د احمد قریشي کورنۍ ولې کډواله شوه؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ښه ځلیدا وروسته په کور دننه بې شمېره ځوان تنکي لوبغاړي د کرکټ لوبې سره مینه پالي او دغه ډګر کې د خپلې راتلونکې په پار خولي تویوي.
یو له دغه لوبغاړو څخه کمکی احمد قریشي نومیږي، چې د ۱۲ کلنۍ په کم عمر کې یې په خپلې جالبې او ښکلې توپ اچونې د افغان کرکټ بورډ او زیات شمیر کرکټ مینه والو پام د ځان په لور جلب کړی دی.

وروسته له هغې چې دغه کم عمره توپ اچونکی د ښکلې توپ اچونې له کبله په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې د زیات شهرت خاوند شو؛ یو شمیر ملي لوبغاړو یې هم له نږدې څخه د لوبې ننداره او ستاینه وکړه.
قریشي په ښي لاس د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړي راشد خان په څیر توپ اچونه ترسره کوي، چې توپ وهونکو ته یې لوبول اسانه نه وي.
په دې وروستیو کې نوموړی د نا معلومه کسانو لخوا له خپلې سیمې ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ قلعه جانان خان څخه نا درکه شو، چې د ۹ ورځو هلو ځلو وروسته بیرته د امنیتي ځواکونو لخوا د تښتونکو له منګلو څخه د ژغورنې وروسته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د احمد قریشي د کورنۍ یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط تیره ورځ یاران ویب سایټ ته په خپلو خبرو کې وویل، کورنۍ یې اوس مهال د امنیتي ستونزو او تهدید له کبله له ننګرهار څخه مرکز کابل ته کډه کړې.

دغې سرچینې یاران ته زیاته کړه، د تښتونکو له منګلو څخه قریشي ژغورل شوی، خو لا هم دوی ځان خوندي نه احساسوي، نو مجبور شول، چې کډه بار کړي.
د قریشي د کورنۍ دغه غړي له افغان کرکټ بورډ څخه هم کمکي احمد قریشي ته د پاملرنې هیله څرګنده کړه او د نوموړي په وینا که قریشي د هېواد د کرکټ لوبډلو لپاره د ویاړ سبب کیږي، نو باید په دغه برخه کې ورسره د کرکټ بورډ مسولین هم خپله پوره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د خلکو اختطاف کومه نوې خبره نه ده؛ خو دغه ډول تښتونې بیا یو څه نوې ښکارې، چې ورسره د کرکټ لوبغاړو اندیښنې هم زیاتې شوي دي.