پياوړي لوبډلمشران چې د نړيوال جام ګټلو ارمان يې پوره نسو!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
په کرکټ کې ځيني لوبغاړي تقاعد سوي دي، خو ځينو يې بيا خپل په خوښه يا دنورو دليلونو پربنسټ نړيوال کرکټ ته الوداع ويلې ده .
په دغه ډلې کي داسي کرکټران سته چې که پېړۍ هم تېري سي بيا به هم ددوی وړتياوي او کارګردګۍ د کرکټ دهيڅ مينوال هيري نسي.
ډيری کرکټران د خپل مسلک او خلکو سره دميني په خاطر تر ډيرو لوړو منزلونو رسېدلي دي،سره لدې چې دخپل هيواد خلک ورسره ډېره زياته مينه کوي،ورسره په نړيواله سطحه هم د کرکټ مينوال ددوی دپياوړتيا او خلکو ته دخوشالۍ ورکولو په خاطر مننه ځيني کوي.
ډېرځلي داسي هم راغلي وي چې يوه کرکټر خپله لوبډله په بشپړ ډول بريالۍ کړې وي او عزت يې وربخښلی وي،دوی په ډېر بريالي ډول خپل مسلک روان کړی وي يايې هم پايته رسولی وي، خو داسي لوبغاړي ډېر کم دي.
يو مثال يې اي بي ډيويلرز دی چې خپل مسلک ته يې په خورا بريا سره دپای ټکی کېښود، په داسي حال کي چې د هيڅ مينوال يې هم خوښه نه وه چې اې بي دې دټول نړيوال کرکټ سره خدای په امانی وکړي،دده دا پرېکړه هرچاته حيرانوونکې وه.
دلته موږ دهغو غوره او افسانوي کرکټرانو په اړه مالومات راټول کړي چې دخپل بريالي مسلک سره سره يې بيا هم نړيوال جام ندی ګټلی.
۱ـ ای بي ډيويلرز
images 70 پياوړي لوبډلمشران چې د نړيوال جام ګټلو ارمان يې پوره نسو!د ۳۴ کلن ای بي ډيويلرز څخه د کرکټ په مسلک کي داسي هيڅ کار نه وو ، چې پاته دې وي او دی يې په کولو عاجزه وي.
ده به چې کله ډګرساتنه ترسره کول نومينوالو به يې بېل ډول احساس کوی، په ښی لاس او کيڼ لاس دواړو د توپوهني وړتيا،او کولای يې سول چې دخپلو سترګو په اشارې سره ډېره اسانه توپوهنه د ډګر په ۳۶۰ درجو زاويې کي ترسره کړي.
دامه هېروی چې اې بي دسويلي افريقا يو غوره وکټ ساتونکی هم وو.
خو يوڅه چې سويلي افريقا او خپله اې بي يې هم په ترسره کولو ونه توانېدی هغه دده په لاسونو د نړيوال جام پورته کول وو.
ډيويلرز په ۲۲۸ يو ورځنيو لوبو کي ۹۵۵۸ منډي په ۵۳.۵ اوسط سره ترسره کړيدي،چې ۵۰ نيمه سليزي او ۲۴ سليزي هم لري، خو ونه توانېدی چې نړيوال جام وګټي.
په ۲۰۱۵ز کال کي سويلي افريقا نړيوال جام ته ډېره نيږدې سوې وه،او دوی دنړيوال جام يو غوره پيل کړی وو.
د کرکټ هر مينوال ته دامهمه نه وه چې دوی دخپلي لوبډلي ملاتړ کوي، دوی غوښتل سويلي افريقا ډېره ښه وځلېږي.
خو په نيمه پايلوبه کې د نيوزلينډ په وړاندي ډېري احساساتي شېبې وې،دوی ونسوای کولای چې نور مخته ولاړسي ،اې بي ددې پرځای چې خپلي لوبډلي ته ډاډ ورکړي،دده ترسترګو هم اوښکي توېدلې او دغه شېبه دکرکټ ټولو مينوالو احساسولای سول.
ډيويلرز د ۲۰۱۹ز کال می په ۲۳ نېټه ټول نړيوال کرکټ ته الوداع وويل،دغه افسانوي لوبغاړی به په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي هم ونه لوبيږي.
خو کرکټ ته دداسي لوبغاړي راتګ د ډېر وخت لپاره نه محسوسيږي.
۲ـ براين لارا
images 71 پياوړي لوبډلمشران چې د نړيوال جام ګټلو ارمان يې پوره نسو!
بېله شکه چې براين چارليس لارا د ۱۹۹۰ز کال په شاوخوا کي يو پياوړی او غوره کرکټر وو.
اکثريت خلک او کرکټ پوهان د لارا مسلک ته ديونابغه نوم ورکوي او دی يې پر کريس د ډېر وخت لپاره جګړه کوونکی لوبغاړی بللی دی.
لارا ډېره غوره او سټايلي توپوهنه ترسره کول، په سکوار،ليګ سايډ او ان سايډ يې ډېر تسلط درلودی،ده پر خپلو قوي اوږو د ويسټ انډيز هيلي وړلې.
نوموړي په ۲۲۹ لوبو کي په ۴۰.۴۸ اوسط سره ۱۰۴۰۵ منډي د ۱۹ سليزو او ۶۳ نيمه سليزو په درلودلو سره خپل مسلک په خورا ريښتنولۍ پايته ورسوی ،او نړۍ يې د يو افسانوي کرکټر په حيث پېژني.
په حقيقت سره ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلي د لارا په څېر يې يو غوره لوبډلمشر هم پيداکړی وو، خوبيايې هم ونسوای کولای چې په ۹۰ سنه کي نړيوال جام وګټي.
ويسټ انډيز هڅه کول چې پياوړې مبارزه وکړي خو په حقيقت کي ياده لوبډله په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کي په ګروپي لوبي کې پاتي سول،او لارا ونسوای کولای چې خپل په هيواد کي نړيوال جام وګټي.
لارا يو دپام وړ کرکټر وو او دايې حق وو چې نړيوال جام په خپلو لاسونو پورته کړي خو بخت بيا بل څه ويل.
۳ـ سورب ګنګولې
images 72 پياوړي لوبډلمشران چې د نړيوال جام ګټلو ارمان يې پوره نسو!
ګنګولې ته په دادا سره هم وايي،او دهندوستان لپاره يې يوه طلايي دوره تېره کړېده.
ده چې به کله په اپ سايډ کي لوبه ترسره کول نو هيڅ يو لوبغاړی به نه توانېدی چې دبونډرۍ څخه دفاع وکړي.
هيڅ يو لوبغاړی هم له پيله پياوړی نه وي،سورب هم په ډېر زيات زحمت سره له ځانه يو نه هېرېدونکی شخص جوړ کی.
ګنګولې د هندوستان لپاره په لوبډلمشرۍ کي ديوه ګټونکي کرکټر په حيث ځلېدی.
ده ته ځوانه لوبډله په واک ورکړل سوې وه خو ده غښتلې کړل،۲۰۱۱ز کال نړيوال جام چې هندوستان وګتی اکثريت يې هغه لوبغاړي وه چې ګنګولې روزلي وه،لکه: يوراج سينګ، زهيرخان، هرباجن سينګ او ويرندرسيواګ.
په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کي هندوستان تر ډېری شاته نه کتل،خو ګنګولې چې هندوستان ته يې په کرکټ کي ډېر ارزښت ورکړ ويې نسوای کولای چې د ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام وګټي.
۴ـ جق کاليس
images 73 پياوړي لوبډلمشران چې د نړيوال جام ګټلو ارمان يې پوره نسو!
جق کاليس دنړيوال کرکټ دبې مثاله لوبغاړو څخه وو،دده په څېر ډېرو کمو لوبغاړو د کرکټ نړۍ کي ځان ثابت کړیدی.
غوره الراونډر کاليس په يو ورځنيو اوټيسټ هريوه کي تر ۲۵۰ ډېري وکټي اخيستي او تر ۱۰۰۰۰ يې ډېري منډي ترسره کړيدي.
دی هغه کرکټر وو چې په نويو تخنيکونه به يې لوبه ترسره کول او هرکله به يې نوښت درلودی، اوسمهال هم هر کرکټر هيله لري چې ددې الراونډرپه څېر توپوهنه،توپ اچوونه او ډګرساتنه ترسره کړي.
کاليس په ورو او تيزو دواړو توپ اچوونکو په خورا جرأت سره د لوبې ترسره کولو وړتيا درلودل،نو ځکه يې هرکله د بېډ څخه رحم نه ليدل کېدی او دحملې په حال کي به وو.
د نورو سويلي افريقايي کرکټرانو په څېر دی هم بدبخته وو،ده هم د اې بي په څېر ونسوای کولای چې نړيوال جام وګټي.
سويلي افريقا په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کي ترنيمه پايلوبي پوري ورسېدل او دنړيوال جام ګټلو ته هم نيږدې سوي وه خو د اسټراليا په وړاندي يې ماتي وخوړل،دغه بايلل د يو ورځني نړيول جام په تاريخ کې نه هېرېدونکې دی.
خو دکرکټ مينوالو يوازي داهيله درولودل چې هرمهال يوازي د کالیس لوبه وګوري او خوند ترې واخلي.
جق کاليس اوس مهال د بيلابيلو لوبډلو سره د روزونکي دنده په غاړه لري،غواړي نوی نسل په ښه استعداد سره وروزي.
۵ـ راهول ډراويډ
images 74 پياوړي لوبډلمشران چې د نړيوال جام ګټلو ارمان يې پوره نسو!
راهول په پيل کې د ټيسټ لوبو لوبغاړی وو،خو دده په توپوهنه کې ځانګړی تخنيک ليدل کېدی نو ځکه مهمه وه چې په يو ورځنيو لوبو کې هم بايد ولوبيږي.
راهول په خپلي توپوهني باور درلودی، او کولای يې سول چې ډول ډول شاټونه ترسره کړي ، لکه کور ډرايو، پول او کټ شاټونه.
داسي ورځي به هم راغلې چې ډراويډ به ټيسټ او يوورځنۍ لوبي په يوازي سر ګټلې.
کله چې د هندوستان دلوبډلمشر سورب ګنګولې او کوچ ګريګ چاپل ترمنځ ستونزي رامنځته سولې نو راهول ډرايويډ دلوبډلمشر په حيث وټاکل سو او په باور سره يې لوبډله مخ په وړاندي بېول.
خو دی په خپل څلورم نړيوال جام کې چې په ۲۰۰۷ز کال کي وو د لوبډلمشر په حيث لوبه ترسره کړل،خو لوبډله يې په ګروپي سياليو کي له ماتې سره مخ سول.
دی هغه کرکټر وو چې په يو ورځنيو لوبو کي يې ۳۱۴ وکټي اخيستې وې او تر ۱۰۰۰۰ ډېري منډي يې ترسره کړي وې،خوبيا يې هم نړيوال جام ونه ګټی.
راهول ډارويډ اوسمهال د هندوستان د ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډلي د روزونکي په حيث دنده ترسره کوي.