حامده مقتصد
روژه د خیر او ښېګڼې میاشت ده. په دې میاشت کې زیاتره خلک چې توان لري له بېوزلو سره مرسته کوي.
د روژې فلسفه هم داده چې توان لرونکي او بډای د بې وزلو له حاله خبر کړي.
افغانستان چې په دېرش کلنه جګړه کې زیاتره کورنۍ په کې بې سر پرسته شوي، یتیمان، کونډې او بورې میندې په کې زیاتې دي، نو د هغو بې وزلو شمېر هم په کې ډیر زیات دی چې د ژوند د لومړنیو اړتیاو لکه خوراک، څښاک او جامو په برخو کې د نورو لاس نیوي او ترحم ته اړ دي.
له ښه مرغه په هېواد کې دننه او بهر یو شمیر افغانان شته چې د خپلو بې وزلو هېوادوالو د لاس نیوي او ورسره د مرستې هڅې کوي. په ځانګړې توګه د روژې په میاشت کې موږ په لارو کوڅو سربېره په ټولنیزو رسنیو او تلویزوني خپرونو کې وینو چې یو شمیر توان لرونکې افغانان په بېلابېلو بڼو د بې وزلو د لاس نیوي هڅې کوي او هغوی ته مرستې برابروي.
خو د مرستو څرنګوالی به څنګه وي؟
ددې مرستو ځینې ویډیو ګانې او عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي، یا پرې ټلویزوني خپرونې جوړیږي، ددې پرځای چې د لیدونکو د خوشالۍ سبب شي، ځورونکي وي.
یو چا به د بې وزلو لپاره روژه ماتې چمتو کړی وي، بیا به یې راټولو شویو بې وزلو ته کمرې نیولې وي، او ټولو خلکو ته یې تصویرونه ښودل غواړي.
په ټولنیزو رسنیو کې هم دا ډول عکسونو او ویډیو ګانو سره څوک بیا بیا مخ کیږي چې په کې د خیرات او مرستې تر لاسه کونکو انساني وقار او افغاني غرور ته پام نه وي شوې.
هغوی چې مرستې ورسره کیږي زیاتره یې ماشومان دي، په رسنیو کې له اړتیا او د میندو پلرونو له اجازې پرته د ماشومانو د عکسونو د خپرولو اجازه نه شته. ښايي دا ماشومان سبا لویان وي، ښايي یو وخت دوی پر خپلو مټو او پښو تکیه وي، او ښايي ونه غواړي چې له خپلو دا ډول تصویرونو سره مخ شي.
همدارنګه یو بې وزله کس چې په یو ناسم وضیعت کې وي او د مرستې لپاره یې لاس اوږد کړی وي ښايي ونه غواړي چې په همدې وضیعت کې یې عکس په رسنیو کې خپور شي، او ټول خپل خپلوان او دوستان یې خبر شي. په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کې چې دا ډول مسلې د یو چا لپاره د ټول عمر په یو پيغور او ستونزه بدلیدای شي، دا کار مناسب دی.
له اسلامي پلوه
دیني عالمان تل د صدقې یا خیرات ورکولو په اړه ټینګار کوې چې داسې صدقه ورکړئ چې چپ لاس مو له ښې لاس خبر نه شي.
باید تر وسه هڅه وشي چې صدقه او نورو سره مرستې کې ریا ونه شي. د قران پاک د البقره سورت په ۲۶۲ م ایت کې په دې اړه بهترینه سپارښتنه شوې ده. ددې ایت شریف دې یو برخې ترجمه داده:
” هغه كسان چې خپل مالونه د الله په لاره كې لګوي، بیا دوى په خپل انفاق (خیرات) پسې احسان بارول نه كوي او نه ازار رسوي“
حقدارو ته د مرستو رسول
په افغانستان کې هماسې چې مخکې مو وویل بې وزلې او فقر زیات دی، دلته ډیر خلک مرستو ته اړ دي. خو پر دې سربېره په وروستیو لسیزو کې ډیر خلک یو څه د مرستو په ترلاسه کولو یو ډول عادت شوې دي.
له همدې کبله ډیر کله مرستې هغو کسانو ته نه رسیږي چې واقعا شدیده اړتیا ورته لري. د مرستو د ویش زیاترو پرګرامونو ته چې کوم خلک د مرستو ترلاسه کولو لپاره بلل کیږي یا ورته لاره مومي ډیر یې هغوی وي چې شناخت ولري او هغوی چې رښتیا بیوزله او بې سرپرسته وي د هغو د حال پوښتنه څوک نه کوي.
ښه ده چې اړو او مستحقو کسانو په موندلو کې هم له غور کار واخیستل شي څو هغوی ته چې شدیده اړتیا ولري د مرستې لاس اوږد شي.
پکار ده توان لرونکې افغانان نه یوازې روژه کې بلکې هره وخت د خپلو بې وزلو هېوادولو لاس نیوی وکړي، کومک ورسره وکړي، خو ددې مرستو د ویش پر مهال د هغو بې وزلو انساني وقار او افغاني غرور هم باید په پام کې ونیول شي چې مرستې تر لاسه کوي. د دوی د اجازې او خوښې خلاف باید د دوی عکسونه او ویډیوګانې په رسنیو کې خپاره نه شي.
ښه ده چې مرسته، صدقه او خیرات مو د مرستې او ثواب په هدف وي نه د ځان ښودنې لپاره…