ژباړه: عطا محمد میاخېل
د اروایي فشار له پلوه هېڅوک بېوزله نه دی، اروایي فشار زموږ د ژوند یوه طبیعي برخه ده، چې کولای شي زموږ په ذهن او بدن باندې ډېرې زیاتې منفي اغېزې وښندي، خو له هغه سره د مقابلې لپاره څه باید وکړو؟ که ستاسو هم خوښېږي، چې آرامه ژوند ولرئ او له اروایي فشار (سټرس) څخه د امکان تر بریده لرې واوسئ، نو هغو تګلارو ته د عمل جامه ور واغوندئ، کومې چې لاندې پرې رڼا اچول شوې ده. له یاران وېب پاڼې سره ملتیا وکړئ.
هغوی له یو بل څخه مرسته غواړي:
موږ ټول له دا ډول حالاتو سره مخ شوي یو، چې د ژوند په یوه پړاو کې، چې د ډېرو کاري بوختیاوو له امله، د خپلو کارونو د شاته پاتې کېدو لپاره اندېښمن واوسو او په اروایي فشار اخته شو، په دې وخت کې زموږ ذهن په ورځنیو کارونو، هغو مسؤولیتونو، چې زموږ پر غاړه دي، د کارونو په پای ته رسولو او نورو مسایلو کې بوخت دی او همدا ذهني بوختیاوې د دې سبب ګرځي، چې موږ نارامه شو. د بېلګې په توګه: هغه مېرمن، چې له کور څخه بهر کار کوي، باید د کور کارونه هم ترسره کړي او په عین وخت کې خپلو اولادونو ته هم رسیده ګي وکړي او داسې نور… په رښتیا دا فرد څنګه کولای شي، چې له اروایي فشار پرته ژوند ولري؟ په دې وخت کې، که چېرې د ځینو دندو ځنډول امکان نه لري، نو باید له نورو څخه مرسته وغواړو.
د بېلګې په توګه: خپل اولادونه یو له خپلوانو یا په کور کې پرستارې ته پرېږدئ یا که په کاري چاپېریال کې، کوم کار نا بشپړ پاتې دی، نو هغه بل کس ته وسپارئ او لنډه دا چې په هره بڼه چې وي، له نورو څخه د خپلو کارونو د پرمخ بیولو لپاره مرسته وغواړئ، نو دا هغه وخت دی، چې په ډېرې آرامۍ او ډاډ سره کولای شئ، چې په نورو کارونو باندې تمرکز وکړئ؛ له دې امله، له نورو څخه د مرستې غوښتنه، یوه له هغو لارو څخه ده، چې په مرسته یې اروایي فشار را کمېږي، نو پرته له شرم او خجالت څخه، خپله غوښتنه له نورو سره مطرح کړئ.
هغوی خوب، سمې تغذیې او ورزش ته لومړیتوب ورکوي:
که چېرې د بریالیو کسان د ژوند سبک او ډول ته وګورئ، نو دا به ووینئ، چې هغوی له خپل ژوند څخه، کافي خوب، سمه او سالمه تغذیه او ورزش هېڅکله نه لرې کوي. د روغ روح د لرلو لپاره، باید روغ جسم ولرئ، نو له دې امله، تر هر څه وړاندې باید د خپلې روغتیا په فکر کې واوسئ. کافي سبا ناری وخورئ؛ هره ورځ ورزش وکړئ او په شپه او ورځ کې ۸ ساعته خوب وکړئ. که چېرې تاسو د خپلو غړو په اړه ښه احساس ولرئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې تر ډېره بریده به مو اروایي فشار هم را کم شي.
هغوی د هر کار د ترسره کولو لپاره ولې لري:
که تاسو له هر کاره مخکې، چې غواړئ ترسره یې کړئ، د دلیل په باب یې له ځان څخه پوښتنه وکړئ، نو په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، چې اروایي فشار زېږونکي شرایط ومنئ. هغه کسان، چې آرامه او له اروایي فشار پرته ژوند لري، د خپل ژوند لپاره یې یوه موخه څارلې ده او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره، ګام په ګام مخ پر وړاندې ځي، خو که تاسو د خپلو ولې ګانو لپاره هېڅ ځواب ونه لرئ، له دې چې نه پوهېږئ، چې له کوم برخلیک سره به مخامخ شئ، نو په اروایي فشار به اخته شئ.
د (ولې) تګلاره حتا هغه مهال، چې تاسو په اروایي فشار باندې اخته کېږئ، هم کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي. د بېلګې په توګه: که چېرې تاسو د یوې آزموینې لپاره په اروایي فشار اخته شوئ، نو له ځانه وپوښتئ: ( ولې باید اروایي فشار ولرم؟ ) تر ټولو بدو او سختو شرایطو کې هغه درس پیدا کوئ او ځان پرې پوهوئ او د دویم ځل لپاره یې آزموینه ورکوئ، یا دا چې ولې د خپلې عاطفي اړیکې لپاره اروایي فشار لرئ؟ که په لامل یې پوه شئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې لرې به یې کړئ او خپل اروایي فشار به له منځه یوسئ.
هغوی ماتې مني:
اروایي فشار د ژوند یوه طبیعي برخه ده، لکه د نورو احساساتو په څېر لکه خوشالي، درد او کړاو، غوسه او داسې نور…، خو اروایي فشار هم تېرېدونکی دی. ښایي داسې فکر وکړئ، چې د هغه په نالیدلي نیولو یا ضپلو سره، کولای شئ د ځان لپاره ښه او غوره شرایط رامنځته کړئ، خو په حقیقت کې دا تګلاره سمه نه ده. هغه کار، چې باید تاسو یې ترسره کړئ، دا دی، چې هغه د خپل ژوند د یوې طبیعي برخې په توګه ومنئ او پرځای یې هڅه وکړئ، بل ځل د ځان لپاره ښه شرایط رامنځته کړئ. د دې تګلارې په مرسته نه یوازې اروایي فشار منئ، بلکې د تېر په پرتله هرځل لا پسې ځواکمنېږئ.
هغوی یو څه وخت له کور څخه بهر تېروي:
یوه له هغو لارو څخه، چې کولای شي، په ډېر کم وخت کې له تاسو څخه اروایي فشار لرې کړي، داده، له هغې تړلې فضا څخه بهر شئ، په کومه کې چې یاست. آزاده فضا کولای شي، چې تر یوه بریده ستاسو اروایي فشار را کم کړي. څېړنو دا ثابته کړې، چې طبیعي رڼا د افرادو د حالت په ښه کېدو اغېزمن رول لوبوي. په سرطان ناروغۍ اخته کسانو کې د مړینې کچه راټیټوي او د ناروغانو د ستړیا او کسالت دوره هم را کموي. دغه راز یوې بلې څېړنې څرګنده کړې، هغه ناروغان، چې تر ډېره د لمر رڼا ته مخامخ وو د نورو ناروغانو په پرتله ۲۲ سلنه کم درد او کړاو یې ګاللی دی.
طبیعي رڼا ته په نه پام سره، هغه طبیعي خوشبویي، چې په فضا کې خپره ده، هم کولای شي، چې د اروایي فشار کچه تر یوه بریده را کمه کړي.
هغوی یو هنر لري:
له هغه ځایه، چې هېڅوک له اروایي فشار څخه خوندي نه دی، نو باید له هغه څخه د خلاصون لارې ولټوو. هنر یوه له هغو لارو څخه ده، چې کولای شي، زموږ ذهن له هغه څه څخه تش کړي، کوم چې اروایي فشار زېږوي. ورزش، موسیقي، نقاشي او یا بل هر هنر کولای شي، د څو ساعتونو لپاره زموږ ذهن آرام کړي. دا مهمه نه ده، چې تاسو په خپل ژوند کې څومره بوخت یاست او یا هم بېکاره وخت لرئ، باید خپل د خوښې وړ فعالیتونو لپاره یو وخت په پام کې ونیسئ.
هغوی ژوند آسانه نیسي:
ځینې کسان منفي فکر لري، نو له دې امله په ځان باندې ژوند سختوي. هغوی کوچنۍ ستونزې ستروي او له پچې څخه پېچومی جوړوي، همدا د دې سبب ګرځي، چې د نورو په پرتله ډېر زیات اروایي فشار وزغمي، خو که چېرې تاسو ژوند آسانه ونیسئ، نو ژوند به مو ډېر په آرامه او هوسا توګه تېر شي، له دې کبله به ښه احساس ولرئ؛ له خپلو شاوخوا خلکو سره به ښې اړیکې ټینګې کړئ او په بېلابېلو ځایونو لکه کاري چاپېریال کې به له ځان لا ډېر ښه اغېزمنتوب ښکاره کړئ. د مثبت فکر لرونکي کسان له هرې پېښې سره په ډېرې آسانۍ او هوسا توګه چلند کوي.
هغه لاملونه لکه: ټرافیکي ګڼه ګوڼه، د الوتنې ځنډېدل، د باران ورښت او داسې نور … هغوی ته اروایي فشار نه ورکوي. داسې نه ده، چې هغوی په خپل ژوند کې هېڅ اروایي فشار نه دی تجربه کړی، خو له هغه سره د مقابلې په لارو چارو باندې پوهېږي او هڅه کوي، چې مسایلو ته په مثبت لید سره وګوري، هغوی له هغه ژوند څخه، چې په خپلو لاسونو یې جوړ کړ دی، ساتنه کوي، هېچا او هېڅ څیز ته اجازه نه ورکوي، چې خراب یې کړي، حتا که لامل یې اروایي فشار هم وي.
هغوی د ساه ایستنې په سمه تګلاره باندې پوهېږي:
ښایي ستاسو له نظره د دې مورد اورېدل عجیب وي، یا حتا تر اوسه مو په اړه یې فکر نه وي کړی، خو ساه ایستنه هم خپله تګلاره لري، چې د لا ډېرې آرامتیا لپاره باید زده یې کړئ. ډېری کسان سطحي او په ډېره چټکه توګه ساه ایستنه کوي، خو د انسان سږي او زړه، ژوره، آرامه او اوږده ساه ایستنه خوښوي، دا ډول ساه ایستنه د عمومي روغتیا لپاره مناسبه ده، حتا اروایي فشار هم کنټرولوي. ژوره او اوږده ساه ایستنه د غوسې د له منځه تګ سبب ګرځي.
ډېری کسان، کله چې له هیجان او غوسې سره لاس و ګرېوان کېږي، نو په څو ژورې ساه ایستنې سره، خپل حالت کنټرولوي، ځکه ژوره ساه ایستنه مغز ته هغه سیګنالونه لېږدوي، چې د مغز د آرامه کېدو سبب ګرځي، په پایله کې هورمونونه او فزیولوژیکي بدلونونه رامنځته کېږي، چې د زړه د درزا د آرامه کېدو، د وینې فشار د راټیټېدو او په پای کې د اروایي فشار د له منځه ټګ سبب ګرځي.