په روژه کې د کورنیو لبنیاتو بازار

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

راپور: انس عمار
له ګڼو سیمو یو سیمه د بیلګې په ډول یادوو، د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په یوه کلي کې څاروي پال په شنه سهار کې د شیدو له بوشکو سره له کورونو راوځي او پلوري یې ددغه کلي یو وسیدونکی حبیب الله وايي چې پخوا د غواګانو ساتنې ورته ډیره ګټه نه لرله خو اوس یې د کورني اقتصاد د ملا تیر جوړوي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د راپور پر بنسټ له کلیو راټولې شوې شیدې د کابل ګذرګاه چاڼځي یا د لبنیاتو د پروسس فابریکې ته لیږدول کیږي، دغه چاڼځی په ورځ کې د ۵۰۰۰ لیټره شیدو د پروسس وړتیا لري.
له شاوخوا ۱۰۰۰ کورنو راټولې شوې شیدې پروسس ته وروړل کیږي چې شیدې، مستې، تروې، کوچ، پنیر، پیروی، چکه او نور ترې تر لاسه کیږي.
د فابریکي چارواکي وايي چې دوی ړومبی شیدې ځیري او په وینا یې هغه شیدې نه کاروي چې خوند رنګ یې بایللی وي یا خرابې شوې وي. ورپسې شیدې له میکروبو پاکول کیږي، د شحم اندازه یې لګول کیږي او دغسې یې د پروسس لړۍ مخې ته ځي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ د راپور له مخه کابل ښاریان د ګذزګاه د شیدو د چاڼځي شیدې په ډیرې لیوالتیا سره اخلي.
یاد شوي وزارت هم په کلیو کې د لبنیاتو د ټولنو په جوړولو، او د څارویو په واکسینولو سره دې برخې ته پام ډیر کړی دی.
خو نیوکې هم شته ویل کیږي که د پورسس لوی ماشینونه له بهر وارد کړل شي د شیدو د پروسس لړۍ به چټکه شي او ورسره به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همدا راز تر اوسه په افغانستان کې داسې وسایل او ماشینونه نشته چې شیدې د ډیر وخت لپاره په پاکټونو کې بندې کړي.
مالدارۍ وزارت وايي چې د افغانستان په فارمونو کې د شیدو شاوخوا ۴ میلونه غواګانې او نږدې ۲۰ میلونه میږې او اوزې شته چې شیدې یې تر پروسس وروسته بازار ته وړاندې کیدی شي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال افغانستان له پاکستان او ایرانه هم پریمانه شیدې واردوې په پاکټونو کې د بندو پاکستاني شیدو یو کیلو په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کیږي او د افغانستان د یو کیلو شیدو بیه له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو ده. سره له دې چې د بهرنیو شیدو د کارونې موده او د پروسس څرنګوالی کره نه وي.
د ټولنیزو رسنیو یو کارونکي له همدې کبله د مالدارۍ وزارت یوه راپور ته په تبصره کې لیکلي چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څاروي پالو سره هیڅ راز مرسته نه کوي لیکي چې ده د غواګانو فارم درلود څو ځله د مرستې غوښتلو لپاره وزارت ته لاړ خو چا ورسره هیڅ راز مرسته ونه کړه او اړ شو چې غواګانې وپلوري نوموړی لیکي چې په دې سره یې څه دپاسه یو میلون افغانۍ تاوان وکړ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.