
د ویسټ انډیز کرکټ بورډ له قوله کرېک ټرېکر وېب پاڼې لیکلي، چې یو بل ستر هېټر کېرون پولارډ هم د ویسټ انډیز نوملړکې د نړیوال جام لپاره ورزیاتېږي.
د نړیوال جام لپاره د نهایي یا وروستیو لوبډلو لېست باید د می په ۲۳ مه نېټه بشپړ شي.
د می له ۲۳ مې نېټې وروسته بیا لوبډلو کې تغیرات نه راځي، په تېر کې ټولو لس واړو کرکټ بورډونو د نړیوال جام لپاره لومړنۍ یا ابتدایي لوبډلې اعلان کړې وې.
اوس یو ځل بیا لوبډلې کولای شي، د می تر ۲۳ مې نېټې په دې نوملړونوکې تغیرات راولي.
کېرون پولارډ او وروستۍ لوبه یې
کېرون پولارډ په ۲۰۱۶ م کال کې د پاکستان پر وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کړې وه او بیا د ویسټ انډیز لپاره نه و لوبېدلی؛ خو په آې پي ایل کې د نوموړي د لوبې تغیروونکو پاڼیو وکولای شول، چې ده ته یو ځل بیا د ویسټ انډیزي کرکټ بورډ پام ور واوړي او په منځنۍ برخه کې یې د یو هېټر په توګه ولوبوي.
د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ یوه مشر رابرټ هاینېس ریکنز ویلي، چې د تجربو خاوند کېرون پولارډ باید د نړیوال جام لپاره د ویسټ انډیز غړی شي.
د ویسټ انډیز کرکټ بورډ هم په دې لټه کې دی، چې د لوبغاړو روغتیایي حالت ور ارزوي او بیا پولارډ ته ځای ومومي.
د ویسټ انډیز کرکټ بورډ وایي د اونۍ په اوږدو کې به دوی په دې هکله پرېکړه اعلان کړي.
ویسټ انډیز د کېرون پولارډ، کرېس ګېل او رسل په نشتون کې بنګله دېش ته درې اړخیز سیریز د می په ۱۷ مه نېټه بایلود، د درې اړخیز سیریز اتلولي بنګله دېش وګټله، بنګله دېش ټولې لوبې وګټلې او اتلولي یې واخېسته.
پولارډ د ویسټ انډیز لپاره ۱۰۱ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې دې لوبوکې یې ۲ زره ۲۸۹ منډې کړي دي.
نوموړي په همدغو لوبوکې ۵۰ وېکټې هم اخېستي دي.
پولارډ نه یواځې دا چې یو مجرب او غوره الراونډر دی، بلکې په ډګر ساتنه کې هم بې مثاله دی او خورا ښه کېچونه نیسي.