که افغان لوبډله غواړي راروانه لوبه وګټي، باید دا تېروتنې ونه کړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

افغان لوبډلې د می په ۱۹ مه نېټه له ایرلېنډ څخه ستره ماته وخوړه، دغې ماتې ځېنې علتونه درلودل.
په دغې لوبه کې د مشرتابه کمېټې څخه نیولې تر لوبډلمشر پورې تېروتنه کړې ده.
لومړی علت او تېروتنه
د لوبډلمشر او رهبرۍ غړو لومړۍ تېروتنه دا وه، چې ټاس یې وګاټه او توپ اچونه یې وټاکله.
عموما په سختو پېچونو لومړی باید توپ وهنه وشي، د ایرلېنډ د ډوبلېن ویشتن ځای په پرتله پرونی ویشتن ځای چې بېلفاسټ سیمه کې و، د توپ اچونې لپاره ډېر مساعد و.
په دې لوبغالي باید د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وشي؛ خو افغانستان داسې ونه کړل او افغان لوبډله ناکامه هم شوه.
په سخته وېکټ لومړی توپ وهنه څو ګټې لري، لومړی دا چې لوبغاړي په ډاډه زړه لوبېږي، هیڅ په فشار په ځان نه مني، دوی وایي که کم ټارګېټ هم وړاندې کړي، یوه هیله یې دا وي، چې کېدای توپ اچوونکي له کم هدف دفاع وکړي، لکه څنګه چې ایرلېنډ له ۲۱۱ منډو هدف په دفاع کولو کې بریالی شو.
دوهمه ګټه دا وي، چې لوبغاړي لوبغاړي کرېنټ رن رېټ پر اساس مخته ځي او دا د دوی په خوښه وي، چې مخته لاړ شي.
کرېنټ رن رېټ په یو اوورکې له بالر څخه په منډو اخېستلو پورې تړاو لري، په هر اوورکې د منډو اخېستلو اوسط وځي او بیا په ټولو اورونوکې یې اوسط راوځي او کرېنټ رن رېټ ترې جوړېږي.
نو که لوبغالي ته په کتو لومړی توپ وهنه وشي، یواځې مثلا د کرېنټ رن رېټ مخته وړل وي او دې کې لوبغاړي له فشار پرته لوبه کوي.
بل دا چې په لومړي اننګز کې که توپونه مِس هم شي او وېکټ وساتل شي بیا مېډل ارډر او وروستیو توپ وهونکو ته د هېټ ښه زمینه برابرېږي او کولا شي د لومړیو یا منځنیو اورونو تشه بېرته ډکه شي او ټارګېټ لوړ شي.
د ایرلېنډ خلاف لومړۍ لوبه کې باید افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه کړې وای، بیا د بریا چانس ډېرېده، ځکه لوبغالی سخت و او منډې پرې په اسانۍ نه جوړېدې او افغانستان بیا کولای شول چې له هدف څخه یې دفاع کړی وای.
ځکه د افغانستان بالېنګ نسبت توپ وهنې ته ډېر پیاوړی دی.
GUL BADDIN که افغان لوبډله غواړي راروانه لوبه وګټي، باید دا تېروتنې ونه کړي
که د سه شنبې په ورځ لوبه په همدغه بېلفاسټ لوبغالي وي، باید افغانستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړي.
د بلفاسټ ویشتن ځای واښه یاګراس درلودل او په داسې پیچونو بیا فسټ بالېنګ ډېر بریالی وي، بال پرې بونس اخلي او ځېنې وخت بال سکېډ کېږي، چې توپ وهونکی په اسانۍ نه شي لوبولای او د اوټ کېدو امکان یې زیات وي.
لومړۍ لوبه کې ۷ وېکټې د افغانستان فسټ بالرانو واخېستې، دوه راشدخان او یو لوبغاړی رن اوټ شو.
د ایرلېنډ دوو فسټ بالرانو بیا ۷ وېکټې او مېډیم بالریې یوه وېکټ ترلاسه کړه.
د لوبډلې لپاره تغیرات
راروانه لوبه کې باید حضرت الله ځاځي پرځای نورعلي ځدران او د مجیب پر ځای که سمیع الله شینواري ته وخت ورکړل شي؛ نو لږ به اوپننګ او توپ وهنه ورسره پیاوړې شي.
که څه هم مجیب لومړۍ لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه، که وېکټ یې وانخېسته خو ایکانومي یې ښه وه.
سمیع الله شینواری په دوهمه درجه هېوادونو ښه توپ وهنه کولای شي او کېدای شي ډېر مثبت تمام شي او بُحراني وخت کې کولای شي د لوبې حالت بدل کړي.
نورعلي ځدران ډېر وخت وشو، چې نه دی لوبېدلی په دې لوبه کې باید دی وارزول شي، چې څنګه دی، که له ځاځي ښه و؛ نو بیا نړیوال جام کې باید ډېر چانس د لوبېدو ورکړل شي.
مونږ تېره لوبه کې درې فسټ او درې سپېن بالران درلودل. په یوه لوبه کې زمونږ شپږ بالران ولوبول، باید د توپ وهنې برخې ته هم توجه وشي او توازن باید وساتل شي.
هغه لوبغاړی باید واخېستل شي، چې د توپ اچونې ترڅنګ توپ وهنه هم وشي کولای.
حمید حسن د توپ اچونې د تجربې ترڅنګ د توپ وهنې ښه تجربه هم لري.
نو د کرکټ لوبډلې رهبرۍ او لوبډلمشر ته پکار دي، چې ویشتن ځای ته په کتو مناسبه پرېکړه وکړي او په پلان مخته ولاړ شي.
د افغانستان توپ وهونکي له دوه یا درې وېکټو لوېدو وروسته سخته پرېشر اخلي، چې دایې د کمزورۍ ستر ټکی دی.
هغه لوبغاړي چې په لوبه کولو برلاسي وي او ښه لوبېدای شي باید هیڅ فشار ونه مني او خورا ډاډه ولوبېږي.
د راشدخان څو شاټونو افغانان راویښ کړل د ریکوایر یا اړتیا رن رېټ اندازه یې راکمه کړه او اوسنی رن رېټ یې لوړ کړ.
محمدنبي هم ښه لوبه روانه کړې وه، کوم توپ چې هغه بېټ ور واچاوه او کېچ شو پرې دا لوبولو توپ نه دا توپ نړیوال لوبغاړي د اړتیا په صورت کې پرېږدي او کیپرته یې ور خوشې کوي.
خو محمدنبي تېروتنه وکړه او بېټ یې ور واچاوه، که محمدنبي تر وروستیو شېبو ولاړ وای لوبه یې خامخا ګټله.
نو راتلونکي کې باید لوبغاړي او مشران دې ټکو ته پام وکړي بیا کولای شي، پرمختګ وکړي او بریا خپله کړي.