
ایئن مورګن د کرکټ په نړۍ کې یوه پېژندل شوې څېره ده، دا لوبغاړی چې د ایم ایس ډوني او کرېس ګېل په څېر تر ټولو دروند او وزن لرونکی بېټ کاروي په هېټېنګ کې هم خورا مشهور دی.
ایا پوهېږئ، چې دی د کوم ځای دی، له کوم ځای او کله انګلستانۍ لوبډلې ته راغلی دی؟
د کرکټ مانتلي یا میاشتينۍ په نوم انلاین یا پرلیکه مجلې د ایئن مورګن اصلي ټاټوبي او د کرکټ کېریئر په اړه پوره معلومات خپاره کړي دي.
ایئن مورګن
ایئن مورګن اصل د ایرلېنډ د هېواد دی او اوس د انګلستان لوبډلمشر دی، دا چې دغه لوبغاړي څومره مزل کړی، کوم منزلونه یې وهلي او څه وخت د انګلستانۍ لوبډلې ته راغلی په اړه یې دلته روښانه معلومات درکوو:
د ایئن مورګن بشپړ نوم ایئن جوسیپ ګېرارډ مورګن دی، په ۱۹۸۶ م کال کې د سپټمبر په لسمه نېټه د ایرلېنډ په دوبلېن سیمه کې زیږېدلی دی، اوسمهال ۳۲ کاله عمر لري.
مورګن د ۲۰۰۳ کال څخه وړاندې د ایرلېنډ په ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېده، د ایرلېنډ لپاره یې فرسټ کلاس ټېسټ لوبې کولې، په هغو لوبو کې خورا ښه وځلېد او بیا یې په ۲۰۰۳ م کال کې د ایرلېنډ ملي لوبډلې ته لار وموندله، په ملي لوبډله کې د خورا ښه بېټېنګ له کبله مشهور شو، په ۲۰۰۴ م کال کې هم د ایرلېنډ په لوبډله کې خورا ښه کیڼ لاسی توپ وهونکی و، په ۲۰۰۶ م کال کې یې رسمي یو ورځنۍ لوبه د ایرلېنډ لپاره د سکاټلېنډ خلاف وکړه، په دې لوبه کې هغه په ۱۳۴ توپونو ۹۹ منډې وکړې، چې بیا رن اوټ شو.
مورګن تر ۲۰۰۹ م کال پورې له ایرلېنډۍ لوبډلې سره و، خو دا چې ایرلېنډ په یو ډول د انګلستان مستعمره ده، نو د مورګن ښه ځلېدلو د انګلستاني کرکټ بورډ پام ور واړاوه او په ۲۰۰۹ م کال کې یې ترې خپلې لوبډلې ته راکش کړ.
نوموړی تر ۲۰۰۹ م کال پورې د ایرلېنډ لپاره په ډېرو لوبو کې ولوبېد او لوبې یې خورا اغېزناکې وې.
مورګن داسې یو لوبغاړی دی، چې هم د ایرلېنډ او هم د انګلستان لپاره اغېزمن لوبېدلی دی.
نوموړي په دواړو لوبډلو کې خپلو لومړیو لوبوکې سلیزې وهلي دي.
مورګن د انګلستان لپاره اوس د یو فېنېشر یا لوبو په بریا پای ته رسوونکی لوبغاړی دی.
نوموړی په داسې وخت کې انګلستان لپاره توپ وهنې ته راځي، چې کله په یو اوور کې زیاتو منډو ته اړتیا وي او هېټ ته ضرورت وي.
دی بیا لوړ سټرایک رېټ مخ ته وړي او په پولو سره مقابله لوبډله ګواښي.
۲۰۰۹ م کال شل اوریزو لوبو لپاره مورګن د لومړي ځل لپاره د انګلستان په لوبډله کې ورشامل کړل شو، هغه د ویسټ انډیز خلاف برېسټول سیمه کې لوبه وکړه.
له دې وروسته د ۷ یو ورځنیو لوبو په لړکې چې انګلستان له اسټرالیا سره په انګلستان کې لرلې واخېستل شو، هغه په ۵۸ توپونو ۴۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او په ریورس سويپ شاټ یې اسټرالیا په لومړۍ لوبه کې ماته کړه.
لږ وروسته یې د نېدرلېنډ خلاف شل اوریزه لوبه کې برخه واخېسته، د نېدرلېنډ لوبډله یې په خپلې خطرناکې او توپاني توپ وهنې مغلوبه کړه.
۲۰۱۰ کال کې یې د بنګله دېش او اسټرالیا خلاف په یو ورځنیو لوبوکې سلیزې ووهلې او د دواړو لوبډلو خلاف یې د ملا د تیر رول ولوباوه.
۲۰۱۰ کال کې یې د انګلستان لپاره د بنګله دېش په سفر کې د ټېسټ لوبو خولۍ پر سر کړه، بیا یې یوه میاشت وروسته د پاکستان خلاف ټېسټ لوبه وکړه.
نوموړي په پاکستان د ټېسټ لوبو لومړۍ سلیزه ووهله.
۲۰۱۱ م کال کې د شل اوریزو لوبو په لړکې د سټورټ براډ نماینده وټاکل شو.
ایئن مورګن له ایرلېنډ د انګلستان تر لوبډلمشرۍ
۲۰۱۴ م کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د الېسټېر کوک له لوبډلمشرۍ وروسته مورګن د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره د انګلستان لوبډلمشر وټاکل شو.
په نړیوال جام کې د ده په لوبډلمشرۍ کې لوبډله یې د بنګله دېش له خوا له کواټرفاینل وړاندې ماته شوه او بیا یې دوهم پړاو ته لوړاوی ونه کړ.
مورګن یواځېنی لوبډلمشر دی، چې په یو ورځنیو لوبوکې د لوبډلمشر په صفت څلور سلیزې لري.
مارګن د پاکستان خلاف ۳ مه یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېد او دا یې ۱۹۸ یمه لوبه وه.
د پاکستان خلاف څلورمه لوبه کې پرې بندیز لګېدلی او په پنځمه لوبه کې به یو ځل بیا د لوبډلمشرۍ تاج پر سر کړي.
د ده په لوبډلمشرۍ کې انګلستانۍ لوبډله د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لومړۍ ده او د نړیوال جام د ګټلو دعوه ګیره هم ده.