
رمیز راجا د پاکستان پخوانی کرکټر او اوسنی ښه مبصر دی. دی وایي د پاکستان په تاریخ کې افغانستان، پاکستان ته ښه ماته ورکړه، دا تمریناتي لوبه پاکستان وبایلله او د پاکستان پر کرکټ لوبډله یې یو ریکارډ جوړ کړ.
د راجه نورې خبرې:
پاکستان ډېره خرابه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، د افغانستان د بالېنګ مقابله ونه شوه، له پنځوس اورونو مخکې، مخکې پاکستاني لوبغاړي وسوځېدل.
دوی له تخنیک هیڅ کار وانخېست، د افغانستان د سپېن بالرانو خلاف دوی هېڅ ښه نه و، دوی باید له افغان سپېن بالېنګ ووېريږي.
د دوی شاټونه د افغان سپېن بالرانو پر وړاندې هیڅ ښه نه وو، په دوی یې فشار وارد کړ.
د افغانستان سپېن بالېنګ خورا فوم کې دی او نړۍ کې خطرناک هم دی.
د ټارګېټ چېس کول
حضرت الله ځاځي په اوپننګ کې خورا ښه کارکرده ګي وکړه، ده د چټکو رغوونکو منډو بنسټ کېښود، لوبډلې ته یې خورا ښه سټارټ ورکړ.
ځاځي په پاکستانۍ لوبډلې او بالرانو فشار وارد کړ او افغانستان کرکټ لوبډله یې خورا ښه مخته یوړه.
په ۲۸ توپونو ۴۹ منډې کول ښې وې.
د ۲۶۲ منډو پوره کول له پاکستانۍ لوبډلې اسانه نه و.
حشمت الله شهیدي خورا ښه لوبه وکړه، که څه هم شاهدي د پاکستان بالېنګ اټېک ښه یاد کړ، خو بیا هم نوموړي ښه فایټ او مبارزه وکړه.
۱۹۹۷ م کال اسیا جام کې پاکستانۍ لوبډلې خورا ښه بالېنګ کړی و.
رمیز وایي تخنیکي برخه کې پاکستان بیخي کمزوری و، سرفراز احمد سوچ کاوه چې دا یوه اضافي لوبه ده، د لوبې کنټرول ورسره ډېر نه و، سټرایک یې په ښه انداز نه بدلېده، د هغه لوبډلمشري ښه نه وه، زه د پاکستان د بالېنګ لوبډلمشرۍ په اړه وایم، چې بالېنګ یې بیخي درست نه و.
پاکستان د لوبې د بایللو سوچ نه درلود؛ خو ماته یې هم وخوړه.
دایره کې پاکستان یو څه ښه لوبه وکړه، افغانستان یوه ستره لوبه وګټله او دا د رسنیو د سرټکی دی.
افغانستان راروان نړیوال جام ته خورا ښه ولاړ.
پاکستان نن له بنګله دېش سره دوهمه تمریناتي لوبه لري.
اوس که پاکستان د بنګله دېش خلاف لوبه ګټي او بیا نړیوال جام کې لوبه ګټي باید ښه کارکرده ګي وکړي او د تخنیکي لوبې نه ښه کار واخلي.
د افغانستان پاکستان لوبه په کاونټي ګراونډ، برېسټول سیمه کې وشوه، په دې لوبغالي لومړۍ توپ وهنه ډېره بریالۍ ده، دوهمه پاڼۍ کې لوبډلې نه دي توانېدلي، چې ورکړل شوی هدف پوره کړي.
خو افغانستان وکړای شول، چې ۲۶۳ منډې هدف پوره کړي او د کرکټ نړۍ ولړزوي.
په دې لوبغالي په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۴ اوسط منډې جوړې شوي او دوهمه پاڼۍ کې بیا ۲۱۶ اوسط منډې دي.
خو افغانستان دا ریکارډ په دوهمه پاڼۍ کې د منډو په چېس کولو سره مات کړ.