انګلستانی لوبډلمشر جریمه او له پاکستان سره له لوبې کیښنول شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

پاکستان له انګلستان سره د لوبلړۍ په جریان کې د ماتې په دُرشل کې دی، اوس د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې انګلستانی لوبډلمشر ایئن مورګن یې د پاکستان خلاف څلورمې یو ورځنۍ لوبې څخه محروم کړی دی او هم یې پرې ۴۰ سلنه د لوبې جرمانه لګولې ده.
له ایئن مورګن سره د هغه د لوبډلې اوپنر توپ وهونکی جاني بېرسټو هم ۲۰ سلنه جرمانه شوی دی.
د سه شنبې ورځې په لوبه کې کله چې جاني بېرسټو د پاکستاني بالر جُنېد خان له خوا اېنسایډ اېج بولډ اوټ شو؛ نو بیا یې وېکټې په بېت ووهلې، چې داسې برخورد تل په لوبه کې منع دی او مرتکب کوونکي باندې یې د لوبې جرمانه لګېږي.
خو د انګلستان لوبډلمشر مورګن بیا د لوبې د سلو اوور رېټ له کبله جرمانه شوی دی، سلو اوور رېټ هغه ته ویل کېږي، کله چې لوبه په خپل ټاکلي وخت پای ته ونه رسېږي او وخت په لوبه کې ډېر ضایع شي.
ایئن مورګن هم د پاکستان خلاف لوبه کې دوه ځلې وخت بې ځایه ضایع کړ، چې دې چارې لوبه لږ څه په ځنډ سره پای ته ورسوله.
Jonny glove انګلستانی لوبډلمشر جریمه او له پاکستان سره له لوبې کیښنول شو
نو د کرکټ نړیوالې شورا د سلو اوور رېټ لپاره بیا دوهم فصل، دوهمه ماده، لومړۍ فقره کې جرمانه ټاکلې ده، چې لوبغاړی پکې شل سلنه او لوبډلمشر دوه برابره یعنې ۴۰ سلنه جرمانه کېږي.
مورګن او بېرسټو دواړه د ګُناه مرتکب شوي دي او دواړه جرمانه هم شول، مورګن بیا د پاکستان خلاف څلورمې لوبې نه هم کېنول شوی دی او د جمعې په ورځ به څلورمه لوبه کې نه وي.
له دې وړاندې کله چې انګلستان، ویسټ انډیز ته سفر کړی هلته هم مورګن په ورته ډول جرمانه شوی و.
جاني بېرسټو په ۲۹ م اوورکې بولډ شو او وېکټې یې په بېټ ووهلې، نو هغه ته لوبڅار له خوا یو منفي پواینټ هم ورکړل شوی دی او د اصولو څخه یې سرغړوونکی بللی دی.
د بېرسټو او مورګن دا جرمانه د نوموړې لوبې درې لوبڅارانو پال رافېل، میچل ګوف او دریم لوبڅار کرېس ګفاني منلې ده.