
ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ۵ لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه هم انګلستان وګټله.
د لوبي پچه انګلستان وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه.
انګلستان په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځيدو ۳۵۲ منډي هدف وټاکی.
وينس ۳۳، بيړسټو ۳۲، روټ ۸۴، مورګن ۷۶، بټلر ۳۴ او ټام کرن ۲۹ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره شهنشاه افريدي ۴، حسن علي او محمدحسنین يوه يوه او عماد وصیم ۳ ويکټي واخيستې.
د انګلستان د ۳۵۲ هدف لپاره پاکستاني توپوهونکو ډير خراب پيل وکړ.
په ۷ منډو کي يې ۳ لوبغاړي دلاسه ورکړي وه.
فخر زمان صفر، عابدعلي ۵ او محمدحافظ په صفر منډو وسوځيدل.
خو وروسته بابر اعظم او سرفراز احمد قوي ملګرتیا جوړه کړه.
بابر اعظم ۸۰، او سرفراز ۹۷ منډي وکړې، ورپسې اصف علي ۲۲، عماد وصيم ۲۵ او محمدحسنين ۲۸ منډي وکړې.
د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۷م اوور کي په ۲۹۷ منډو وسوځيدله.
د انګلستان لپاره کريس ووکس ۵، عادل راشد ۲ او ويلي يوه ويکټه ترلاسه کړه.
انګستان د ۷۰ منډو په توپير پاکستان ته ماته ورکړه.
د لوبي غوره لوبغاړی کريس ووکس سو.
د سيريز لومړۍ لوبه د باران له کبله بې نتيجې پایته ورسيده، ۴ نوري پرلپسې لوبي انګلستان وګټلې او پاکستان ونه توانيدی چي يوه لوبه هم وګټي،او کلین سويپ سو.
جیسن رای د سيريز د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.