د افغانستان د بریا سببونه او د ایرلېنډ تېروتنه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

تېره ورځ د می په ۲۱ مه نېټه ایرلېنډ یوه تېروتنه وکړه او ناکام شول.
د ایرلېنډ لوبډلمشر ویلیم پورټرفیلډ د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، دا د ایرلېنډ تېروتنه وه، چې توپ وهنه یې لومړی افغانستان ته ورکړه.
د ایرلېنډ او افغانستان کې شا او خوا درې نیم ساعته توپیر دی، هلته لوبه غرمه مهال پېلېږي، کله چې ډی نایټ یا د ورځې او شپې لوبه شریکه وي، بیا نو د ورځې له خوا توپ وهنه ښه وي.
ځکه د ورځې په ایرلېنډ کې اوسمهال هوا لږ څه یخه ده، کله چې لوبغاړي ګرمېږي؛ نو توپ وهنه یې ورسره ښه کېږي، د بدن عضلات یې وغځېږي او توپ بیا ښه لوبولی شي.
د شپې له خوا بیا اوس مهال د ایرلېنډ هوا یخېږي او دا چې بهر ورسره نږدې دی، نو د شبنم غورځېدو امکانات هم زیات وي او شبنم لوېږي او دا خنډونه بیا دوهمه پاڼۍ کې په توپ وهنه منفي اغېز کوي.
بل علت دا وي، چې دوهمه پاڼۍ کې د هرې وېکټې غورځېدل په ریکوایر یا اړتیا منډو باندې منفي تاثیر لري.
دوهمه پاڼۍ کې لوبډله مجبوره ده، چې ریکوایر رن رېټ پسې ولاړه شي او کله چې ریکوایر رن رېټ پسې ځې نو که لوړ وي نو لوبغاړي بیا د هېټ هڅه کوي او هېټ کې بیا د وېکټو لوېدو امکان ۹۰ سلنه وي، کله چې وېکټ ولوېږي، منډې ورسره اغېزمنېږي او او فشار په ټوله لوبډله واردېږي.
کله چې لوبډلې پرېشر واخېست بیا نو د ماتې مزه څکي.
بله خبره دا ده، چې د ایرلېنډ د بلفاسټ لوبغالی یو څه سخت ویشتن ځای لري، چې دوهمه پاڼۍ کې توپ وهنه پرې ښه نه کېږي او چېس پرې ستونزمن دی.
لومړۍ لوبه کې افغانستان په بشپړه توګه ټارګېټ پوره کولو ناکام شو او دوهمه لوبه کې ایرلېنډ په بشپړه توګه ناکام شو.
نو ایرلېنډ دا تېروتنه وکړه، افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
بله خبره دا ده، چې د افغانستان بالېنګ نسبت توپ وهنې ته ښه دی، که افغانستان نورو لوبډلو ته ۲۸۰ ټارګېټ ورکړي؛ ښایي په خورا سختۍ ورڅخه دا سکور چېس شي او که درې سوه پلس منډې افغانستان هدف ورکړي؛ بیا چېس کول له غره سره ډغره ده.
که افغانستان هم لوبې ګټل غواړي باید لومړی توپ وهنه وکړي او اوپننګ باید ښه پیل وکړي.
ځېنې وخت لوبډلو کې هم استثنا وي، د هندوستان لوبډله د لومړی توپ وهنې پر ځای لومړی توپ اچونې ته خوښېږي؛ ځکه هغوی چېس ډېر ښه کولای شي.
خو دا پرېکړه هم لوبغالي ته په کتو کېږي.
د افغانستان د پرونۍ لوبې مثبت اړخونه
د افغانستان د بریا سببونه او د ایرلېنډ تېروتنه
ایرلېنډ خو کاملا غلطي وکړه او ناکام شول، د افغانستان د بریا علتونه.
اول علت په لوبډله کې د نجیب الله ځدران او نورعلي ځدران ورشاملول، که څه نورعلي ځدران ونه ځلېد؛ خو ازموینه یې ورکړه او په دې ازموینه کې ناکام شو.
نجیب الله ځدران بیا په ازموینه کې بریالی شو، ځان یې د یو هېټر په توګه ثابت کړ او په تېره لوبه کې یې د محمدنبي هېټري وننګوله.
نجیب الله ځدران له پرونیو شاټونو داسې ښکاري، چې پوره فوم کې دی او کولای شي بالران په منځنیو برخو کې وټکوي.
په منځنۍ برخه کې د نجیب الله ځدران او حشمت الله شهیدي شا او خوا ۹۰ منډو ملګرتیا افغان د لوړ ټارګېټ اېښودلو ته وعدار کړ او لوړ ټارګېټ یې وړاندې کړ.
په منځنۍ برخه کې د هېټر رول کټ مټ همداسې وي، لکه څنګه چې نجیب الله ځدران د ایرلېنډ خلاف دوهمه لوبه کې ولوباوه.
دوهم مثبت اړخ د شهزاد محمدي ښه پیل او پر وېکټ یې تر ډېره پاتې کېدل دي.
شهزاد محمدي په اوپننګ کې خورا مهم دی، د هغه وېکټ ژر لوېدل د افغانستان د ماتې پېلامه کېدای شي؛ نو شهزاد باید تل دې برخې ته پام وکړي، چې پیل یې باید خورا ښه وي.
Mohammad Shahzad د افغانستان د بریا سببونه او د ایرلېنډ تېروتنه
د نورعلي ځدران تر وېکټې وروسته د رحمت شاه زرمتي او شهزاد ملګرتیا د افغانستان بریا د منډو د ځواکمن تهداب یا بنسټ له امله یقیني کړه.
په لوبډلوکې د ون ډاون لوبغاړي نیمه سلیزه او یا له هغې لوړې منډې جوړول د اوپننګ وېکټ غورځېدلو جبران دی؛ نو ون ډاون باید د لوبډلې د توپ وهنې د ملا تیر حېثیت لري او رحمت شاه په دې لوبه کې دا رول ولوباوه.
د وېکټو ترمنځ ملګرتیا هغه څه و، چې افغانستان د توپ وهنې برخه د ایرلېنډ په بالېنګ غالبه کړه او وروستیو شېبو پورې یې لوبه په لاس کې واخېسته.
له نورعلي پرته نورو ټولو توپ وهونکو په لوبه کې مناسبه ونډه واخېسته؛ خو د څلورو توپ وهونکو رول خورا بارز و.
شهزاد محمدي، رحمت شاه زرمتي، نجیب الله ځدران او حشمت الله شهیدي په توپ وهنه کې خورا بارز رول ولوباوه.
د توپ اچونې اړخ
د افغانستان د توپ اچونې اړخ هم خورا ښه و، په دې لوبه کې د افغانستان د توپ وهنې او توپ اچونې توازن بالکل برابر و.
له لومړیو اورونو پرته نور له شپږم اوور اخوا په لوبه کنټرول او لاسبری د افغانستان و، د دولت له خوا د اوپننګ وېکټ نړول، ورپسې د ګلبدین نایب له خوا د بلبېرني او پال سټېرلېنګ وېکټې غورځول د ایرلېنډ له لپاره د زوال پیل شو.
وروسته بیا کیوین اوبراین او ویلیم پورټرفیلډ د توپ وهنې وروستۍ ډاډمنه جوړه وه، چې ګلبدین نایب هغه جوړه هم ونړوله او د ایرلېنډ د توپ وهنې ملا یې ماته کړه.
7a713a8925071fdd99a7f64b1c7c438b د افغانستان د بریا سببونه او د ایرلېنډ تېروتنه
دوی سره تر وروستیو شېبو یو توپ وهونکی ګېري ویلسن پاتې و؛ چې له هغه سره بالران پاتې وو؛ نو هغه هم په ډاډه زړه توپ وهنه نه شوه کولای، بالاخره د لوبې د تېزولو په صورت کې یې د ګلبدین نایب په بال وېکټ له لاسه ورکړه او لوبه افغانستان نوش جان کړه.
په توپ اچونه کې لومړی رول د ګلبدین نایب و، د افتاب عالم او لاین او لېنت او ایکانومي ښه ساتل بل اړخ و، چې ریکوایر رن رېټ په لوړولوکې یې بار، بار رول درلود.
د دولت، مجیب او راشدخان ښه توپ اچونه هم د یادولو وړ وه؛ نو په پرونۍ لوبه کې د افغانستان توپ وهنې له بالېنګ او بالېنګ له توپ وهنې سره پوره سیالي وکړه او په ګډه یې لوبه راخپله کړه.
په دې لوبه کې ګلبدین نایب تر دې دمه د خپل یو ورځنیو لوبو کرکټ کېریئرکې غوره یا بیسټ بالېنګ وکړ.
د ۴۳ منډو په ورکولو سره یې ۶ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه شوه.