انګلستان د پاکستان څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله!

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ۵ يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه يو ورځنۍ لوبه ترسره سوه.
د لوبي پچه انګلستان وګټل او توپ اچوونه يې انتخاب کړه.
پاکستان په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۳۴۱ منډي هدف وټاکی.
FB IMG 1558124037906 انګلستان د پاکستان څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله!
د پاکستان لپاره فخر زمان ۵۷، بابر اعظم ۱۱۵، محمدحفيظ ۵۹ او شعيب ملک ۴۱ منډي وکړې.
د انګلستان لپاره ارچر يوه، مارک ووډ ۲ او ټام کرن ۴ ويکټي ترلاسه کړې.
د پاکستان د ۳۴۱ منډو هدف ته د رسيدو لپاره انګلينډي توپوهونکو غوره لوبه وکړه.
FB IMG 1558124062736 انګلستان د پاکستان څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله!
دا لوبه د مورګن او بيرسټو دواړو په نشتون کي د بټلر په لوبډلمشرۍ ترسره سوه.
جيسن رای ۱۱۴، وينس ۴۳، روټ ۳۶، ټام کرن ۳۱ او بين سټوکز ۷۱ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره جنيدخان،حسن علي او شعیب ملک يو يو لوبغاړی وسوځوی، همدارنګه محمدحسنين او عماد وسيم دوې دوې ويکټي واخيستې.
انګلستان د وروستي اوورو په دريم توپ د پاکستان هدف ته ځان ورسوی او لوبه يې په ۳ ويکټو وګټله.
جيسن رای د ۱۱۴ منډو په کولو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.
FB IMG 1558126938312 انګلستان د پاکستان څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله!
د پاکستان او انګلستان ترمنځ د ۵ يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله بې پايلي پايته ورسيده خو ۳ پرلپسې لوبي انګلستان وګټلې او سيريز يې پخپل نوم کړ.
پاکستان په ۳ واړه پرلپسې لوبو کي تر ۳۴۰ منډو د لوړ هدف ايښودلو ريکارډ جوړ کړ خو دهمدې لوړو هدفونو سره سره انګلستان ترې ۳ سره لوبي وګټلې.
FB IMG 1558124086785 انګلستان د پاکستان څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله!
انګلستان او پاکستان د سيريز وروستۍ لوبه د يکشنبې په ورځ د ماسپښين پر ۰۲:۳۰ بجو پيلوي.