لیکنه :بهار سمسور
د اسټرالیا بې رحمه توپ وهونکی الرونډر ګلین مکسوېل وایی د افغانستان خلاف په لوبه کې راشد خان د اسټرالیا لوبډلې ته ستونزې جوړولی شي.
نوموړي کریکټ ډاټ کام سره د افغانستان او اسټرالیا پر راتلونکي لوبه خبرې کړي دي او ویلي یې دي؛دوی شاید د افغانستان خلاف د لوبې د پلان پر بنیاد ټول پلان راشد خان ته ونیسي.
راشد یو خطرناک سپینر توپ اچونکی دی،بیخي زیات؛دی هغه توپ اچونکی دی چې سل چټکې ویکټې یې تر لاسه کړي دي.
که زه هر څومره هڅه کوم چې په هغه باندې منډې جوړې کړم، خو دا کار نه کیږي.
مکسوېل هغه اسټرالیاوی لوبغاړی/توپ وهونکی دی چې د راشد خان خلاف تر نورو ښه لوبیدلی نوموړي د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د میلبرون سټارز په ګټه د راشد خلاف چې د ایډلیډ سټرایکر غړی دی ښه لوبیدلی هم دی.
شاید مکسیول خپلې دغه تجربې د اسټرالیا له نورو توپ وهونکو سره هم شریکي کړي،په خپله د استرالیاوۍ لوبډلې بیلیز لوبغاړی او کپتان ایرن فېنچ هم د راشد خان خلاف لوبیدلی ولې دومره مثبت نه دی ثابت شوی.
مکسویل کریکټ ډاټ کام سره په خبرو کې ویلي:په بېګ باش لیګ کې به مو کله، کله د راشد خان د ایډلیډ لوبډلې نور توپ وهونکي ټارګېټ کړل او د ده له توپ اچونې سره به ارام لوبیدو؛چې شاید دا تکتیک د افغانستان خلاف په لوبه کې هم وکاروو.
نوموړی وایی د نړۍ په کچه راشد خان او سنیل ناراین هغه سپېن توپ اچونکي دي چې که ته ورباندې د زیاتو منډو جوړولو هڅه کوې دا کار نه کیږي.
موږ به د دې اونۍ په پای کې د خپل وروستي پلان وروسته دا تصمیم نیسو چې ایا راشد خان تر برید لاندې راولو کنه د ده پر ځای د افغانستان پر چټکو او نیمه چټکو توپ اچونکو حمله وکړو.
د دې خبرو تر شا شاید د مکسوېل او اسټرالیاوي توپ وهونکو د تېر ۲۰۱۵ کال نړیوال جام خوند هم په خوله کې وي چې د افغان بالرانو خلاف یې برید وکړ ؛د وارنر،سمېت او مکسوېل بې رحمه توپ وهنې له افغان توپ اچونکو لار ورکه کړې وه او تر ۴۰۰ یې منډې واړولې.
خو اسټرالیا دې دا نه هېروي چې دا ځل له یو نوي افغانستان سره په ۲۰۱۹ کال کې مخ شوي دي او دا ځل افغانستان له غټ بدلون او غښتلې لوبډلې سره چې زیاتره قوي شعبه یې توپ اچونه هم ده مخ شوي دي.
خو که نور هر څه وي اسټرالیا به اوس یوازې پر دې پلان کار کوي چې څنګه او پر کومو تکتیکونو د افغانستان له ماتې ځان بج کړي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به د راتلونکي شنبې په ورځ د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د اسټرالیا خلاف د افغانستان پر وخت د مازدیګر ۵:۰۰ د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.