د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه څېړنه کې موندلې،چې پر ویډيویي لوبو روږدي کیدل رواني ناروغي ده.
د څېړنې پایلې خبرداری ورکوي، چې دا عادت له زیاتیدو سره په جدي رواني ناروغۍ بدلیږي او د روږدي کس پر نورو علایقو سیوری غوړوي.
د یوه څېړونکي نظر
د نړیوال روغتیایي سازمان د یادې څېړنې یوه برخوال شیخار ساکسینا ویلي: زموږ د څېړنو په پایله کې وموندل شوه، چې د یاد شوي عادت ځینې معتادین دومره له دغه عادت سره روږدي کیږي، چې په څلورویشت ساعتونو کې ان شل ساعته ویډیو ګیم کوي.
د هغه په وینا دوی د دغو لوبو داسې معتادین موندلي، چې خوب، خوراک، کار او زده کړې یې ټول د ویډیو ګیمونو قرباني کړي او زیات وخت یې دغو لوبو ت ورکړی
پر احتیاط ټینګار
یاد شوی ډاکټر ټینګار کوي، چې که د دغو لوبو په ترسره کولو کې پوره احتیاط نه کار واخیستل شي، دا لوبې د رواني ناروغیو د کمولو لپاره هم ګټه رسولی شي.
د هغه په باور لازمه ده، چې نه له دغې لوبې سره یو مخ پریکون وشي او نه په منظم او نه پریښودل کیدونکي عادت بدل شي.
د ویډیو ګیم جوړونکو غبرګون
د ویډیویي ګیمونو د تولید ایتلاف د نړیوال روغتیایي سازمان د دغې څېړنې په غبرګون کې ویلي، چې د دوی محصولات په ټولو چوکاټونو کې خوندي او خوندور دي.
د دوی په وینا د نړۍ له څه باندې ۷ میلیارده نفوس څخه تر دوه میلیاردو ډېر یې د دوی محصولات کاروي او خوشاله شېبې ورسره لري.
افغانستان او ویډیو ګیمونه
په افغانستان کې هم د ویډیو ګیمونو استعمال د پام وړ دی.
دلته هغه کورنۍ، چې نسبتاً ښه اقتصادي حالت لري، خپلوماشومانو ته یې په کورونو کې موبایلونه اخیستي او دغه ګیمونه یې ورته فعاله کړي.
دوی تر ډېره په دې ګومان، چې ماشومان به یې پر ګیمونو له مصروفیدو سره دوی ډېر نه ځوروي، دوی ته دغه فرصت ورکړی.
د روان پوهانو په باور دا ګیمونه له یوه پلوه ښه هم دي، چې ماشومان پرې مصروف شي، ځکه د ذهني ودې سبب ګرځي.
خو د دوی شرط دا دی، چې د ویډیو ګیمونو په استعمال کې باید افراط ونه شي.
د ماشومانو ترڅنګ یوه برخه ځوانان هم په ټلیفونونو او هم په کمپیوټرونو کې له ویډیو ګیمونو سره عادت شوي، چې ویل کیږي د دوی د کار، زده کړو، ګرځیدو او ټولنیزو مجلسونو مخنیوی یې کړی.