
د انګلستان خلاف د می په ۲۷ مه نېټه د دوشنبې په ورځ افغان لوبډلې د انګلستان د لندن ښار په کېننګټن اوول لوبغالي کې لوبه وکړه.
دې لوبه کې د افغان توپ وهونکو څو تېروتنې او ستونزې وې، چې دې ستونزو افغان لوبډله تر ۱۶۰ منډو محدوده کړه.
لومړۍ ستونزه
له محمدنبي او نورعلي پرته د نورو توپ وهونکو ستونزه دا وه، چې د ډېری توپ وهونکو زړه تنګېده او په کريس یا ویشتن ځای کې یې د پاتې کېدو یا سټی ځواک له لاسه ورکاوه او د شاټونو هڅه یې کوله، همغه وو، چې په بې صبرۍ سره یې ژر، ژر وېکټې له لاسه ورکړې.
اصغر افغان، ګلبدین نایب او افتاب عالم د همدغې ستونزې ښکار شول.
د لوبغاړو بې صبري د افغان لوبغاړو ستره ستونزه ده، چې باید یو ورځنیو لوبو کې دوی ودرېږي او سېنګل او ډبل جوړکړي.
افغان توپ وهونکي له محمدنبي عیسی خېل، رحمت شاه او حشمت الله شهیدي پرته ټول تخنیکي نه لوبېږي، بلکې په زور سره توپ وهنه کوي.
هر وخت زور بریالی او مثبت نه وي، هېټېنګ په وروستیو اورونوکې پکار وي، خو په منځنیو اورونوکې باید ګېپونه زیات ولوبول شي او تخنیکي لوبه وشي.
دوهم؛ د باډي لاین توپونو ستونزه
باډي لاین توپونه هغه دي، چې له ګوډ لاین او فول لاین څخه بونس اخلي او د توپ وهونکي له پښو پورته د توپ وهونکي په بدن ورځي.
په حضرت الله ځاځي د جوفرا ارچر توپ همداسې ورغی؛ دا توپ لږ اف سټم طرف ته و؛ خو ځاځي د توپ د فول کولو هڅه وکړه؛ نوموړي څخه توپ اېج واخېست او په سرکل یا دایره کې د معین علي له خوا کېچ شو.
په اوپننګ کې د ځاځي وېکټ ژر لوېدل ستونزه جوړوي.
ورپسې ون ډاون توپ وهونکی رحمت شاه زُرمتی هم د جوفرا ارچر په باډي لاین بال کېچ شو، هغه د لاین بال لوبولو هڅه په لېګ سټم وکړه؛ زرمتي د ټایمېنګ کوښښ وکړ، چې توپ د سرکل یا دایرې فیلډر له سر چې مېډ آن کې ولاړ و، ولوبوي؛ خو توپ یې له ډګر ساتونکي ونه شو اړولی او لیام پلنکېټ ترې اسانه کېچ ونیو.
د اوپنر او ون ډاون ژر اوټ کېدل د لوبډلې د ملا تیر نړېدل دي.
رحمت شاه زرمتي باید دغه توپ دفاع کړی، یا یې پوره فول کړی وای او یا یې هم په اف سایډ خالي ګاه کې لوبولی وای، بیا زرمتی بریالی وای.
نو ډېری افغان لوبغاړي باډي لاین توپ سره ستونزه لري او باید پرې کار وکړي.
دریم د ملګرتیا نه جوړول
په ۹۰ سلنه یو ورځنیو لوبو کې افغان لوبغاړي ملګرتیا نه شي جوړولای او وېکټې ژر، ژر لوېږي.
د انګلستان خلاف لوبه کې یواځې محمدنبي او افتاب عالم ۳۵ منډې ملګرتیا وکړه؛ نو له شلو منډو زمونږ ملګرتیا نه ده اوښتې، په یو ورځنیو لوبو کې د لوبغاړو او وېکټو ملګرتیا او واټن بنسټيز رول لري؛ نو د افغان لوبغاړو زیاتره لوبو کې دا ستونزه شته او باید حل شي.
څلورم د وېکټو ترمنځ د منډې وهل
په دې لوبه کې بله ستره ستونزه د وېکټو ترمنځ په همغږۍ د لوبغاړو منډه وهل وو، افغان لوبغاړو دوه سترې او قېمتي وېکټې د رن اوټ ښکار کړې.
شهیدي او نجیب الله ځدران دوه پیاوړي ټآپ ارډر او منځني توپ وهونکي دي؛ د داسې لوبغاړو ژر له لاسه ورکول د لوبډلې د منډې ستنې نړوي او لوبډله د زوال کندې ته ورغورځوي.
افغان لوبغاړي باید د وېکټو ترمنځ رنېنګ کې ډېر احتیاط وکړي او په یوه منډه باید ستر لوبغاړی له لاسه ور نه کړي.
دې ستونزو ته باید افغان رهبري غړي یا روزونکي جدي حل وګوري.
د ډګر ساتنې ستونزه اوس هم په خپل ځای پاتې ده، د جېسن رای کېچ په سر کې له دولت څخه ډراپ شو، ورپسې د محمدنبي په وروستیو اورونوکې د جو روټ کېچ په وېکټ ساتنه له رحمت شاه زرمتي ډراپ شو.
که د جېس رای او روټ کېچونه اخېستل شوی وای، انګلستان به زیاتو ستونزو سره مخ شوی وای.
جېسن رای د حضرت الله ځاځي په څېر برید کوونکی توپ وهونکی دی، او برید کوونکي توپ وهونکي ته چانس ورکول په خپله لوبډله د ماتې عریضه کول دي.
که ځاځي ته انګلستان چانس ورکړی وای؛ نو په انګلستانیانو یې پولې ستړې کولې؛ خو هغوی هیڅ تېروتنه ونه کړه او خورا ښه ډګر ساتنه انګلستاني توپ نیوونکو وکړه.
جاني بېرسټو د محمدنبي شپږیزه کېچ کړه او د محمدنبي نیمه سلیزه یې په اوبو لاهو کړه.
که افغان لوبډلې پوره اورونه لوبولي ټارګېټ له ۲۵۰ لوړېده؛ نو بیا د ښه فیلډينګ په وسیله ترې دفاع شونې وه.
که افغانستان نړیوال جام کې همدا ستونزه ولري او همداسې تېروتنې وکړي؛ نو بیا دې د یوې بریا تمه هم نه لري.
د لوبغاړو د ښو لوبو په هیله.