ژباړه: عطا محمد میاخېل
که وپوهېږئ، چې ستاسو د ماشوم د ښوونکي په ذهن کې څه تېرېږي، هم په ښه توګه کولای شئ، چې د ښوونکي د تدریس په پروګرام باندې پوه شئ او هم کولای شئ، خپل ماشوم ته لارښوونه وکړئ، ترڅو غوره کړنې ولري.
زموږ دنده خوندوره نه ده
که چېرې کوچنیو ماشومانو ته درس ورکوو، فکر مه کوئ، چې زموږ دنده ډېره خوندوره او بوختونکې ده او موږ ته مه وایئ، کاشکې ستاسو پر ځای وای! دا ماشومان کله چې د کور له چاپېریال څخه بهر دي، په بشپړه توګه له ځانه توپیري او نوې رویه څرګندوي.
زه د واده مشاور نه یم
په هغو ناستو کې، چې له تاسو سره یې لرو، نو د مهربانۍ له مخې اجازه راکړئ، چې ستاسو د ماشومانو د زده کړو په موضوعاتو باندې وغږېږم، نه دا چې خاوند مو له تاسو سره د کور په کارونو کې هېڅ مرسته نه کوي.
زموږ هم له آزموینې بد راځي
موږ ښوونکي د ضوابطو، اصولو او قوانینو پر بنسټ اړ یو، چې له ماشومانو څخه آزموینه واخلو.
تکنالوژي د ماشومانو په چلند کې منفي بدلون را منځته کړی دی
مخکې به هلکان له کوره د لوبو کولو لپاره بهر کېدل او خپلې ستونزې به یې په خپله حل کولې، خو اوس د کمپیوټر او نورو پرمختللیو وسایلو له شتون سره سره، اړیکیز مهارتونه نه لري او نه پوهېږي، چې د ښوونکي له ښکېل کېدو او دغه راز د هغه له مرستې پرته څنګه خپل بد او ځورونکي احساسات ومني.
زه ستاسو د ماشوم چلندونو ته متوجه یم
کله چې د هغه د ارګمي ایستلو لوړ غږ اورم، نو ځانته یادونه کوم، چې زده کوونکي د خپلو والدینو د چلندونو انعکاس ورکونکي دي.
هر ماشوم ځانګړی دی، خو….
ماشوم مو ښایي ستاسو د توجه مرکز او ټوله دنیا مو وي، خو زه باید خپله توجه په ۲۵ کسانو باندې ووېشم.
موبایل کولای شي، د حواسو تر ټولو ستر ګډوډونکی وي
د مهربانۍ له مخې خپلو ماشومانو ته اجازه مه ورکوئ، چې ښوونځي ته له ځان سره موبایل راوړي او په دې کار سره مو له موږ سره مرسته وکړئ.
موږ ښوونکي ډېر زیات رولونه لرو
موږ هره ورځ د مور، پلار، اروا پوه، دوست او مشاور رول لوبوو او په دې سره بېره باید زموږ حواس د زده کړې اختلالاتو، هغو ستونزو ته، چې زده کوونکي یې په کور کې لري، اروایي فشارونو او ډېرو نورو مسایلو ته وي.
موږ پوهېږو، چې په کور کې د کومو مسایلو په اړه غږېږئ
زده کوونکي په ټولګي کې د کور رازونه بربنډ او افشا کوي: پیسې، مذهب، سیاست او په کور کې، چې کومې کړنې کېږي.
موږ له ماشومانو څخه ډېر د رخصتیو له ورځو سره مینه لرو
موږ هم له واورینو او د رخصتیو له ورځو سره ډېره زیاته مینه لرو او له هغو څخه خوند اخلو.
هغه څه، چې ماشومان زموږ په ذهن کې تل پاتې کوي، نمرې او د هغو اوسط نه دی
کوم زده کوونکي، چې زموږ په ذهن کې پاتې کېږي، هغه هلکان دي، چې مهربان دي، په درنښت کولو باندې پوهېږي او زړه خوږي دي، نه هغه کسان، چې ښې او ډېرې نمرې اخلي.
تاسو خپل کار کوئ او موږ هم خپل کار
داسې زده کوونکي هم لرو، چې والدین یې کړنیز مدیران او د شرکتونو رییسان دي او زموږ لیدو ته راځي، ترڅو ووایي، چې څنګه باید صنف اداره کړو! خو موږ هېڅکله په دې اړه فکر نه کوو، چې شرکت یا سازمان ته یې ورشو او هغوی ته دا ورزده کړو، چې خپل کارونه څنګه ترسره کړي!.
زموږ د تګ او راټګ ساعت ستاسو د ماشومان په څېر نه دی
موږ هماغه ساعت، چې ستاسو ماشومان ښوونځي ته راځي، ښوونځي ته نه ننوځو او له هغوی سره په هم مهالې توګه له ښوونځي څخه نه بهر کېږو. موږ ډېری ښوونکي، ډېر ساعتونه په ښوونځي کې تېروو.
موږ د ماشومانو دښمنان نه یو
موږ ښوونکي واقعاً د میندو او پلرونو ترڅنګ یو.
هلکان دروغ وایي
ډېر ساده او آسانه دی: ستاسو ماشوم دروغ وایي، ترڅو له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شي.
ماشومان مطالعې ته وهڅوئ
کتاب لوستل او مطالعه، په هر عمر کې د بریا کیلي ده.
د کورنۍ دندې ترسره کول د ماشومان کار دی، نه ستاسو کار
موږ کولای شو له ماشومانو سره د هغوی په کورنۍ دنده کې د مرستې او دغه راز په بشپړه توګه ستاسو له خوا د ترسره کولو ترمنځ توپیر وکړو، په ځانګړې توګه کله چې تختې ته پورته شي او په هېڅ باندې نه پوهېږي.
موږ د پیسو لپاره ښوونکي شوي نه یو
هېڅ داسې ښوونکی نه شئ پیدا کولای، چې د پیسو لپاره ښوونکی شوی وي، ځکه د ښوونکي معاش اصلاً وسوسه کوونکی او ډېر نه دی.
د ماشومانو په کورنۍ دنده باندې څارنه وکړئ
که ماشوم مو وایي، چې خپله کورنۍ دنده یې ترسره کړې ده، دا په دې مانا نه ده، چې هرومرو یې په سمه توګه ترسره کړې ده، تاسو هم باید هره شپه د هغه کورنۍ دنده وګورئ.
موږ هم ناهیلي کېږو
نن ورځ تدریس او معلمي، هغه وخت چې زموږ ښوونکو لپاره خوندوره وه اوس نه ده. هغه زده کوونکي، چې ادب او احترام یې نه دی زده او هغه والدین، چې له موږ سره د خپلو ماشومانو له امله جګړه کوي، نو موږ ناهیلي کوي.
له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړئ
نن ډېری میندې او پلرونه برېښنایي وسیلې د خپلو ماشومانو په واک کې ورکوي، ترڅو هغوی پرې بوخت کړي، خو ماشومان له خپلو والدینو سره خبرو ته تږي دي او خوښېږي یې په دې باندې پوه شي، چې تاسو ورسره مینه لرئ او د هغوی لپاره وخت په پام کې نیسئ.
هلیکوپټري مور او پلار مه اوسئ
له ماشومانو څخه ملاتړ او په هغوی باندې پام او څارنه اړینه ده، خو ځینې میندې او پلرونه هلیکوپټري کړنې ترسره کوي او له بریده زیات ملاتړ کوونکي او کنټرولونکي دي.
پوهنتوني زده کړې هرڅه نه دي
بریا یوازې د ښو او لوړو نمرو د ترلاسه کولو او د څو ژبو د زده کولو له لارې نه شي ترلاسه کېدای. هوښیار، ځیرک او منطقي والدین پوهېږي، چې هر ماشوم خپل ځانګړي استعدادونه لري او اړینه نه ده، چې ټول پوهنتون ته داخل شي. هغوی پوهېږي، چې مسؤولیت منل او یو ښه ښاري اوسېدل، هغه تګلوری دی، چې په خوښۍ، رضایت او بریا سره پای ته رسېږي.
اجازه ورکړئ، چې ماشومان تېروتنه وکړي
موږ په دې باندې پوهېږو، چې تاسو د ماشومانو ښېګڼه غواړئ، خو د مهربانۍ له مخې تاسو د ماشومانو کارونه مه ترسره کوئ او اجازه ورکړئ، چې تېروتنه وکړي، که تېروتنه ونه کړي، نو څنګه یې زده کړي؟ ننني ماشومان بریا ته د رسېدو لپاره د هڅې کولو انګېزه نه لري، ځکه داسې احساس کوي، چې والدین یې تل د دوی د مرستې او ملاتړ لپاره حضور لري.
کله وخت یوه مسکا هر څه بدلوي
داسې ورځې وي، چې واقعاً زړه مو غواړي هرڅه خوشې کړو، خو کله چې د هغه زده کوونکي په شونډو باندې مسکا وینو، کوم چې د ټولګي په هغه ګوښه کې ناست دی، نو هرڅه بدلون کوي او یو دلیل پیدا کوو، چې حتا تر مخکې هم په خپل مسلک باندې میین واوسو.