
ليکنه: مدثر دعوت
د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته يوازي د ګوتو په شمار ورځي پاته دي.
پدې ۵۰ اووريز نړيوال جام کي د افغانستان په ګډون ۱۰ هيوادونه لوبيږي،چي د ۴۶ ورځو په جريان کي به ۴۸ لوبي ترسره سي.
راتلونکی نړيوال جام چي په انګلستان کي ترسره کيږي د کريکټ نړيوالي شورا ورته د کمينټټرانو نوملړ هم وړاندي کړ.
پدې نوملړ کي د خوږ ژبو او باتجربه کمينټرانو ترڅنګ د کريکټ د پخوانیو لوبغاړو نومونه هم راغلي دی.
د راتلونکي نړيوال جام لپاره د کمينټرانو نومونه:
ايان بيشوپ، ناصر حسين،هرشا بوګلې،رامز راجا، مايکل کلارک،سورب ګنګولې، ميلاني جونز، کمارسنګکارا، ميچل اتهرتر،الیسون ميچل، برنډن مکلم، ګريم سميت وسيم اکرم.
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1121365364907560&id=743097296067704
او همدارنګه ددوی ترڅنګ به شاون پالک، ميچل سلاټر، مارک نيکولاس، ميچل هولډینګ، اسا ګوا، پومي مبنګوا، ، سنجی منجريکر، سيمون ډول، ايان سميت،عطارعلي خان او ايان وارډ هم کمينټري کوي.
په نړيوال جام کي به ۳۲ کامرې په هره لوبه کي تصوير نيسي،او همدارنګه ۸ نوري کامرې به د سټمپ او سپايډر کام لپاره استعماليږي.
همدارنګه د نړيوال جام او ترهغه وړاندي د هيوادونو ترمنځ تمريناتي لوبي هم پر تلويزيون ښودل کيږي،چي د افغانستان او پاکستان لوبه هم پکښې شامله ده.