د ژوند یو ښه شریک باید دا ځانګړنې ولري

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ستاسو د ژوند یو ښه او غوره شریک باید څه ځانګړنې ولري؟ د دې لیکنې په دوام په هغو ځانګړتیاوو باندې رڼا اچوو، کومې چې د ژوند یو ښه شریک یې باید ولري. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
۱ ـــ ستاسو تېرې تېروتنې هېروي
د ژوند یو ښه شریک، ستاسو تېر نالیدلی نیسي او هېڅکله له هغو تېروتنو څخه یادونه، نه کوي، کومې چې ستاسو اړیکې ته هېڅ ګټه نه رسوي.
۲ ـــ پرتله کول نه کوي
د ژوند یو مناسب شریک د انسانانو توپیرونه درک کوي او په دې باندې پوهېږي، چې هر انسان خپل پیاوړي او کمزوري ټکي لري، له دې امله تاسو له نورو سره نه پرتله کوي.
۳ ـــ په دوه اړخیزه اړیکه باندې باور لري
هغه باید پوه شي، چې یوه روغه او سالمه اړیکه د دواړو اړخونو په هڅې پورې تړلې ده او باید د هغو ترمنځ توازن ټینګ وي. یوه اړخیزه اړیکه به له ګڼو او بې شمېره ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.
۴ ـــ ستاسو یوازېتوب ته درنښت کوي
هر کس یوازېتوب ته اړتیا لري. د ژوند شریک مو باید د خصوصي حریم په مانا باندې پوه شي. هغه کسان، چې دا قانون نه مراعاتوي، له یوې مودې وروسته، له یو بل څخه ستړي کېږي او په اړیکه کې د وېرې او ډار احساس کوي. بیا هم وایم، په هر څیز کې توازن اړین دی، حتا له یو بل سره په اوسېدو کې.
۵ ـــ له تاسو سره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي
د ژوند یو ښه شریک، له تاسو سره اړیکې او خبرو اترو ته په خپلو نورو کارونو باندې لومړیتوب ورکوي. له یو بل سره، له خبرو اترو پرته، کوچنۍ ستونزې په سترو او نه حل کېدونکو ستونزو باندې بدلېږي. تاسو باید د خپل ژوند له شریک سره، په خبرو اترو کې آزاد واوسئ او ډاډه اوسئ، چې خبرې مو اورېدل کېږي. د یوې اړیکې د دوام لپاره خبرې اترې حیاتي ارزښت لري.
۶ ـــ ساده دی
د ژوند یو ښه شریک، اړیکه په یوې پېچلې لوبه باندې نه بدلوي. هغه له هرې ستونزې سره په ډېرې ساده ګۍ چلند کوي، د غوسه ناکو غبرګونونو او یا شاته تګ پرځای، له تاسو سره خبرو ته کېني.
۷ ـــ ستاسو د خوب رګ پېژني
هغه ستاسو د مینې له ژبې څخه خبر دی او په دې باندې پوهېږي، چې څه وخت باید ستاسو ترڅنګ حضور ولري، له تاسو سره په خبرو کې له کومو لغتونو څخه ګټه واخلي یا ستاسو لپاره څه ډول ډالۍ واخلي، ترڅو خوشاله شئ. په بله وینا هغه باید ستاسو د خوب په رګ باندې پوه شي.
۸ ـــ شوخ طبیعته دی
شوخ طبیعتي د ژوند د شریک له ځانګړتیاوو څخه ده، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د هغه لپاره یوه ټوکه ووایئ او له یو بل سره وخاندئ.
۹ ـــ منطقي دی
داسې یو څوک وټاکئ، چې له تاسو څخه منطقي هیلې ولري. موږ ټول انسانان کله وخت تېروتنه کوو او دا یوه طبیعي چاره ده، هغه نباید تاسو ته له هغو معیارونو څخه وغږېږي، چې خپله ورته ژمن نه دی.
۱۰ ـــ خپل ځان یې پېژندلی دی
کله وخت موږ له نورو څخه ځینې تمې لرو او کله چې هغوی یې پوره کولای نه شي، نو ناهیلي کېږو. موږ باید په خپل ځان کې دومره اړین مهارتونه پیاوړي کړو، ترڅو هېچا ته اړ نه شو. عاطفي اړیکه باید یوازې د ځان پېژندنې د پیاوړتیا لپاره یوه لاره وي.
۱۱ ـــ خوشبین دی
د ژوند شریک مو له تاسو او اړیکې څخه خوشبینانه تمې لري. هغه منفي افکار له ځانه لرې کوي او په ښې او اوږد مهالې اړیکې باندې باور لري.
۱۲ ـــ مسؤولیت منونکی دی
هغه نباید تاسو یوازې د خپلو ټولو خوښیو سرچینه وګڼي. هرڅوک د خپل ژوند د خوشالۍ مسؤول دی. تاسو کولای شئ د دې خوښۍ ستره برخه واوسئ، خو نه ټوله.
۱۳ ـــ خپل احساسات کنټرولوي
د ژوند یو ښه شریک تاسو ته درنښت کوي، تل درباندې نیوکه نه کوي او نه مو کنټرولوي او د نورو په وړاندې د شرمنده ګۍ او خجالت سبب مو نه جوړېږي.
۱۴ ـــ وخت له تاسو سره وېشي
همغږي ستاسو د ژوند د مناسب فرد یوه بله ځانګړتیا ده، هغه د ټیمي کار له ارزښت څخه خبر دی او ښه پوهېږي چې: (له یوه لاسه ټک نه خېژي).
۱۵ ـــ خپلواک دی
هغه د باور وړ او مسؤول دی او هر کله، چې اړتیا ولرئ، نو ستاسو ترڅنګ ولاړ دی.
۱۶ ـــ له تاسو څخه ملاتړ کوي
د ژوند شریک مو تاسو هڅوي، ترڅو غوره واوسئ. ستاسو له بریا څخه نه وېرېږي او تل ستاسو ښېګڼه غواړي.
۱۷ ـــ تل د اړیکې د ښه والي لپاره هڅه کوي
د ژوند یو ښه شریک پوهېږي، چې یوه اړیکه پاملرنې او هڅې ته اړتیا لري، نو له دې امله ډېره زیاته هڅه کوي، ترڅو اړیکه په ښه بڼه مخته لاړه شي.
۱۸ ـــ وبښه ویلی شي
هغه کس، چې ځان پوهېدنې ته رسېدلی وي، کله چې تېروتنه یې کړې وي، نو د (وبښه) له ویلو څخه نه وېرېږي.
۱۹ ـــ ستاسو تر ټولو ښه او غوره دوست دی
د ژوند یو ښه شریک، باید ښه دوست هم وي. کله چې یوه اړیکه له ستونزې سره مخامخ کېږي، د دواړو لورو ترمنځ دوستي او صمیمیت دی، چې ژغوري یې.
۲۰ ـــ رښتینی او د باور وړ دی
هېڅکله تاسو ته دروغ نه وایي. که چېرې له کوم بل چا سره یې لیده کاته کړي وي، نو دا غوره ګڼي، چې له تاسو سره اړیکې ته د پای ټکي کېږدي، تر دې چې دوکه درکړي او د ځور او خپګان لامل مو شي.
په پای کې باید ووایم، چې موږ ټول انسانان یو او طبیعي ده، چې نه شو کولای، د ژوند د یوه شریک په توګه په بشپړ ډول ښه او بې نیمګړتیاوو واوسو، خو د ژوند یو ښه شریک له پورته یادو شویو ځانګړتیاوو څخه د ډېریو لرونکی دی.