
تاسې د می د ۲۴ مې نېټې د جمعې ورځې لوبه ننداره کړه او هم مو د یاران وېب پاڼې او فېسبوک پاڼې د هغې لوبې هر اړخیز معلومات او د ګټلو ارزښتونو باندې شاید لوستي/اوریدلي وي.
تازه په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني بالر پر وړاندې د حضرت الله ځاځي د پنځه څلوریزو او ۲۱ منډو اخېستلو په اړه افغان ننداره کوونکو داسې یوه ویډیو جوړه کړې، چې په پښتو ژبه د لاس په خورولو سره پاکستاني ته وایي چې ځئ بچی ځئ.
هغه لوبه چې ځاځي پکې پاکستانی بالر په لومړیو دریو توپونو کې په درې څلوریزو سره عصباني کړ. توپ اچوونکي شاهین افریدي د څلورم توپ په مِس کولو سره، افغان شل کلن ریکارډي توپ وهونکي پسې ورغی او ویې وننګاوه.
ځاځی نه یواځې دا چې خطرناک توپ وهونکی دی، بالر ته یې په همغه وخت داسې ښکاریده چې د لاس په اشاره د بل بال کولو.
ورپسې دوه توپونه ځاځي څلوریزې کړې، د دې دوه څلوریزو په وهلو سره ځاځي ۲۰ منډې له شاهین افریدي واخېستې، یو وایډ یې هم وکړ، په یو اوور کې ټول ټال ۲۱ منډې راغلې.
ځاځي یو ځل بیا هغه د وروستیو دوو څلوریزو څخه پس په هماغه سټایل وننګاوه او پاکستانی بالر یې ته یې ځان وښود.
شاهین افریدی شل کلن چټک کیڼ لاسی بالر دی، دی تل پاکستان ته ښې وېکټې اخلي، د انګلستان خلاف یې یوه لوبه کې څلور او بله کې درې وېکټې اخېستې وې.
https://www.youtube.com/watch?v=vTSDsJYj5sc
د افغانانو د ریشخندي ویډیو تر څنګ کرېک ټرېکر وېب پاڼې هم د همغې صحنې انځور رااخېستې، چې ځاځی پکې شاهین افریدی په څلوریزو سره شړي.
له دې لوبې وروسته پاکستانیانو هم په خپل ټیم نیوکې کړي. ځینو یې شاهین افریدي ته لیکلي چې ویکټ نه شې اخیستی او بیټسمین ته برګ برګ ګورې. ځینو بیا لیکلي چې زیمبابوې سره مو باید میچ کړی وای، یو درد مو نه و غلی چې بل راجوړ شو…
د ځاځي او شاهین افریدي پرتله
که شاهین افریدی پښتون دی؛ نو په قبیلوي لحاظ حضرت الله ځاځی هم پښتون دی او د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی.
که شاهین افریدی چټک بالر دی؛ نو حضرت الله ځاځی بیا توپاني او چټک توپ وهونکی دی.
که شاهین افریدی کیڼ لاسی وېکټې اخېستونکی توپ اچوونکی دی؛ نو حضر ت الله ځاځی بیا ریکارډي کیڼ لاسی توپ وهونکی دی.
که شاهین افریدی ځوان لوبغاړی دی او شا او خوا شل کاله عمر لري؛ نو ځاځی هم د ځوانۍ په جم او جوش کې دی او ۲۱ کاله عمر لري.
شاهین افریدی تر ځاځي بیا په لوبه کې ډېر کمزوری دی، شاهین افریدي ته پاکستان کې د پاکستان مېچل سټارک وایي؛ نو حضرت الله ځاځي ته خلک بیا د هسکو شپږیزو له امله افغانی کرېس ګېل وایي، که مېچل سټارک خطرناکې یارکرې غورځوي؛ نو کرېس ګېل بیا هسکې شپږیزې وهي او د شپږیزو پاچا په نوم یادېږي.
شاهین افریدی تر اوسه د کرکټ په نړۍ کې هیڅ ریکارډ نه لري؛ خو افغان کرېس ګېل او پیاوړی ځوان ځاځی بیا په یو اوور کې د شپږ، شپږیزو ریکارډ لري.
ځاځی په یوه شل اوریزه لوبه کې د ۱۶۲ ناسوځېدلو منډو ریکارډ لري، په یوه پاڼۍ کې تر ټولو د زیاتو شپږیزو کارنامه لري، ۱۶ شپږیزې یې په نړۍ کې خورا نامي دي.
ځاځی د نړۍ د شل اوریزو لوبو تر ټولو د سترې ملګرتیا ریکارډ لري، په ایرلېنډ یې له عثمان غني سره په لومړۍ وېکټ ۲۳۵ منډې ملګرتیا په نړۍ کې بې مثاله ده او تر اوسه پورې هیڅ کُف او سیال نه لري.
ځاځی د لا نورو ریکارډونو په دُرشل کې دی او مونږ او تاسو ټول ورته سترګې په لار یو.
نړیوال جام کې یې د نورو افغان اتلانو ترڅنګ د خورا ځلېدو په هیله.