موخه وټاکئ او ځان وژغورئ!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

سویسۍ روانشناسه روانکا وایي، ماته چې کوم ناروغان د درملنې لپاره راځي، نو په هغو کې یو پر درې برخه یې هغه کسان دي چې د یو څرګند عصبي اختلال له وجې نه، بلکې په ژوند کې د ټاکلي هدف دې نه درلودلو څخه په عذاب دي.
هغه په دې باور ده چې په ژوند کې د بیرته شاته کیدو په نوم کومه تڼۍ نه شته نو د هرې شېبې تېرېدو ته دې پام وکړه او یوه شېبه هم پرته له موخې مه اوسه.
دا د یو حقیقت په توګه منل پکار دي چې ژوند مونږ ته هغه څه نه راکوي کوم چې مونږ غواړو هغه ولرو؛ ژوند مونږ ته هغه څه راکوي کوم چې مونږ یې د ترلاسه کولو لپاره هڅه او کوښښ کوو.
په ژوند کې لوړه موخه او هدف لرل انسان ته د بریا لار هواروي، کله چې مونږ په ژوند کې موخه اوهدف ولرو نو خپلې موخې ته د رسېدو لپاره شپه او ورځ هر ډول هلې ځلې کوو او خپل ټول استعداد او وړتیاوې په کاراچوو.
همدا ځای دی چې د ژوند په خوند پوهیږو او د ژوند اصلي جوهر مو پیدا کولی شو.
بې موخې او بې هدفه اوسېدل خپله ناهیلي منځته راوړي. پرته له موخې اوسېدل له انسان نه لار ورکوي. هغه انسانان چې ژوند کې ټاکلې موخه/ هدف نه لري داسې یو چا ته ورته دی لکه یو څوک چې په یوه څلور لارې کې ولاړ وي، خو پر دې نه پوهیږي چې کومه خوا ولاړ شي؟
همدا لارورکي مایوسي رامنځ ته کوي او ورو ورو انسان ته داسې فکر پیدا کوي چې ژوند کول یې بې ګټې، بې مفهومه او بې معنی دي.
دا ډول فکرونه له سکون ډک ژوند هم لړزولی او انسان په ګڼو رواني ناروغیو اخته کولی شي. بې هدفه انسانان د مایوسۍ او تنهایۍ نړۍ ته ځي، ورو ورو لومړۍ له ځانه او وروسته له نورو کرکه پیدا کوي.
ایا په همداسې یو څلور لارې کې ولاړ یئ چې نه پوهیږې کومه خوا ولاړ شې؟ د خپل ژوند د لارې د معلومولو لپاره او له داسې یو حالت څخه د راوتلو لپاره خپل ژوند ته هدف او موخه وټاکئ، دا چې څنګه یې پیل کړې او څنګه ور ورسیږې د موخې ټاکل درسره خپله د لارې په موندلو کې مرسته کوې.
خو موخه او هدف څنګه وټاکئ
په دې موضوع نړۍ کې پوهانو ګڼې مقالې او کتابونه لیکلي. دا چې د هر انسان روان، شخصیت، ټولنه کې ځای او ونډه – له یو بل سره توپیر لري همداسې یې اهداف هم له یو بل سره توپیر کوي.
د ټولنیزو مسلو لیکوال سټیور رابینز په دې اړه په یوه لیکنه کې سپارښتنه کوي چې اهداف د ناسمو دلایلو لپاره مه ټاکئ. هڅه وکړئ داسې اهداف وټاکۍ چې بنسټ یې پر ښیګڼه، عمومي خوښۍ او مرسته ولاړ وي.
دا به د هدف په لور ستاسو مزل ته معنی ورکړي چې ورسره مو ژوند هم معنی پیدا کوي.
نوموړی همدارنګه سپارښتنه کوي چې داسې یو هدف وټاکۍ چې د پوره کولو لپاره یې د ژوند یو سفر رامنځ ته کړئ. اړینه نه ده چې ستاسو موخې ته تللې لاره دې تل هواره وي. لوړه ژوره به راځي، خو د ښو اهدافو لپاره له لوړو ژورو تیریدل ژوند ته معنی او ښکلا ورکولی شي. نوموړی ټینګار کوي چې تر هدف زیات د ژوند هغه سفر مهم دی چې تاسو یې د یوې غوره او ښې موخې لپاره کوئ.
نوموړی وايي، که څه هم پرلپسې کار او هڅه هر ممکن هدف ترلاسه کولی شي، خو که هدف ته پر لاره کله متوجې شوئ چې هدف مو کار نه کوي، موخه کې مو یو څه بدلون راولئ.
او وروستۍ خبره دا چې کله مو ټاکلې موخې ته ورسیدئ، ویې لمانځئ، خپل ځان ته امتیاز ورکړئ، او په دې توګه یو بامفهومه او با معنی ژوند وکړئ چې له خوښۍ سره مل اوسي.