
ليکنه: مدثر دعوت
نړيوال جام ته د تياریو په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تمریناتي لوبه روانه ده.
د لوبي پچه پاکستان وګټل او توپوهنه یې انتخاب کړه.
پاکستان په ۴۷.۵ اوورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۲۶۳ منډي هدف وټاکی.
امام الحق ۳۲، فخر زمان ۱۹،شعیب ملک ۴۴ او بابر اعظم ۱۱۲ منډي وکړې.
افغان توپ اچوونکو له پيله غوره توپ اچوونه ترسره کړه خو په ډګر ساتنه کي ډيري ستونزي ليدل کيدې.
افتاب عالم او حمیدحسن يوه يوه ويکټه واخيسته.
خو راشدخان او دولت ځدران ۲ ويکټي واخيستې،محمدنبي بيا ۳ لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډله او پاکستان ۳ ځلي سره مخ سوي ۳ واړه لوبي پاکستان ګټلي خو نن پوښتنه داده چي ايا افغانستان به د پاکستان څخه نن لوبه وګټي او ياد هدف بې مات کي؟