لیکنه: بهار سمسور
د هندۍ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الرونډر لوبغاړی هارډېک پنډیا په دې خوشالي ښيي چې د هند غوره لیګ (IPL)اړوند ممبۍ انډینز لوبډلې چې دی یې کلیدي غړی هم و د څلورم ځل لپاره د ټورنمېنټ اتلوالي خپله کړه.
ممبۍ په پای لوبه کې پیاوړې چنای سوپر کېنز لوبډلې ته روانه اونۍ ماتې ورکړه.
د ای پي اېل په دې فصل کې هارډېک پنډیا د ممبۍ لپاره له ۱۴۱ سټرایک رېټ سره ۴۰۲ مجموعي منډې جوړې کړې؛ او هم یې ۱۴ ویکټې واخیستې.
هغه وایي له هندي کریکټ ور هاخوا یې مهم پلان دا دی چې د نړیوالې شورا اړوند کریکټ کې هم ښه ولوبیږي او د هند لپاره بریاوې راوړي.
پنډیا وایی دا فصل راته بیخي له بریاو ډک و او زه له خپلې کارکردګۍ راضي یم.
نوموړی زیاتوي:
«زه د ای پي اېل له لومړي سر لومړي فصل څخه د ممبۍ لوبډلې مینوال وم او له زیاتې مینې مې د ممبۍ لوبډلې تصویر په خپله کوټه کې ځوړند کړی دی. زما او زما د ورور کرونل پنډیا دا پلان او هم ارمان و چې د ممبۍ لپاره لوبې وکړو، سره له دې چې دا مو ارمان و خو یو خوب هم و؛ چې اوس رښتیا هم شو او موږ وروڼه د دغې لوبډلې په ګټه لوبیږو.»
د هارډېک ورور کرونل هم وایي، ویاړي چې د هارډېک غوندې ورور لري، چې ده سره یې د کریکټ سختې لارې طی کړي دي او په ګډه د خپل منزل لور ته روان دي.
نوموړي IPLT20. COM ته ویلي د پای لوبې مخکې خلکو او کریکټ مینوالو ویل ممبي دری ځلې چنای ته ماتې ورکړې ده او فاینل به چنای ګټي، خو ما کرنل ته ویلي و چې څلورمه لوبه به هم موږ ګټو.
دا دی زموږ د ماشومتوب هغه خیال چې موږ وروڼه به یو ځای ښه کریکټ کؤ نن هغه خیال په حقیقت بدل شو.
هارډېک پنډیا د هند کریکټ ملي لوبډلې لپاره د نړیوال جام په لېست کې مهم نوم دی؛ دی به په نړیوال جام کې لس اورونه مسؤلیت اخلي او هم به په شپږم نمبر توپ وهنې ته راځي.
نوموړی خوشاله دی چې د هندۍ لوبډلې غړی دی او ډاډ څرګندوي چې په نړیوال جام کې به هندۍ لوبډله ښې لوبې کوي.
پنډیا وروستیو کې زیاتوي:
«ای پي اېل زموږ کورنۍ لوبې دي او موږ د ممبي لپاره ولوبیدو، خو نړیوال جام زموږ غټ هدف دی او موږ به په پوره قوت سره د نړیوال جام ګټلو په هڅه کې ؤ.»