
ليکنه: مدثر دعوت
نن مازديګر ۰۴:۳۰ بجې انګلستان د پاکستان سره د ۵ يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه ترسره کوي.
خو د انګلستان کرکيټ ملي لوبډلي لوبډلمشر د پاکستان په وړاندي د نن په لوبه کي نسي لوبيدلای.
ايون مورګن د کريکټ د نړيوالي شورا له لوري په دې تور چي د تيري لوبي په منځ کي يې اوورونه په ځنډ سره بدلول او اضافي وخت يې ورباندي نيوی د نن ورځي د لوبي څخه کښينوی او جريمانه يې هم کړ.
مورګن ددې ترڅنګ چي په ننۍ څلورمه يو ورځنۍ لوبه کي نسي لوبيدی، د لوبي ۴۰ سلنه فيس هم ځيني وګرځول سو.
نوموړي تر دې وړاندي د فيبروري د مياشتي په ۲۲مه نيټه د ويسټ انډيز په وړاندي هم دا ډول کړنه کړې وه چی وروسته بيا جريمانه سو.
د مورګن پرځای به نن جوزبټلر د لوبډلمشر دنده په غاړه لري.
د مورګن ترڅنګ انګلينډی ويکټ ساتونکی توپوهونکی جوني بيرسټو هم جريمه سو.
بيرسټو چي د پاکستان په وړاندي يې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندی کړه او ټول پاکستاني توپ اچوونکي يې وټکوله تر سوځيدو وروسته يې خپل احساسات کابو نسوای کړای.
بيرسټو چي کله ويکټ دلاسه ورکړه خپله ويکټه يې ووهله، چي دا عمل د کريکټ د نړيوالي شورا د اصولو خلاف دی،نو ځکه يې نوموړی د لوبي ۱۰سلنه فيس جريمانه کړ.
د انګلستان او پاکستان د ۵ يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه بې نتيجې سوه،۲ پرلپسې لوبي انګلستان وګټلې او څلورمه لوبه يې نن مازديګر ۰۴:۳۰ بجې پيليږي.
تراوسه پوري د انګلستان اوپاکستان ترمنځ ۸۵ يو ورځنۍ لوبي سوي.
۵۱ لوبي انګلستان ګټلي او ۳۱ لوبي پاکستان ګټلي، ۳ لوبي بې نتيجې پايته رسيدلي .
په تيرو ۵ يو ورځنيو لوبو کي انګلستان يوه لوبه بايللې خو پاکستان ۵ واړه لوبي بايللي.
که د نن ورځي لوبه انګلستان وګټي نو د لوبو لړۍ يې هم ورسره ګټلې خو که يې بايلوي کوم زيان نه ورته لري ځکه يوه بله لوبه مخته لري او تيري ۲ لوبي يې ګټلي دي.