ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
د ښځي و خاوند ترمنځ د سلیقې اختلاف ځيني وختونه د اصولي و آساسي مسایلو سره په ارتباط او ځیني وختونه خو بېخي په ډېرو کوچنیو و ساده امورو کي رامنځ ته کېږي. تردې پوري که ښځي و مېړه د واده په اړیکه کي خپل تصادفات و توافقات هم په نظر کي نيولي وي، بیا هم د دوئ دواړو په منځ کي د سلیقې اختلاف طبیعي دئ ولي چي هر انسان په ځان پوري منحصر و خاص افکار لري او همدا طبیعت ددې سبب کېږي چي د متفاوتو سلیقو درلودونکي اوسي. البته د وادونو ځیني اړیکي د تصادفاتو و توافقاتو د معیارونو و ضوابطو مدنظر کولو پرته جوړېږي چي په دې ډول اړیکو کي د اختلافاتو لمن ډېره عميقه و ژوره وي.
په مېرمن و خاوند کي د سلیقې د اختلاف راپیداکېدو اصلي لامل
- په مېرمن او خاوند کي د سليقو د اختلاف راپیداکېدو
له لاملونو څخه ئې یو هم د دوئ او د دوئ د کورنیو ترمنځ فرهنګي توپيرونه دي. پر موضوع د لا ښه پوهېدو له پاره لازمه ده چي په پیل کي د فرهنګ معنا و مفهوم واضح کړو. د یوه فرد، یوې ډلي، ټولني، منطقې او يا يوه قوم فرهنګ د هماغه فرد یا قوم له یو لړ باورونو، آدابو، رسومو، عادتونو، توقعاتو او تمنیاتو له ټولګي څخه عبارت دئ چي د ژوند په ټولو برخو کي ورته لاسرسی کوي.
د يوه قوم خلګ یا د يوه ښار اوسېدونکي، د وخت په تېرېدو او زیاتو کلونو په تېرېدو سره پر دې توانېدلي دي چي د ځانو له پاره یو لړ خاص عقاید، آداب و رسوم پیداکړي دي چي دا په فرهنګ پوري کاملاً اړه لري: لکه مذهب او مذهبي فرقې، اقلیمي و جغرافیايي شرایط، د اکثرو خلګو د کسب ډول ئې، جنګونه او د هماغي سیمي نوموتي و نخبه شخصیتونه – اوس فرض کړئ چي ښځه و مېړه او ورپسې د دوئ کورنۍ هر يو له بېلابېلو قبیلو، پرښو او نسبونو څخه وي او هر یو ئې متفاوت فرهنګونه و آداب او رسوم لري او هر طرف چي له مقابل هغه څخه توقعات لري – دا هم فرق کوي او هر یو په ځان پوري تړلي و مخصوص رفتار و کردار لري.
- په کورنيو کي د سیلقې د اختلاف له لاملونو څخه یو
بل ئې د شخصي و فردي توپيرونو و تفاتونو شتون دئ. دا توپيرونه لکه د هوښ و ذکاوت اندازه، شجاعت، پر ځان باور، ښکلا، خوش طبیعتوب، خوش اخلاقي او پُر انرژي اوسېدل او… د کورنۍ د غړو ترمنځ د سلیقې په اختلاف کي دا تفاوتونه او د هغو د اغېز کچه هومره ښکاره و څرګنده ده چي د توضېح و تشرېح له پاره ئې اړتیا نه پیداکېږي.
- د ښځي و خاوند د سليقو و علایقو پر سر د اختلاف
راپیداکېدو له لاملونو څخه یو بل هم، د نارينه جنس سره د ښځينه جنس ماهیتي توپیر دئ. ښځه او نر (مونث و مذکر) سربېره پر دې چي یو له بله له جسمي، عضوي، او اناټومي پلوه بسا توپيرونه لري، همدارنګه له رواني، فکري، روحیاتي او خصلتو له پلوه هم یو له بله توپیر سره لري. دا اختلافات له جغرافیايي، تاریخي او اجتماعي لاملونو څخه رازېږېدلي نه دي، بلکي د دوئ طرح و ډیزاین د دوئ د فطرت سره سم سوی دئ. البته دا تفاوتونه مطلقاً په دې پوري اړه نه لري چي ښځه یا نارينه برتر جنس دئ او بل نو پست او بېکاره هغه دئ. بلکي ددې ډول تفاوتونو د خلقت و پیدایښت قانون خپل خاص هدف و غرض لري او له هغو اهدافو ئې یو دا دئ چي د نر او ښځي د کورني نظام اړیکه مستحکمه کړي. خو همدا لازم و ضروري تفاوتونه مختلفي سلیقې و بېلابېلي اړتیاوي ایجادوي چي که د مقابل طرف د پاملرني وړ ونه ګرځي بیا نو د اختلاف راپورته کېدا سبب کېږي.
- یو بل لامل چي په ښځه او خاوند کي د سلیقې د
اختلاف سبب کېږي، د دواړو یا یوه له دواړو څخه اجتماعیت و ټولنیز اوسېدل دي. که د یوه کورنۍ کاریګره و ساده کورنۍ وي او د مقابل طرف کورنۍ شتمنه و بډایه وي – له طرفینو څخه ئې د یوه کورنۍ تعلیم یافته و زیاتي مطالعې خاوندان وي او د بل کورنۍ بیا نسبتاً کم تعلیم لري، د یوه کورنۍ په آسانۍ سره کولای سي نورو هیوادو ته سفر وکړي او د بل کورنۍ بیا بېخي کمه حتا له خپل ښاره دباندي وزي او په دغه سطحه اختلافات په ځینو مواردو کي لکه اجتماعي سلوک، جامې و پوښاک او ظاهري سینګار او… فردي آزادیو کي د اختلافاتو راپیداکېدو سبب کېږي.
د سلیقې له اختلافه د راپیداکېدونکو ستونزو سره د برخورد په اړه څو سپارښتني:
- ګډ ژوند د عقیدتي اختلاف عرصه نه وي. یو ارواپوه
په دې باور دئ چي کله فرد دې دوو پوښتنو ته (زه څوک یم او څه غواړم) ځواب ورکوي، په لاشعوري ډول ئې د پورته ذکر سوو اختلافاتو په شمول په ژوند کي تحمل زیاتېږي، خو باید په دې پوه سو چي ژوند د سترو و عقیدتي اختلافاتو عرصه نه ده، د سلیقو اختلاف هومره مهم نه دئ، کړاو و سخت تلاش دئ چي حتا د ژوند پېژندني طعم و خوږوالی زیاتوي او هغه ته ښکلا ورکوي. همدا کوچني اختلافات دي چي ژوند له بېخونده کېدو ساتي.
- مهم ټکی چي ښځه و خاوند باید د سلیقې پر سر د
اختلافاتو پر مهال باید ورته پاملرنه وکړي، دا دئ چي هر یو دمخه تر دې چي خپلي سلیقې ته اشاره وکړي، په پیل کي د مقابل طرف ذوق و علاقمندي تائید کړي او په پوره مېړاني سره پرته له دې چي د خپلي سلیقې دفاع وکړو، دا اعتراف وکړي چي ډېری کسان د هغه په رقم سلیقه لري او بیا خپله سلیقه څرګنده کړو. ولي چي د خپلي شخصي سلیقې ستاینه کول د مقابل طرف د سلیقې د ضمني تحقیر په معنا دي.
- ښځه یا خاوند چي کله غواړي خپله سليقه څرګنده
کړي باید پام وکړي چي بل کس حضور ونه لري، ولي د نورو په حضور کي هر ډول بحث و خبري اتري، په لاشعوري ډول د مقابل طرف آبرو و عزت تر پوښتني لاندي راولي. پام مو وي چي کله خپله سلیقه بیانوو، خبري مو باید کاملاً نرمي او له هر ډول تېزۍ و تُندۍ څخه خالي وي دا ځکه چي تېزي و تُندي خبري د کرکي و نفرت سبب کېږي.
خورا حساس و مهم ټکی دا چي ښځه و مېړه نه باید سلیقوي اختلافات د کورنۍ له میني و محبته ډکي فضاء ته را داخل کړي، دا ځکه چي په ټولو کورنیو کي د سلیقې و علاقې اختلافات سته نو که سلیقوي اختلافات دومره مهم وي چي د کورنۍ له میني و محبت ډکه فضاء زیانمنه کړي، باید په ټولو کورنیو کي د صمیمیت پر ځای، کدورت و خپګان حاکم وي. بهتره به دا وي چي د وار دمخه قضاوتونو، تهمتونو د له منځه وړلو له پاره، مېرمن او خاوند د سلیقوي برخورد وروسته، د مقابل طرف په وړاندي د خپل مهر و محبت کچه زیاته کړي چي په کورني صمیمیت کي ډېر کوچنی خلل و زیان هم رامنځته نه کړي.