
راشدخان؛ هغه لوبغاړی چې په خورا کم وخت کې د نړۍ په کچه مشهور شو، په توپ اچونه او الراونډرۍ کې تر لومړي مقامونو ورسېد، د نړۍ لیګونه یې سترګې په لار شول او په نړۍ کې تر ټولو بوخت لوبغاړی شو.
هغه د افغانستان لپاره په ډېری لوبوکې غوره ستوری یا سوپرسټار شو او د نړۍ ځواکمن لوبغاړي یې په اوټ کولو سره ولړزول، برېنډ مکالم، کرېس ګېل، سورېش رېنا، ډوني، ویرات کولي او نور لوبغاړي یې په لیګونو کې پاویلین ته رخصت کړل او بیا همدغو لوبغاړو د شل کلن افغان ځوان صفتونه وکړل.
دا چې راشدخان څنګه دې مقام ته ورسېد؟ په اړه یې دلته درته وایو:
بهرنۍ رسنۍ او راشدخان ستاینه
د مانتلي کرکټ په نامه وېب پاڼه وایي، چې زمونږ خبریالانو د افغانستان کرکټ لوبغاړو سره زیات وخت تېر کړی او هغوی سره یې مرکې کړي دي.
بل پلو دغو خبریالانو سره د امریکا غږ تلویزیون افغاني خبریال مطیع الله عابد ډېره مرسته کړې، چې لوبغاړو سره د کرکټ مانتلي ورزشي خبریالانو اشنایي پېداکړه.
دا وېب پاڼه راشدخان خلکو ته داسې ورپېژني، دا کیسه د راشدخان ده، د نړۍ غوره شل اوریزو لوبو بالر، د یو ورځنیو لوبو دریم غوره بالر او د ټولو افغان لوبغاړو په منځ کې د نړۍ په کچه له خورا شهرت څخه برخمن لوبغاړی!
وېب پاڼه وایي د راشدخان ترڅنګ دا مقاله د افغانستان پېژندنه هم کوي.
افغانستان یې داسې یو هېواد معرفي کړی، چې خلک یې په قراره نه پرېږدي، لیګونو کې یې بمونه چوي، خلک یې له خپلو سیمو د جګړو له امله بې ځایه کېږي.
وېب پاڼه زیاتوي افغانستان کې کرکټ په ۱۹۹۵ م کال کې ثبت شو، دا مهال د طالبانو واکمني وه.
۲۰۰۰ م کال کې د افغانستان کرکټ له خیال او تصور د راوتلو په حال کې شو او عملي جامه یې واغوسته.
کرکټ بورډ منظم شو؛ قیمتي لوبغاړي وموندل شول او کرکټ قرار، قرار د پرمختګ مزل پیل کړ.
افغان لوبډله په نړۍ کې د زِمبابوې، بنګله دېش، سریلانکا او ویسټ انډیز لپاره سرخوږی شو، دا لوبډلې یې پر له پسې ماتې کړې او د هند په څېر لوبډلې سره مقابله په مساویانه ډول پای ته ورسېده.
۱۹۹۸ کال او د راشدخان زېږون
راشدخان په ۱۹۹۲ کال کې نه و، په ۱۹۹۸ کال کې نړۍ ته راغی، دا مهال افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ او د طالبانو واکمني وه.
راشدخان په کورنۍ کې یوولسم ماشوم و، چې وزېږېد.
دا یوولسم ماشوم د افغانستان لپاره لېګ برېک بالر جوړ شو او د ګوګلي ماسټرلقب یې یوړ.
دا ماشوم وځلېد، د جذابو لوبغاړو له ډلې شو او خورا مشهور شو.
وېب پاڼه کاږي دې تنکي ځوان بیا د افغانستان درې رنګه بېرغ رپولو لپاره د نړۍ ګوټ، ګوټ ته سفرونه وکړل او په مختلفو لوبغالو کې یې د افغانستان بېرغ په اهتزاز راوست او نړیوال یې ګوته په غاښ کړل.
د ویسټ انډیز اووه وېکټې یې وغورځولې د لنډ وخت لپاره یې د یو ورځنیو لوبو د غوره بالر په توګه تاج پر سر کړ او بیا ترې هندي بومرا دا تاج واخېست، خان دوهم نمبر شو او اوس ترې نیوزیلېنډی ټرېنټ بولټ هم مخکې هغه دوهم ځای ونیو او خان دریم شو.
د راشدخان وېنا
راشدخان ویلي کله چې ماته خلک افغان وایي زه خورا فخر کوم او دا چې زه په نړۍ کې د افغان په نوم یادېږم دا زما هدف و او اوس مې دا هدف لاسته راغلی دی.
دا خان په پاکستان کې ستر شو، مسلکي کرکټ یې زده کړ؛ خو فطري وړتیا یې بل اړخ و، چې د ده په مشهورتیا کې یې کلیدي رول لوباوه، دی فطري لوبغاړی دی.
راشدخان وایي زه په ۲۰۱۴ م کال کې هېواد ته راغلم، هوا یخه وه، ننګرهار کې کرکټ په غوړېدو و.
کرکټ هغه مهال د افغانانو په زړونوکې ځای شو؛ کله یې چې لوبغاړي په نړیوالو لوبوکې په تلویزیونونه راښکاره شول، کرکټ د افغانستان مظلوم ملت ته د خوښۍ یوه وسیله شوه، په شونډو یې د مُسکا ذریعه شوه.
دا مهال ننګرهار د کرکټ مرکز و، کرکټ له ختیځ ننګرهار څخه سر راپورته کړ، دلته لوبغاړي ونازول شول، لوبې په سیمه یزو رسنیو خپرې شوې، لوبغاړو سره مرکې وشوې، لوبغاړو ته ګلان په غاړه کې واچول شول او اتلان معرفي شول.
دا مهال کرکټ په افغانستان کې مخکښه لوبه شوه.
د راشدخان دې کوچ او مهاجرت
راشدخان دې هم د نورو افغانانو په څېر د روسانو د یرغل پرمهال پاکستان ته کډه شول او د کچه ګړۍ کمپ کې د زیاتره نورو افغانانو سره مېشت شول.
راشدخان ویلي هغه افغان لوبغاړي چې پاکستان کې یې کورونه وو، هغوی هلته په اکاډمیوکې کرکټ زده کړ او پښتونخوا کې مسلکي کرکټران شول.
راشدخان په کوچنیتوب کې د کرکټ لباس پر تن کړ، محلي لوبې یې له خپلو ورونو سره پیل کړې، نوموړی وایي ما لومړی ځل له کوچي کلب سره لوبه وکړه او دېته کوچېدونکي یا مهاجر وایي.
راشدخان هره ورځ ۲۵ اورونه ترسره کول
راشدخان کیسه کوي، چې ده به له خپلو مشرانو ورونوسره کرکټ کاوه، دی وایي ده به له سهاره ترماښامه کرکټ کاوه، نوموړي ویلي؛ ده هره ورځ تر ۲۵ پورې اورونه ترسره کول.
دی زیاتوي زه به کرکټ کې دومره بوخت وم، چې بیا به د کور څخه خبر راغی، چې راځه د ماښام ډوډۍ تیاره ده.
راشدخان وایي دی هغه بالران خوښوي، چې لاسونه پراخه نیسي او د توپ اړخ یې بدل وي، لکه پاکستانی شاهد افریدي.
نوموړی وایي زما لپاره د پرمختګ چانس ډېر کم و؛ خو زما فطري وړتیا او مهارت د دې سبب شو، چې زه مثبت شم او اغېزمې د افغانستان ترڅنګ په نړۍ کې هم ثابت شي.
راشدخان او د مور مخالفت یې
راشدخان وایي ماته مې مور اجازه نه راکوله، چې زه دې د کرکټ لوبغاړی شم، مګر د اوونۍ په وروستۍ رخصتۍ ورځ کې زما لوبې کولو ماته د کرکټ یو دهلیز پرانېست او زه بیا د کورنۍ ترڅنګ نورو خلکو هم د کرکټ لوبغاړي په توګه وپېژندم.
افغان لوبډله او د لېګ برېک بالر اشده اړتیا
راشدخان زیاتوي تاج مالک عالم، چې د افغانستان د عصري کرکټ بنسټ اېښودونکی یادېږي، ده لوبغاړو ته درس ورکاوه، په تباشیریې ورته لوبه تشریح کوله او دوی ته یې ویل چې مونږ پرمختګ کولای شو؛ خو ډېر کار او ښو لوبغاړو ته اړتیا ده.
دی وایي دا مهال افغان لوبډلې سره لېګ برېک بالر یواځې سمیع الله شینواری و؛ نو بل اغېزناک لېګ برېک بالر ته اړتیا وه، دې لېګ برېک بالر باید کلیدي رول ولوبولای وای، لکه څنګه چې اسټرالیاکې شېن وارن و او لکه څنګه پاکستان سره شاهد افریدي و، داسې یو بالر ته افغانستان هم اړتیا لرله.
دی وایي زمونږ په کورنۍ کې ټولو لېګ برېک بال کاوه او یواځې یو وراره مې اف برېک و.
د راشدخان توپ اچونه
راشدخان د خپلې توپ اچونې په اړه وایي زه له دوه مهارتونوکار اخلم، د مړوند څخه توپ اچونه او د ګوتې په وسیله توپ اچونه.
هر بالر دا وړتیا نه لري، چې دواړه مهارتونه ولري.
خان کاږي ده به د شاهد افریدي لوبې ډېرې کتلې او دا یې هیله وه، چې د هغه په څېر توپ وهنه او توپ اچونه وکړي.
هغه وایي ده په ۲۰۱۶ م کال کې د بنګله دېش سوداکریز کرکټ لیګ کې شاهد افریدي سره له نږدې ولیدل، هغه سره یې خبرې وشوې، دی وایي افریدی زما په لیدو خورا خوښ شو.
شاهد افریدي د راشدخان د توپ اچونې په اړه یې نظر
د افغانستان سوداګریز لیګ پر مهال شاهد افریدي وویل، چې راشدخان د بالېنګ په برخه کې هیڅ لارښوونې ته اړتیا نه لري، بلکې هغه خپله له تجربو او وړتیاوو ډک دی.
افریدي راشدخان ته وویل، چې ته باید د بال سپيډ معمولي زیات کړې.
راشدخان او لوبډلې سره یې یوځای کېدل
دی وایي له ما د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره ټرېل یا ازموینه واخېستل شوه، زه له غوراوي کمېټې اوسني مشر دولت احمدزي سره کېناستم، زه یې د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره غوره کړم، مالیزیاکې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالۍ افغانستان وګټلې.
راشدخان او انضمام الحق سره یې ملاقات
نوروز منګل په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان لوبډلمشرۍ څخه د ګوښه کېدو په حال کې و، بیا د غوراوي کمېټې مشر شو، دا مهال انضمام الحق د افغان لوبډلې د توپ وهنې روزونکی و، نوروز منګل راشدخان په نېټ یا جال کې د تمریناتي توپ اچونې لپاره راوغوښت.
د نوروز منګل د راشدخان بالېنګ خوښ شو او د هغه یې خورا صفت وکړ.
راشدخان وایي نوروز منګل وویل چې دا د شل اوریزو لوبو ښه بالر دی؛ خو کله مې چې د زِمبابوې خلاف ښه توپ اچونه وکړه، بیا یې وویل چې دا د یو ورځنیو لوبو غوره بالر دی.
د راشدخان د یو ورځنیو لوبو پیل
راشدخان په ۲۰۱۵ م کال کې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه له زِمبابوې سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.
په دې لوبه کې نوموړي په لس اورونوکې ۳۰ منډې ورکړې، دوه اورونه یې مېډن کړل او یوه وېکټ یې واخېسته.
دا لوبه افغانستان له زِمبابوې څخه په ۵۸ منډو وګټله.
۲۰۱۸ کال او د راشدخان بوختیا
راشدخان په ۲۰۱۸ کال کې د آې پي ایل لیګ په بریا پای ته ورساوه، بیا د سي پي ایل لیګ کې واخېستل شو، هلته یې د امازون وریئرز لوبډلې ملا وتړله، له هغې وروسته د انګلستان ناټ وېسټ بلاسټ سیالیو په لور وکوچېد، په سسېکس لوبډله کې له کامیاب سفر وروسته، بېګ باش لیګ ته ولاړ ۲۰۱۸ کال کې یې لوبډله اډیلایډ سټرایکرز د اتلولۍ څښتنه شوه او راشدخان پکې د ۱۷ وېکټو په اخېستلو سره لومړی بالر شو.
د ۲۰۱۸ کال پای او د ۲۰۱۹ په سرکې یو ځل بیا لیګونو کې ولوبېد او د افریقا مزانسي لیګ ته یې هم سر ورښکاره کړ په هغې کې له لوبېدو وروسته د افغانستان او ایرلېنډ سیریز ته هندوستان راغی.
د راشدخان په وېنا چې په ۲۰۱۸ کې دی دومره بوخت و، چې لس میاشتې یې کور ونه لید او د خپلې مور او کورنۍ له دیدار څخه محروم و.
۲۰۱۸ کال کې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان د بوختو لوبغاړو په منځ کې لومړي وو، دوی دواړو لسو لوبډلو کې ګډون کړی وی.
راشدخان او ځوانان لېګ برېک توپ اچونې هڅول
راشدخان دومره مشهور شو، چې افغانستان کې یې ځوانان لېګ برېک توپ اچونې ته لېواله کړل، ډېری ځوانانو د هغه تقلید پیل کړ او د هر چا په خوله د راشدخان نوم زمزمه کېده.
مخکې له راشدخان په افغانستان کې لېګ برېک بال سره د ځوانانو چندان علاقه نه وه، خو د ده ځلېدلو د لېک برېګ توپ اچونې ځلولو او عام کولو ته زمینه برابره کړه، افغانستان کې ډېر لېګ برېک توپ اچوونکي رازغورن او وموندل شول.
ظاهرخان چېنا مېن لېګ برېک، قېس احمد لېګ برېک او ځېنې بالران افغان لوبډلې ته جذب شول.
احمد قریشي او له راشد تقلید
دا چې د راشدخان توپ اچونې او د نورو لوبغاړو لاسته راوړنو د افغانانو پر کرکټ مثبت اغېز وکړ؛ نو د کرکټ اکاډمیانې پر ځوانو لوبغاړو او تنکیو ماشومانو ډکې شوې، دوی هره ورځ په ننګرهار کې، چې د افغانستان د معاصر کرکټ مرکز او کور ګڼل کېږي، په شمار کرکټ اکاډمیو ته د مسلکي کرکټ زده کړو لپاره ورځي او خورا سخت تمرینات مخته وړي.
د همدغو تنکیو ماشومانو په منځ کې یوولس کلن احمد قرېشي هم و؛ نوموړي د راشدخان تقلید کاوه او د کټ مټ بالېنګ له امله په کوچني خان مشهور و، نوموړی ماښام مهال د ننګرهار د بهسودو پله له څېرمه سپین غر اکاډمۍ څخه کورته پر لاره و، چې نامعلومو وسلوالو یرغمل کړ.
دا د راشدخان او نورو افغان کرکټ ستورو خورا ځلیدل وو، چې ننګرهاري ماشومان او ځوانان یې کرکټ ته رامات کړل او لا دا لړۍ ښه په درز کې روانه ده.
د ملي لوبډلې ترڅنګ سکول لېول یا ښوونځیو درجې لوبې پیل شوې، ۱۹ کلنو او ۱۷ کلنو لوبډلې رامنځته شوې، د معلولو لوبغاړو لوبډله جوړه شوه، افغانستان کې شپږیزه لیګ پیل شو او بیا د افغانستان سوداګریز لیګ په خورا ښه بڼه په دوبۍ کې ترسره شو.
د روژې په میاشت کې د رمضان جام سیالۍ هم په ننګرهار او هم په کابل کې کېدلې او سږ کال هم په کابل کې دا لوبې وشوې.