ارواپوهان: لوڅ فلمونه لیدل د ښځې او خاوند ژوند بربادوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ارواپوهنې د برخې څيړونکي وايي، چې د لوڅو فلمونو یا فورن لیدل د ښځې او خاوند اړیکې خرابوي او ان خبر تر طلاق رسیږي.
داسې یو ناسم باور هم موجود دی، چې د لوڅو فلمونو لیدل “ساړه” میړونه او ښځې هوسوي او زیات مراقبت ته يې هڅوي، خو دا کار یواځې په لومړي سر کې شاید ګټور وي؛ ولې وروسته په یو لاعلاجه ناروغۍ بدلیږي.
هغه میړونه، چې لوڅ فلمونه ګوري، خپلې ښځې ورته ورو، ورو د جنسي غریضې د مړولو او خوند اخیستلو یوه وسیله ښکاري. دوی شاید متوجه شوي نه وي او نه هم دا ادعا ومني، بلکې دا یو حقیقت دی، چې په فورن مبتلا میړونه د خپلې میرمن رواني وضعیت، شخصیت، او احساس ته احترام نه لري؛ یواځې او یواځې د سیکس یوه وسیله يې بولي او د هغې د جسم سره مینه لري.
که حالت همداسې دوام وکړي، د ښځې او خاوند ترمینځ یو بل ته جنسي میل ورځ تر بلې کمیږي؛ له یو بله خوښ نه وي، او پایله کې يې یوه په صمیمت ولاړ اړیکه نړیږي او یو له بله جلا کیږي.
ولې د لوڅو فلمونو کتل دومره مضر دي؟
لومړی خو دا، چې لوڅ فلمونه (فورن) یو بازاري او د ګټې وټې څیز دی، چې هیڅ ډول حقیقي او صمیمي جنبه نلري. د لوڅو فلمونو لوبغاړي، د بېلابېلو کیمیاوي درملو په زور، هڅه کوي چې ځان غښتلی وښيي. په داسې حال کې چې په بربنډو فلمونو کې نه هم نارینه دومره غښتلي دي او نه هم ښځینه هومره لذت وړي، څومره يې چې دوې بازار ته وړاندې کوي او خلکو ته يې ښيي.
کله چې عام خلک دا ډول فلمونه ګوري، له خپل ځان او ملګرې هم ورته تمه لري، چې هیڅکله په یو حقیقي ژوند کې امکان نه لري.
ځینو هغو خلکو چې رواني ډاکترانو ته مراجعه کړې او منلې يې ده، چې د لوڅو فلمونو معتاد وه، ویلي، “ګډ ژوند يې ځکه پای ته ورساوه چې د بربنډو فلمونو په څېر هومره دوی نه یو بل قانع کولای شول او نه يې هم د فلم هغه صحنې هیرولای شوې.”
دوهم، په دې فلمونو کې د ښځو په وړاندې یو ډول تبعیض او تحقیر موجود دی. ددې فلمونه ډیر يې نارینو ته په ذهن کې دا ورپيچکاري کوي، چې ښځې یواځې د سیکس یوه وسیله ده؛ ګټه ترې واخلئ او مخ ترې واړوئ.
اما دا په شریک او ریښتیني ژوند کې هیڅکله امکان نلري. تر هغې چې یو خاوند خپلې میرمن ته د یوې ښځې په توګه پوره درناوی ونکړي؛ د هغې احساس او رواني وضعیت درک نکړي او د هغې جنسي رضایت او قناعت ته پام ونکړي، هیڅکله هم یو خوښ ګډ ژوند نشي جوړولای.
که په لنډو ټکو يې ووایو، هغوی چې د بربنډو فلمونو مینوال دي، د ښځو په ظاهري وجود او باډي میین دي او د هغوی د احساساتو هیڅ قدر ورسره نشته. دا پخپله د ګډ ژوند د بربادۍ لپاره لوی ګواښ دی.
دریم، هغه کسان چې په دومدار ډول بربنډ فلمونه ګوري، په رواني او عقلاني لحاظ نارامه او عصباني وي. دوی ډیر کله په دې سوچ کې وي، چې څنګه او چیرته یو څوک پيدا کړي، چې خپل خواهش پورې کړي. دغه ډول غوښتنې هغوی هیڅ ډول ذهني ارامتیا او سکون ته نه پریږدي، چې په پایله کې يې هغوی په خپلو خواهشاتو کنترول له لاسه ورکوي.
څلورم، اروپوهان ادعا کوي، هغه میړونه چې بربنډ فلمونه ګوري، د خپلې ښځې سره يې نه یواځې دا، چې جنسي رابطه کمیږي، بلکې ځینې يې په خپل شریک کله آن شکمن کیږي هم.
پينځم، هغوی چې فورن فلمونه او تصویرونه د زده کړې په موخه هم ګوري، احتمال دی، چې پرې عادت شي. ارواپوهان وايي، د لوڅو فلمونو په کتلو سړی داسې عادت کیږي، لکه څنګه چې یو سړی په سګریت او نورو نشه يي توکو عادت کیږي.
شپږم، په لوڅو فلمونو مبتلا کیدل انسان په اخلاقي لحاظ کمزوری کوي، او ډیر کله دا ډول خلک ټولنیز او فرهنګي ارزښتونه ماتوي.
اووم، د بربنډو فلمونو کتل انسان په ټولنیز لحاظ انزاو او تنهايي ته ټیل وهي. د جرمني یو شمېر ارواپوهانو موندلې، چې د لوڅ فلمونو د لیدو سره د انسان په مغزو او وجود کې یو شمیر هورمونونه افرازیږي، چې ورسره د انسان په چال چلند او ټولنیز سلوک کې د پام وړ بدلون راځي. دوی تر ډیره پورې ځانتوالی او تنهايي خوښوي او له خلکو لرې اوسي.
څنګه د بربنډو فلمونو له اعتیاد ځان خلاص کړو؟
ددې لپاره، چې د لوڅو فلمونو له کتلو ځان ته نجات ورکړۍ، تر هر څه وړاندې باید له ځان سره وعده وکړئ. ژمنتیا مهمه ده! له ژمنتیا او تعهد وروسته، د ځان لپاره بوختیا پیدا کړئ. کتاب ولولئ؛ کار وکړئ؛ ویده شئ، او یا هم ملګرو سره مجلس وکړئ. تنهايي او ستړیا دواړه سړی د فورن کتلو ته هڅوي.
که د فورن کتلو بیخي عادت شوې اوسئ، نو د یو څه وخت او یا هم د تل لپاره خپل سمارټ (ځیرک) ټيلفون په ساده موبایل بدل کړئ.
پایله:
له اوږده بحث وروسته، موږ دې نتیجې ته رسیږو، چې د لوڅو فلمونو لیدل نه یواځې دا چې د ښځې او خاوند ترمینځ صمیمي اړیکې خرابوي، بلکې انسان په رواني او اجتماعي لحاظ هم له ستونزو او کړاونو سره مخ کوي. له دې سربیره، یو شمیر بیولوژیکي او فزیالوژیکي ناروغیو باعث هم کیږي.