ویسټ انډیز بل الراونډر هم نړیوال جام ته چمتو کړ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د می په ۱۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پیاوړی الراونډر ډوېن براوو یې د نړیوال جام لپآره په ریزرف یا چمتو لوبغاړو کې اخېستی دی.
‌ډوېن براوو تېر کال له لوبو تقاعد اعلان کړی و؛ خو د انګلستان پر لور به د احتیاطي لوبغاړي په توګه د ویسټ انډیز لپاره پرواز وکړي.
ویسټ انډیز ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی، چې اوس یې پکې پولارډ او براوو هم د چمتو لوبغاړو په توګه اخېستي دي.
براوو ۳۵ کاله عمر لري هغه په ۲۰۱۶ م کال کې وروستۍ شل اوریزه لوبه د پاکستان خلاف کړې وه.
براوو له څلورو کلونو راهیسې یو ورځنۍ لوبې نه دي کړي، ۲۰۱۴ م کال کې د هندوستان خلاف هغه د لوبډلې لوبډلمشر و او بیا هېواد ته ستون شو.
BRAVO AND POLLARD 1 ویسټ انډیز بل الراونډر هم نړیوال جام ته چمتو کړ
د پولارډ او براوو ترڅنګ نور لوبغاړي هم شته، چې د ویسټ انډیز لپاره د چمتو یا ریزرف لوبغاړو په توګه اخېستل شوي دي، سونېل امبرېس، جان کمپ بېل، جنتن کارټر، روسټن چېس، شېن ډورېچ، کیمو پال، خېري پیئر او رېمون ریفر هم په چمتو لوبغاړو کې دي.
د یکشنبې په ورځ د می په ۱۹ مه نېټه ویسټ انډیزي لوبغاړو د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې تمرینات پیل کړي دي.
ایوین لیویس چې مخکې ژوبل و اوس بېرته ښه شوی دی او لوبډله کې شامل دی.
د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ اجرایوي مشر جاني ګرېف ویلي، چې دوی د انګلستان او اسټرالیا لوبډلو سره موافقې ته رسېدلي او دوی سره به تمریناتي لوبې کوي، چې دا لوبې د نړیوال جام لپاره چمتو والی ښودل شوی دی.
ویسټ انډیز په داسې حال کې لوبډله پیاوړې کوي، چې د دې لوبډلې لوبډلمشر جېسن هولډر ویلي، چې په نړیوال جام کې د دوی ستر هدف د افغانستان لوبډله ده.
بل پلو بیا افغان کرکټ لوبډله وایي، چې دوی له ایرلېنډ سره د لوبو په بریا سره کولای شي، مُرال پیاوړی کړي او لا به نړیوال جام ته ښه چمتو شي.