
ليکنه: مدثر دعوت
د کرکټ نړيوالي شوری نړيوال جام د ملتونو ترمنځ په پنځوس اووريز پارمټ کې يو غوره او دليدلو وړ ټورنمينټ دی.
په نړيوال جامونو کې د هر هيواد له لوري ترټولو پياوړې لوبډله ټاکل کيږي،نوځکه د لوبو تر نورو لړيو د ډيرو تماشه چيانو درلودونکې وي.
يوازي ډير کم لوبغاړي پيداکيږي چې په پوره زړورتيا سره غوره لوبه ترسره کوې او دمينوالو تنده ماتوي،خو ځينې بيا داهيله لري چې په پوره هڅه دخپل هيواد په نوم نړيوال جام پورته کړي.
تر اوسه پنځوس اوريز نړيوال جام ۱۱ ځلي ترسره سويدی،خو افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۵ز کال کې ورننوتی،او په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي يې هم دلوبيدلو ځای پوخ دی.
تر ۱۹۸۷ز کال نړيوال جام پوري يوازي دلوبې غوره لوبغاړې جايزه هغو کرکټرانو ته ورکول کيدل، چې د پام وړ لوبه يې نندارې ته وړاندي کړي وي، که هغه د توپ اچوونې يا دتوپوهني په برخه کي وي.
خو په ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام کې د لوبي دغوره لوبغاړي تر څنګ د ټورنمينټ غوره لوبغاړی هم ور اضافه سو،او د ټورنمينټ غوره لوبغاړي ته په هغه صورت کې جايزه ورکول کيږي،چې په روان جام کي يې ترټولو ښه کارګردګي ښوولې وي.
د ۱۹۹۲ز کال راهيسي په ۷ نړيوال جامونو کې د ټورنمينټ غوره لوبغاړي ټاکل سويدي، دا ليکنه ولولئ او هغه لوبغاړې وپيژنئ چې په نړيوال جامونوکې تر ټولو ښه ثابت سويدي.
۱ـ مارټين کرو (نيوزلينډ ۱۹۹۲ز)
د نيوزلينډ پياوړی توپوهونکی مارټين کرو په ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام کې د لوبډلمشر دنده په غاړه لرل.
کرو په خپلې لوبډلمشرۍ کې په خورا فعاله مشرتوب مشهور وو،او هر کله بې په ډګرساتنه کې نوښت ليدی کيدی چې دا دنورو لوبغاړو تر وس تيره وه.
دده په لوبډلمشرۍ کي په لومړي ځل نيوزلينډ دنړيوال جام ترنيمه پايلوبې پوري ورسيدی.
په نيمه پايلوبه کې لوبډلمشر مارټين کرو دپاکستان په وړاندې د لوبي پچه وګټل او دتوپ وهنې پريکړه يې وکړل.
کرو خورا چالاکه توپوهنه ترسره کړل،دده په ۸۳ توپونو د ۹۱ منډو ترسره کول ددې لامل سو چې نيوزلينډۍ لوبډله د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۶۲ منډي ترسره کړي.
خو بدبختي داوه چې مارټين په ياده لوبه کې زخمي سو، نو پاکستان هم هماغه لوبه وګټل.
د ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام د مارټين کرو پيژندګلوي وه،ده په لومړۍ لوبه کې وسوای کولای چې د اسټراليا په وړاندې سليزه ترسره کړي او لوبه يې هم په ۳۷ منډو وګټل.
د نيوزلينډ لوبډلمشر په ياد ټورنمينټ کې تر ټولو ډيري ۴۵۶ منډي وکړلې او دټورنمينټ غوره لوبغاړی وټاکل سو،خو په دې بريالی نسو چې نړيوال جام دنيوزلينډ په نوم پورته کړي.
کرو په ۲۰۱۲ز کال کې د سرطان په ناروغۍ اخته سو، او په ۲۰۱۶ز کال کي يې د ۵۳ کلونو په عمر ساه ورکړل.
۲ـ سانات جاياسوريا (سريلانکا ۱۹۹۶ز)
په يو ورځنيو لوبو کې سانات جاياسوريا يو تکړه، اوقوي لوبغاړی وو، او دسريلانکا لپاره يې په اوپنينګ کې د نه ماتيدونکي کرکټر مسؤليت په ښه ډول ترسره کړيدی.
ده په خپلې لوبډلمشرۍ کې ډير ځلې سريلانکا بريا ته رسولې ده.
په ۱۹۹۶ز کال کې جاياسوريا د سريلانکا څخه ځان نړيوال کرکټر ته بدل کړ.
دده په پلان سره هيڅکله په نړيوال جام کې سريلانکايۍ لوبډلي د سټرايک ريټ د ستونزې سره مخ نه سول.
سانات جاياسوريا ۱۹۹۶ز کال نړيوال جام کې ۲۲۱ منډی ترسره کړلې او ۷ لوبغاړي يې وسوځول.
د ټورنمينټ د غوره لوبغاړې ترڅنګ نوموړی، د ۱۹۹۶ز کال نړيوال جام په ګټلو کې د سريلانکا لپاره تربل هرلوبغاړې په پوره مسؤليت سره خپله دنده په خورا بريا پايته ورسول.
سانات لومړنی لوبغاړی وو، چې ۴۰۰ يو ورځنۍ لوبي يې کړي وې،او دخپل هيواد لپاره يې ډيري شل اووريزي لوبې هم ترسره کړلې.
دغه کيڼ لاسی کرکټر په ۲۰۱۱ز کال کې د کرکټ له ډګره دخدای په امانی وکړ.
۳ـ لانس کلوسنر (سويلي افريقا ۱۹۹۹ز)
لانس کلوسنر د نړيوال کرکټ يو غټترينه نوم دی.
د سويلي افريقا دغه الراونډر په خپل بال اوبيډ سره هرکله مينوال متأثره کول.
ده په توپوهنه کې تر ۴۰ په لوړ اوسط او په توپ اچوونه کې تر ۲۹ په لوړ اوسط توپوهنه کول.
د ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام د کلوسنر د لياقت ښودلو ټورنمينټ وو،په نهو لوبو کې ۴ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل سو، کله په توپوهنه او کله هم په توپ اچوونه کې.
خو د سويلي افريقا او اسټراليا ترمنځ نيمه پايلوبه خورا ډراماتيکه وه، وروستي اوور کې سويلي افریقا ۹ منډو ته اړتيا دلودل، کلوسنر په لومړيو ۲ توپونو پرلپسې څلوريځي ووهلې،په څلورو توپونو يوه منډه پاتې وه او سويلي افريقا بل توپوهونکی نه درلودی، تماشه چيانو فکر وکړ چې نور نو سويلي افريقا پايلوبې ته تللې ده.
په دريم توپ کلوسينر د دځغاستې هڅه وکړل خو توپ ژر فيلډ سو،په څلورم توپ سره بياهم کلوسينر توپ د ميډ وکټ په لور ولوبوی دمنډي هڅه يې وکړل،اوبريالی هم سو،خو دده ملګري ونسوای کولای چې ځان تر کريسه ورسوي،ويکټ يې له لاسه ورکړل او اسټراليا پايلوبې ته ولاړل.
که څه هم سويلي افريقا پايلوبې ته ونه رسيدل خو لانس کلوسنر د ۲۸۱منډو په کولو او ۱۷ وکټو په ترلاسه کولو سره د ټورنمينټ غوره لوبغاړی وشميرل سو.
۴ـ سچن ټنډولکر (هندوستان ۲۰۰۳ز)
که څه هم د يوه توپوهونکې په واسطه په نړیوال جام کې ۴۰۰ منډې، ترټول ښې منډي دې، خوسچن ټنډولکر وسوای کولای چې د ۶۷۵ منډو په ترسره کولو سره تر ۱۹۸۳ز کال وروسته یوځل بيا هندۍ لوبډله ترپايلوبې ورسوي.
په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کې انډيا يوازې دوې لوبې بايلولې،هغه هم دواړي له اسټراليا څخه.
انډیا د اسټراليا د ۳۵۰ منډو هدف ته ځان رسوی،دلته ترټولو ډيره هيله د سچن ټنډولکر څخه کيدل،خو سچن په لومړي اوور کې خپله ويکټ له لاسه ورکړل.
په يوه نړيوال جام کې ۶۷۵ منډي نه هيريدونکې دي،نوځکه په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کې دټورنمينټ غوره لوبغاړی وټاکل سو.
۵ـ ګلن مکګرات ( اسټراليا ۲۰۰۷ز)
ګلن مکګرات د کرکټ د تاريخ يو تيزترينه او پياوړی توپ اچوونکی وو.
دی د توپ په تيزوالي اوپه لين کې د ترسره کولو ډېر ماهر وو،نوځکه دده په شتون کې اسټراليا هيڅکله ترشا نه راتلل.
مکګرات په ټيسټ کې، دتيز توپ اچوونکو له ډلې د ترټولو ډيرو وکټو اخيستونکې وياړ لري، او کولای يې سول چې په ټيسټ کې په ساعتونو توپ اچوونه ترسره کړي بيله دې چې غلط يا بې لينه توپ ترسره کړي.
ګلن مکګرات د نړيوال جام په تاريخ کې هم ډير بريالی توپ اچوونکی تيرسوی، ده په څلورو نړيوال جامونو کې د ۱۸.۱۹ اوسط په درلودلو سره ۷۱ لوبغاړي سوځولي دې.
ګلن په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کې ۲۶ وکټي ترلاسه کړلې،چې تر اوسه پوري په يوه نړيوال جام کې دومره وکټي کوم توپ اچوونکي نه دي ترلاسه کړي.
دده په ملاتړ سره اسټراليا وکولای سول چې يوځل بيا نړيوال جام وګټي، نوځکه دی د ټورنمينټ غوره لوبغاړی وټاکل سو.
۶ـ يوراج سينګ (هندوستان ۲۰۱۱ز)
په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې د يوراج سينګ مخه په ډيري اسانۍ سره چانسوای نيولای.
يوراج سينګ سره له دې چي غوره توپوهنه ترسره کوي يو خطرناکه توپ اچوونکی هم دی.
هغه مهال چې يوراج د ويسټ انډيز په وړاندې سليزه هم ترسره کړل،خو دټوخي او کانګو له امله د لوبغالي ووتی.
په هماغه کال يو وراج سينګ دسرطان په ناروغۍ اخته وو،خو ده نړيوال جام پرينښودی او داضد يې وکړ چې ترپايه به د لوبډلي سره پاته وي.
په پايلوبه کي هندوستان دسريلانکا څخه بريا خپله کړل،او وروسته تر ۲۸ کلونو يې په خپل هيواد کې دننه نړيوال جام پورته کړ.
يو وراج سينګ په همدې ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې په ناروغ بدن، ۱۵ لوبغاړي وسوځول او ۳۶۲ منډي يې وکړلې،نوځکه بايد د ټورنمينټ غوره لوبغاړی سوی وای، او سو!
په سږکال نړيوال جام کي يووراج ندی اخيستل سوی.
۷ـ ميچل سټارک (اسټراليا ۲۰۱۵)
اسټراليا په ۲۰۱۵ز کال کې يوځل بيا وکولای سول چې نړيوال جام وګتي، خو دا ځل ددوی سره يو نوی اتل،کيڼ لاسی تيز توپ اچوونکی ميچل سټارک ورسره وو.
په پايلوبه کې ميچل سټارک دنيوزلينډ ډير خطرناکه توپوهونکی برينډن مکولم ډير ژر له مخي پورته کړ، مکولم دخپلي لوبدلي لپاره هرځل ګټونکی ثابت سوی وو.
سټارک دخپل دور نسل يوبې ساری توپ اچوونکی دی.
ميچل سټارک په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې ۲۲ لوبغاړې وسوځول او د ټورنمينټ غوره لوبغاړی وشميرل سو.
نوموړی په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي هم لوبيږي، اوپه خپله جادوګره توپ اچوونې سره به لوبډلي له ستونزو سره مخ کړي.