لیکنه: بهار سمسور
کریکټ په افغانستان کې د ځوانۍ مراحل طی کوي؛ داسې چې د ګوتو په شمېر کلونه کیږي، چې افغانستان د کریکټ ملي لوبډله لري.
دغې لوبډلې ځینې سختې ورځې هم لیدلې خو تر ډېره یې د سیالانو خلاف ښه لوبه هم کړې.
همدا سبب دی چې کریکټ په افغانستان کې د هر فرد په زړه کې ځای لري.
د هېواد هر وګړی د خپلې ملی لوبډلې لوبې تعقیبوي، خو ځینې اندیښنې هم لري.
څوک وایي ایا پر تلویزیون شته؟
څوک وایي له پلانۍ لوبډلې یې نه شو ګټی.
او…
خو افغان لوبډلې تر پرون مخکې هم زیاتې لوبې کړي دي؛ ځینې قوي لوبډلې یې هم ماتې کړي دي.
ولې د پرون لوبې ته په هېواد کې د ننه او بهر هر مینوال په ځانګړي ډول سره انتظار و؟
یوازې دا دلیل چې د افغانستان لوبه ده؛ کنه بل څه هم و؟
هو!
افغانستان پرون له پاکستان سره مخ و.
هغه نوم چې د کریکټ لوبډلې ته یې یو وخت همدې افغان کریکټ مینوالو چکچکې وهلې، په شنه لباس کې د عمران خان، انضمام الحق او یونس خان تر هغې مخکې د سقلین مشتاق او نورو لوبډله یې خپله لوبډله ګڼله، اوس یې هم ځینې افغانان مینوال دي.
دوی دلیل دا رواړي: موږ د کریکټ لوبغاړو مینوال یوو؛ نه د پاکستان. موږ کریکټ له سیاست ځینې لرې پالو. خو ځینې ترې بیا سخته کرکه هم لري.
پرونۍ لوبې ولې غوغا جوړه کړه؟
دا څلورم ځل و چې افغانستان له پاکستان سره د کریکټ په ډګر کې مخ شو، دری سره واره یې افغان لوبډله ماته کړې وه.
پرون افغانستان د نړیوال جام په تمریني لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.
پاکستان ته دغې ماتې ټکان ورکړ.
په خواله رسنیو کې پرې تبصرې، لنډې جملې او حتا داسې خبرې چې ځینې یې خندونکي، هیښونکوي او هم ژړونکي دي.
دغې لوبې وروسته له هغې خلک نور هم په جوش راوستل کله چې د افغانستان په توپ وهنه کې د پاکستاني ځوان پښتون چټک توپ اچونکي شاهین افریدي خلاف افغان کرېس ګېل حضرت الله ځاځي برید پیل کړ، له دریو پرله پسې څلوریزو وروسته شاهین افریدي یو شاټ پیچ بال مېس کړ او ځاځي ته یې څه وویل، خو ځاځي یوازې د توپ وهنې په (چپ)لاس ورته د تلو انداز او اشاره وکړه.
دې تصویر سم دستي د هند له یو معتبر سپورتي سایټ څخه سر راپورته کړ؛ د کریکټ نورو معتبرو رسنیو هم دا تصویر له ځینو جملو سره خپور کړ.
خو د ځاځي تر سوځیدو پورې د دې شیبې شارټ ویډیو کلیپ بیا نو په هېواد کې د ننه مسینجر په مسینجر وګرځیده.
تر دې مخکې د شهزاد محمدي له لوبې وتو هم فېسبوک په سر اخیستی و، خلکو ویل:
( شهزاد ولې داسې وکړل؟. دا دروغ و شهزاد بیا خپل … څرګند کړ. هو شهزاد هیڅ کله د پاکستان خلاف ښه لوبه نه کوي، کیچونه یې هم ځکه میس کړل…)
پورته جملې په فېسبوک کې د شهزاد د پښې د درد او له لوبې وتو وروسته په فېسبوک کې ښکته پورته کیدې.
خو حقیقت دا دی چې د شهزاد د پښې درد و او روزونکي او ډاکټر ورته وویل چې په نورو لوبو کې هم ستا شتون مهم دی؛ باید چې رابهر شې.
لوبه او ډزې
حشمت شهیدي لا د ګټې وروستۍ منډه نه وه پوره کړې چې افغانانو د ټوپکو شپیلۍ اسمان ته نیولې وې.
له هر لوري د سرو مرمیو باران و، خو هیچا هم دا فکر ونه کړ چې دا د مرمیو قطار اسمان ته پورته کیږي؛ کنه بېرته ځمکې ته راګزاریږي؟
دا هغه بد کلتور دی چې افغان ملت کې ځیني بدبخته خلک یې لا هم نه هېروي.
که د چا زوی پیدا شي، ناوې راوړي یا بل د خوښۍ خبر وي افغانان په کور کې مرمۍ نه پرېږدي چې زنګ یې ووهي.
شپه نیمه وه افغان لوبډله چې پاکستان ته په ماتې ورکولو کې ستړې وه او د انګلستان په بریسټول ښار کې یې پاکستانۍ لوبډله په کوانټي لوبغالي کې ماته کړې وه خوشاله وه، نبي، حشمت، راشد او… خوشال و چې خپل ځوریدلي او دردیدلی ملت ته یې لوبه وګټله.
خو له دې نه و خبر چې په هېواد کې یې څه روان دي.
د جمعې د لمانځه پر وخت دیني عالم سمیع الله ریحان په ممبر کې شهید کړای شوی و؛ چې د لوبې له پیل سره سم یې د مرګ خبر هم خپور و، ولې د لوبې له ګټې سره سم د هوایي ډزو له وجهې یو ماشوم، یو بوډا او یو دوه کسان نور زخمي شوي.
نیږدې ټولې لوبډلې خپل ملت ته د دغې بري مبارکي پر خپل فېسبوک او ټویټر ویلې ده.
د افغانستان او پاکستان عام خلک څه وایي؟
زیاتره افغان فېسبوک کارونکو له خوښۍ ډکې احساساتي جملې قطار کړي دي:
«افغانستان پاکستان فتحه کړ. ګلبدین (کپتان) پاکستان فتحه کړ. ځاځیو پنجاب ته د هېواد په سرحد کې هم خپل زور ښودلی. ګلخانانو سخته بده ورځ مو ده. نن په پاکستان کې د تلویزیونونو د ماتولو نړیواله ورځ ده.
د روژه ماتي وعده
افغان بوکسر احمد ولی هوتک تر لوبې وړاندې لیکلي و:
«که مو ننۍ لوبه وګټله تر پنځوسو پورې هېوادوالو ته روژه ماتی کوم.»
او ډیریو یې د اختر لپاره د جامو او ډالیو پوسټونه کړي دي. خو پاکستاني فېسبوک کارونکي بیا غوسه دي:
(سرفراز احمد کپتانه اخېر د زیمباوبې خلاف خو راته رنز وکړه.
پاکستانی ٹیم کی مسلسل خراب کارکردگی کا زمہ دار کون ہے؟
۱: کپتان سرفراز
۲: انضمام الحق
۳: ٹیم کی باولرز
۴: بیٹسمین
ولې د افغانستان او پاکستان تر منځ کریکټ لوبه دومره د احساساتو او جذباتو سره انعکاس مومي؟
د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي او نورې اړیکې مخامخ پر همدې برخه اغېز لري؛ افغان ملت د خپلو ټولو ناخوالو پړه پر پاکستان غورځوي او د ورزش (کریکټ) په ډګر کې هم د غچ هڅه کوي. ځکه نو داسې لوبې هم ورته جالبې وي.
دا یوه تمریني لوبه وه خو افغانستان مخکې نورې د نړیوال جام رسمي لوبې هم لري، چې له همدې پاکستان سره هم مخ کیږي.
وبه ګورو چې په دې مهمه لوبه کې څه کیږي، خو زیات کرکټ پوهان په دې اند دي چې پاکستان تر تاثیر لاندې راغی، شاید راتلونکې لوبه هم ډیره ورته سخته شي.