د ګډ ژوند د جروبحث له دې حیرانوونکو ګټو خبر سئ!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
زړه ته مو لوېږي کنه، د ګډ ژوند جروبحث کولای سي چي ستاسي د اړیکو و ارتباطاتو له پاره ښه وي. ښه خبره ده چي د ژوند د ملګري په توګه هغه څه چي ځوري مو، بیان و ښکاره کړئ، د خپلو ټولو ښو و مثبتو حالاتو پر څنګ، له خپلو بدو و ناخوښو هغو هم د سکوت پرده پورته کړئ او د ملګري څخه مو د جواب و غبرګون تمه ولرئ. څومره چي یو له بل سره مثبتي، خوږې و ښې لحظې تېروئ – همدارنګه راځي داسي وخت چي باید جروبحث، د نظر اختلاف او کله کله شخړي هم ولرئ. که څه هم دا ډول بحثونه و غبرګونونه تر ډېره ستاسي په ذهن کي پاتېږي خو رښتیا دا دي چي په یوه سالمه و روغه اړیکه کي د منفي غبرګونو په وړاندي د مثبتو وختونو نسبت پنځه پر یو دئ. ځکه نو شونې ده تاسي فکر وکړئ چي جروبحث و خبري اتري له سره ښې و خوښي بخښونکي نه دي.
اوس دا چي څنګه خپل درد و اختلاف څرګند کړئ د دې سره چي څومره زیات ستاسي په منځ کي جروبحث و دعوای کېږي؛ توپیر لري. ښځه و خاوند په څلورو طریقو یو له بل سره جروبحث کوي خو له دې څلورو ئې یوازي یوه ډېره طریقه ده.
متقابل درک
هغه کسان چي په اړیکه کي یو له بله متقابل درک لري – هغوی یو و بل ته د احساساتو د بیانولو شونیا و فرصت ورکوي. هر احساس د فهمېدلو وړ دئ او باید توجه ورته وسي دا داسي یوې اړیکي قانون دئ چي ښځه و خاوند کوشش کوي یو و بل ته نژدې اوسي او له هیڅ شي انکار ونه کړي. همېشه زموږ د توقع خلاف احساسات، باورونه، نظرونه او رفتارونه سته چي زموږ له پاره قانع کوونکي و د تائید وړ نه دي خو په یوه سالمه اړیکه کي باید هغو ته درنښت وکړو او کوشش وکړو چي په اړیکه پوري دغسي اړوند مسایل و موضوعات حل کړو. د مشکلاتو په باره کي د خبرو کولو له پاره له جنګ و جدله پرته آرامي خبري اتري، د همدلۍ و همراهۍ احساس درلودل سالم تره لاره ده. دواړه باید کوشش وکړئ چي ښه غوږ نیوونکي اوسئ او یو د بل احساسات درک کړئ.
تُند و سخت مخالفتونه
ځيني ښځي و مېړونه د ډېرو مسایلو په باره کي یو له بل سره دعوای کوي. د دوئ جنګ و جدل معمولاً په لوړ آواز و زیات تکراري وي. له دې معلومېږي چي د دوئ د جنګونو ریښې ډېري عمیقي دي. دوئ په هر حال خپلي خبري کوي او سره له دې چي یو له بل سره نښلي خو یو و بل ډېر سره ګران هم دي. شاید د نورو له پاره له بهره پر دې موضوع پوهېدل آسان نه وي خو دا هغه څه دي چي واقعاً پېښېږي.
اکثره وخت خپلواک شخصیتونه داسي جنګونه کوي. داسي معلومېږي د استقلالیت هغه ارزښت چي دوئ ئې ځانو ته ورکوي ددې سبب کېږي – پرته له دې چي په رښتیا سره د مقابل طرف د تخریبولو یا د ځمکي سره وهلو قصد و غرض ولري د نظر اظهار کوي، خبري کوي او خپل احساسات بیانوي. دا ډول کسان په ډېري آسانۍ سره خپل ښه و بد احساسات شریکوي او په اړه ئې خبري کوي. د دوئ ظاهراً شدید جنګونه د دوئ د همدلانه و ګرمي اړیکي یو بخش دي چي شاید نور ئې له درک کولو عاجز وي.
له جنګ و جدله پرهېز
دا ډول ښځه و مېړه کاملاً د پورتنۍ ډلي سره فرق لري. دوئ کوشش کوي چي تفاوتونه و اختلافات تر یوه ځایه راکم کړي – ددې پر ځای چي هغوی حل کړي. دا ډول کسان سره له دې چي زیات اختلافات لري خو خورا په مودبانه و محترمانه توګه رفتار کوي. دوئ په دې باور دي چي واده د هماهنګۍ و سازګارۍ او د خوشبختۍ له پاره د دلایلو موندلو یوه اړیکه ده. دوئ که لازمه وي له هغو اختلافاتو چي زیان رسوونکي نه دي په آسانۍ سره تېرېږي. هغوی د خوشحاله اوسېدو لحظو ته هومره اهمیت ورکوي چي خپل وختونه هیڅ نه تریخوي. دا جوړې واقعاً هیڅ دلیل نه ویني چي ټول مشکلات دي حل کړي په داسي حال کي چي کولای سي د هغو په شتون کي هم – پرته له دې چي وزهیرېږي یا ناخوښ و بد احساس وکړي – خپل ګډ ژوند ته ادامه ورکړي.
د ښځي و مېړه جنګ نه، بلکي دښمني!
د ګډ ژوند ځیني جنګونه هم معمولي نه وي بلکي تر ډېره باید هغو ته د دښمنۍ نوم ورکړل سي. د داسي جوړو جنګونه یو و بل ته د خشونت و زیان رسوني سبب کېږي. د دوئ بحثونه له توهین، تحقیر، وحشت رامنځته کوني، جسمي و روحي زیانونو خالي نه وي. د دې ډول جوړو غبرګونونه اکثراً د مثبت پر ځای منفي وي. اړیکه ئې تر ډېره په جنګ و جدل کي تېرېږي او ډېر لږ پکښي خوښۍ ته ځای موندل کېږي. بې احترامي و انتقاد ددې ډول اړیکي اول اصل دئ.
تاسي کېدلای سئ چي د لومړیو درو ډلو څخه د یوې جزء اوسئ او په مختلفو دلایلو یو له بل سره وموښلئ خو ستاسي اړیکه سالمه او دعوی و شخړي مو د درک وړ بللی سوو.
کوم کسان چي له متقابل درکه استفاده کوي آرام و برابرېدونکي کسان دي او د نورو په نسبت جدی ستونزي نه لري. هغه کسان چي لږ زیات سره و شنه کېږي کولای سي چي د عصبانیت و آرامش ترمنځ تعادل وساتي. هغوی که هرڅومره هم تُند و عصبي دي ورسره په څنګ کي د میني و محبت پر طریقو هم پوهېږي. درېمه ډله هم شاید لږ خبري کوونکي اوسي او ډېر کم د اړیکي پر منفي موضوعاتو بحث وکړي او دا د ناپوهۍ یا له خپلو مشکلاتو د عدم درک په معنا نه دي. دا کسان کولای سي چي پر خپلو منفي احساساتو باندي غلبه وکړي او هغو ته لومړیتوب نه ورکوي. اوس چي پر دې پوه سئ چي په کومه ډله کي یاست د ځان سره مرسته کوئ چي اړیکه په ښه ډول مدیریت کړئ او په آسانۍ سره له کشمکشو راووزئ.
څلورمه ډله د یوې ناسالمي اړیکي نښاني ده. هغه ښځي و خاوندان چي په دې ډول سلوک کوي خپل ګډ ژوند د ماتي سره مخام کوي. دا ډول کسان د یو و بل له تحقیر و توهینه په حقیقت کي ددې څرګندونه کوي چي له خپلي اړیکي خوښ نه دي او نه ورته په ارزښت قایل دي او په ظاهره هم د خپلي اړیکي د بهبود و تغییر له پاره کومه انګېزه نه لري. که تاسي هم په داسي يوه اړیکه کي یاست بهتره ده چي خپلو جدی و مهمو مشکلاتو د حل له پاره لږترلږه د کورنۍ د برخي له یوه مشاوره کومک وغواړئ. شونې ده چي د ګډ ژوند د ژغورلو له پاره مو کومه لاره شتون ولري.
د دعوای پر مهال د بدن ژبه
کله چي یو له بل سره جنګ و دعوای کوئ ستاسي بدن هم په دې مشاجره و شخړه کي برخه اخلي حتا تر خبرو مو ډېر بدن حرکات کوي. زموږ څخه ډېری خپلي خبري مستقیمي نه کوو خو زموږ له بدنه په ښه ډول څرګندېږي چي څه وایوو.
په حقیقت کي مقابل طرف کولای سي چي زموږ له جسمي حالته دا درک کړي چي څنګه احساس لرو. موږ کولای سو چي ډېري خبري ونه کړو او پټې کړو خو دا زموږ سترګي، د لاسونو حرکات و د آواز تغییر دي چي هرڅه افشاء کوي.
سمه ده چي زموږ به زده وي چي تر خبرو کولو دمخه باید فکر وکړو خو موږ دا نه دي زده کړي چي څنګه خپل بدنونه زموږ د احساساتو له بیانولو څخه منع کړو.

  • هرکله چي لاسونه پر خپله سینه باندي نیسئ کاملاً

څرګنده ده چي د بې دفاعۍ یا بې تهاجمۍ احساس کوئ. که ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې ستاسي د بدن پر حرکاتو پوهېږي – ښه پوهېږي پر سینه باندي د لاسونو په راچاپېرولو سره مو دفاعي حالت نیولی دئ او خورا سخت بېرېدلي یاست.

  • هرکله چي ګوته مقابل طرف ته نیسئ په دې معنا چي

هغه د رامنځته سوو هرڅه پړ او سبب ګڼئ. حتا که ظاهراً وهم نه وایاست – بیا په خپلو لاسونو سره دا پیغام لېږدوئ.

  • هرکله چي کوشش کوئ د ژوند له ملګري مخ واړوئ

په دې معنا دي چي له دې حالته ناراحته یاست او غواړئ چي په هر رقم وي له بحثه لېري سئ.

  • د دعوای پر مهال د سترګو په اړولو، اداء کولو او د

صورت د حرکاتو په تغییر سره د ژوند ملګري/ملګرې ته ښياست چي څه وايي هغه ته هیڅ اهمیت نه ورکوئ او خبرو ته ئې په لږ ارزښت هم قایل نه یاست. دا البته هغه لاره ده چي تاسي حق په جانب یاست او تاکید کوئ چي تاسي رښتیا وایاست او د مقابل طرف خبري بې ربطه و غلطي دي.

  • انسانان د بدن په ژبه سره مختلفو شیانو ته چي په

خپلو ذهنو کې لري اشارې کوي. خو په ټولییز ډول دا څو رایجي و د پوهېدو وړ نمونې دي. د بدن ژبه زده کړئ او پیغامونه و خبرتیاوې ډېري ښې ترلاسه کړئ. په دې رقم لا ښه پوهېدلای سئ چي چشي باید ووایاست، څنګه رفتار وکړئ او د چشي تمه ولرئ.