له اوږدو جنجالونو او جوړجاړیو وروسته، میر رحمان رحماني د افغانستان د ولسي جرګې د ریس په توګه اعلان شو.
د ولسي جرګې د ریس د څوکۍ لپاره په ننیو انتخاباتو کې کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني کاندیدان وو. د رایو له شمیرلو وروسته د میر رحمان رحماني لپاره 123 رایې او د کمال ناصر اصولې لپاره 55 رایې وشمیرل شوې. 53 رایې هم سپینې کارول شوې وې او 13 رایې هم باطلې اعلان شوې دي.
که څه هم میررحمان رحماني د 123 رایو په تر لاسه کولو ونه توانیده چې 50 جمع یو رایې پوره کړې خو ویل کیږي چې تخنیکي ټیم په مداخله نوموړی د ولسي جرګې موقت ریس ښاغلي دهقان له خوا ددې جرګې د ریس په توګه اعلان شو.
د ولسي جرګې په تالار کې لا هم یو شمیر وکیلان ددې جرګې د ریس په توګه د میررحمان رحماني پر ټاکنه ملاحظات لرې او وايي چې پنځوس جمعه یو چې 124 رایې کیږي، یې نه دي پوره کړي. خو هغوی چې رحماني بریالی بولي وايي، د جرګې غړي د هغو رایو پر بنسټ چې کارول شوي حساب کوي.
د ولسي جرګې د ریس لپاره ټاکنې د پنجشنبې پر ورځ( د غویی ۲۶ ) تر سره د څلورو کاندیدانو ترمنځ شوې وې.
په لومړي پړاو ټاکنو کې عمر نصیر مجددي، کمال ناصر اصولي، میررحمان رحماني او میرویس یاسیني د ولسي جرګې ریاست ته ځانونه نوماند کړي وه؛ خو هیڅوک بریالی نشول، چې پنځوس جمع یو رای خپله کړي. په دې ټاکنو کې د میرولي رحماني او ښاغلي اصولي رایې له نورو ډېرې وې او د دوی تر منځ سیالي نن ورځې ( شنبې ) ته وځنډول شوه.
د ریس ټاکنې لپاره د میلونونو ډالرو ویش
ښاغلي اصولي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه داسې اشاره کړې چې ګوندې د مشرتابه په انتخاباتو کې جوړجاړیو او اخیستلو او خرڅولو رول درلود.
نوموړې لیکلي کله چې دې ”خپله خرڅ شي له پردیو څه ګیله“
په ولسي جرګه کې دننه ځینو نورو سرچینو هم یاران ته تایید کړه چې د خلکو ځینو استازو خپلې رایې د پیسو او نورو جوجاړیو په بدل کې پلورلي یا کارولي دي.
ځینو خبریالانو د ښاغلي اصولي له خولې ویلي چې نن په ولسي جرګه کې درې میلونه ډالر لاندې باندې شوې دي.
په نوې ولسي جرګه کې له همدې پیل څخه د پیسو او جوړجاړیو ادعاوې په داسې حال کې کیږي چې د ولسي جرګې ددې دورې یو یاد شمېر استازي نوې او ځوانې څیرې دي چې ګڼو افغانانو ورسره د خلکو د صادقانه استازیتوب هېلې تړلي دي.