
ليکنه: مدثر دعوت
افغان ۱۵ کسيزه لوبډله اوسمهال په انګلستان کي ده.
د کريکټ ملي لوبډلي د نړيوال جام لپاره د تياري په موخه ۲ تمريناتي لوبي ترسره کړې.
لومړۍ لوبه يې دپاکستان څخه وګټله او دويمه لوبه يې د انګلستان په وړاندي وبايلله،خو په نړيوال جام کي يې لومړۍ لوبه د د جون مياشتي په لومړۍ نيټه د اسټراليا سره ده.
شاید تاسو د افغان کريکټرانو له ډيرو خويونو،رازونو او خبرو خبرياست.
شايد ځيني کريکټران مو ملګري وي ياهم درته موقع برابره سي چي ميلمستيا ورته وکړئ.
خو پدې به نه ياست خبر چي د ځينو افغان لوبغاړو د خوښي خواړه څه شي دي؟
پدې ليکنه کي به شهزادمحمدي،ګلبدين نائب،نجیب الله ځدران او ځينو نورو افغان لوبغاړو د خوښي وړ خواړه وپيژنئ.
محمدشهزاد
د افغان لوبډلي بريدګر توپوهونکی شهزادمحمدي چي وزن يې بې اندازې ډير دی او په تنه هم ټيټ دی د وريجو ډير شوقي دی.
شهزاد وايي که څه هم ډاکترانو د وريجو د خوړلو څخه منع کړی يم خو زه چي هرکله ميلمستيا ته ځم نو کوښښ کوم چي ډيري وريجي وخورم.
شهزاد وايي کابلي پلو د نړۍ تر هر ډول خوندورو خوړو راته اهمیت لري او کله چي د ملګرو سره ميلمه کيږم نو ورته وایم چي کابلي پلو باید پر دسترخوان وي.
راشدخان
د ګوګلي ماسټر راشدخان چي د کريکټ په نړۍ کي ځانګړی نوم لري،د باربيکيو سرسخته مينوال دی.
نوموړی وايي روش مي هم خوښيږي او د شينواري تيکه او شوله هم خوندوره ده .
راشد وايي د افغانستان په هر کونج کي چي له چا پوښتنه وکې د شينواري تيکه به پيژني خو دی وايي زه ځانګړې مينه ورسره لرم.
حضرت الله ځاځی
حضرت ځاځی چي په ډير لږ وخت کي د کريکټ په نړۍ کي مشهور سو او يو بریدګر توپوهونکی دی د شهزاد په څير د وريجو شوقي دی.
حضرت وايي د ډنډکي په نوم خواړه چي وريجي،قورت او غوړي سره يوځای کيږي، په خوړلو يې نه مړيږم.
نوموړی وايي څو عمر مخکي د پکتيا ولایت د ځاځيو سيمي ته ولاړم پداسي حال کي چي سخته ګرمي هم وه خو مايې اوبه تر نیم ګيلاس اضافي نه سوې څيښلای، ځکه طبعاً ډيري يخي وې.
نجيب الله ځدران
نجيب الله ځدران چي د هرډول پيچ او هوا سره جوړ لوبغاړی دی د لوبيا شوقي دی.
نجيب وايي لوبيا مي بې اندازې خوښه ده.
دده په وينا موږ ته خوند راکوي چي بيلابيل د خپلي خوښي خواړه وخورو خو يو مسلکي لوبغاړی مجبور دی چي له هر ډول خوړو پرهيز وکړي.
خو داچي لوبيا هم قوت دی او هم پرهيز،نو زما هم خوښيږي.
افتاب عالم
افغان توپ اچوونکی افتاب عالم بيا تر نورو لوبغاړو متفاوت خوراک خوښوي.
افتاب عالم وايي چي کله د ملي لوبډلي سره يوځای يم زموږ ټرينر حتی د وچي ډوډۍ اجازه لا نه راکوي،خو زه چي کله جلال اباد ته ځمه نو هلته ماهيان خورم.
افتاب وايي په ننګرهار کي ماهيان ډير دي او زه يې هم ډير شوقي او د ماهيانو ترڅنګ سيخ کباب هم خوښوم.
ګلبدين نائب
د افغان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ګلبدين نائب بيا د هر ډول افغاني خوړو شوقي دی.
ګلبدين وايي چي د نړۍ په هر کونج کي يم ځان افغاني رسټورانټ ته رسوم او هلته پرې خپله مينه ماتوم.