لالیګا؛ تر راتلونکي شنبې د هسپانيې فوټبال لیګ کي کومه لوبه نسته

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: فضل الله فضلي
د هسپانيې فوټبال غوره لیګ یا لالیګا کي تېره اونۍ لس لوبي وسوې.
لومړۍ لوبه د ایبار او ویلاریل ترمنځ وه، چي دا لوبه ایبار کلب یو پر صفر وګټل.
دوهمه لوبه د ولنسیا او الاویس ترمنځ، ولنسیا درې پر ۱ وګټل.
د اونۍ دریمه لوبه د ریال ماډریډ او ریال سوسیداد وه، چي ماډريډ په دوو ګولونو بایلول.
ریال بیټیس و هیوسکا په څلورمه لوبه کي دوه پر یو ماته ورکړه.
په ورپسې لوبو کي رایو ولیکانو د ریال والاډولیډ څخه، لیګاناس د اسپانیول څخه، جی رونا د لیونټه څخه، ګټافې له بارسلونا څخه او کلیټا ویګو له اټلاټیکو بلباوو څخه لوبه وبایلل.
د اونۍ یوه مساوي لوبه د اټلاټیک مادريد او سویلا ترمنځ یو پر يو پای ته ورسېدل.
د لیګ په نوې اونۍ کي د شنبې او یکشنبې په ورځ ۹ لوبي ترسره کیږي، چي تر ټولو جذابي لوبي د بارسلونا او ایبار، ریال ماډریډ او ریال بیټس او اټلاټیک بلباوو د سیویلا پر وړاندي لوبي ترسره کوي.

تردې مهاله د لالیګا د جدول په سر کي د ۸۶ په نمرو سره بارسلونا کلب لومړی، اټلاټیک ماډریډ دوهم، ریال ماډريډ دریم او ولنسیا څلورم ځای لري.
په ۳۷ لوبو کي بارسلونا ۲۶، اتلاتیک ماډریډ ۲۲، ریال ماډریډ ۲۱ او ولنسیا ۱۴ لوبي ګټلي دي.
د لالیګا په دې فصل کي تراوسه ۳۷۰ لوبي سوي، ۲۶۱ ګټل سوي او ۱۰۶ بایلول سوي دي.
د لیګ تر ټوله مخکښ ګول وهونکی لیونل میسي دئ، چي تراوسه یې ۳۴ ګولونه وهلي او د ریال ماډریډ څخه بینزیما ۲ دئ، چي ۲۱ ګولونه یې وهلي دي.
لالیګا فوټبال لیګ د هسپانیا غوره لیګ دئ، چي د یاد هیواد ۲۶ غوره کلبونه پکښي لوبیږي او دا لیګ هر کال ترسره کیږي.
ددې لیګ سږنی فصل ۲۷م دئ او تېر فصل د بارسلونا کلب ګټلی وو، خو د لالیګا تر ټولو ډېري ۳۳ اتلولۍ د ریال ماډریډ کلب ګټلي دي.