
جوفرا ارچر چې انګلستاني الاصل ویسټ انډیزی دی اوس تازه د انګلستان په نوملړکې داخل شوی دی، هغه د روانې می میاشتې په ۵ مه نېټه د پاکستان خلاف په یواځېنۍ شل اوریزه لوبه کې د انګلستان لپاره پیل وکړ.
ورپسې یې یو ورځنۍ لوبې تعقیب کړې.
د ده ستر ارمان و، چې نړیوال جام کې د انګلستان په لوبډله کې شامل شي او د نهو نورو لوبډلو پر وړاندې راڅرګند شي.
د ده دا ارمان د می په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ پوره شو، د انګلستان کرکټ بورډ او د غوراوي کمېټې هغه د نړیوال جام په ۱۵ کسیز سکواډ کې شامل کړ او ارمان یې په پوره کېدو شو.
ارچر چې څنګه د انګلستان په لوبډله کې شامل شو؛ سملاسي یې د ویرات کولو د اوټ کولو او ښکار کولو دعوه پیل کړه.
نوموړي ویلي په نړیوال جام کې د هندوستان خلاف زما د توپ اچونې ښکار ویرات کولي دی او زه به ویرات کولي ټارګېټوم.
هغه ویلي د ویرات کولي له سوځولو به خوند اخلم او زما دلچسپي په دې کې زیاته ده، چې ویرات کولي رخصت کړم.
د جوفرا ارچر پلار انګلستانی دی او ویسټ انډیزته د کاروبار لپاره کډه شوی دی، ارچر په ویسټ انډیز کې زېږېدلی، د هغه مور د انګلستان په لېورپول سیمه کې اوسېږي.
نوموړي د خپل انګلستاني پلار په مرسته انګلستانی پاسپورټ ترلاسه کړ او د ۲۰۱۹ م کال د مارچ په میاشت کې انګلستان ته د یو رسمي انګلستاني په توګه را داخل شو.
ارچر د انګلستان په لوبډله کې په شاملېدو سره خورا خوښي ښکاره کړې او سکای سپورټس چېنل سره یې په مرکه کې دا صحنې نه هېرېدونکې بللي دي.
د انګلستان اوسنی نوملړ او نړیوال جام کې د ارچر شاملول
ایئن مورګن لوبډلمشر، جېسن رای، جاني بېرسټو، جو روټ، جېمز وېنس، جاس بټلر، بېن سټوکس، معین علي، عادل رشید، کرېس ووکس، لیام پلنکېټ، ټام کورن، لیام ډوسن، جوفرا ارچر او مارک ووډ.