احساس وکړئ؛ نو چمتو و اماده اوسئ. له هغه/هغې څخه د ټولو هغو ښو وختو او لحظو په اړه چي تاسي ورسره لرلي دي مننه وکړئ او ورته د نېکمرغۍ و خوشحالۍ هیله ولرئ. په دې ترتیب به تاسي ته د جلاوالي درد آسانه سي او ډاډه اوسئ چي د بخت ستوری به بیاځلي پر تاسو راوخېژي.