د لوبډلمشر ۶ ويکټو او د محمدشهزاد سليزي افغانستان ته لوبه وګټله!

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
افغانستان په دويمه يو ورځنۍ لوبه کي ايرلينډ ته ماته ورکړه.
د لوبي پچه ايرلينډ وګټله او افغانستان ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
افغان لوبغاړو په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ۳۰۶ منډي هدف وټاکی.
FB IMG 1558457899698 د لوبډلمشر ۶ ويکټو او د محمدشهزاد سليزي افغانستان ته لوبه وګټله!
نورعلي ځدران که څه هم په ۵ منډو کي ويکټه له لاسه ورکړه خو محمدشهزاد يې تشه ډکه کړه.
محمدشهزاد او رحمت شاه تر ۱۵۰ منډو لوړه ملګرتيا ترسره کړه.
محمدشهزاد سليزه ووهله او په ۱۰۱ منډو يې ويکټه دلاسه ورکړه.
رحمت شاه ۶۲ منډي وکړې ، اصغربيا په ۱۴ منډو ويکټه دلاسه ورکړه.
حشمت الله شاهدي چي په لومړي ځل يې په يو ورځنيو لوبو کي شپږيزه ووهله ۴۷ منډي يې وکړې، خو نجيب الله ځدران بيا په ۳۳ توپونو ۶۰ چټکي منډي وکړې.
د ايرلينډ لپاره اډاير ۳ ويکټي، مکبراين ۲ ويکټي ،رنکين او سټرلينګ يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
FB IMG 1558457890390 د لوبډلمشر ۶ ويکټو او د محمدشهزاد سليزي افغانستان ته لوبه وګټله!
د افغان لوبډلي د ۳۰۶ منډو هدف د ايرلينډ په وړاندي ډير لوړ وو.
افغان لوبډلمشر د ايرلينډ د بريا خوبونه په اوبو لاهو کړه.
که څه هم سټرلینګ نيمه سليزه ووهله خو مکولم ۳ منډي وکړې.
بلبيرني ۲۰، پورټرفيلډ ۱۹ او ويلس ۳۴ منډي وکړې .
ايرلينډ په ۴۲م اوور کي ټولي ويکټي دلاسه ورکړې.
FB IMG 1558457851998 د لوبډلمشر ۶ ويکټو او د محمدشهزاد سليزي افغانستان ته لوبه وګټله!
دولت ځدران،افتاب عالم او رحمت شاه يوه يوه ويکټه واخيسته خو لوبډلمشر ګلبدين نائب په لومړي ځل ۶ ويکټي واخيستې او په يو ورځنيو لوبو کي يې خپلي ۵۰ ويکټي پوره کړې.
FB IMG 1558457966085 د لوبډلمشر ۶ ويکټو او د محمدشهزاد سليزي افغانستان ته لوبه وګټله!
افغانستان د ۱۲۶ منډو په توپير ايرلينډ ته ماته ورکړه.
د شهزاد سليزي،د نجيب ۶۰ منډو او د ګلبدين نائب ۶ ويکټو افغانستان ته لوبه وګټله.
دا چي د ۲ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ ګټلې وه نو سيريز مساوي سو.
FB IMG 1558459471954 د لوبډلمشر ۶ ويکټو او د محمدشهزاد سليزي افغانستان ته لوبه وګټله!
د سيريز غوره لوبغاړی پول سټرلينګ اعلان سو.
افغان لوبډله د جمعې په ورځ د انګلستان په کونټي لوبغالي کي د نړيوال جام لپاره د تياري په موخه د پاکستان سره تمريناتي لوبه کوي.