انګلستان يوځل بيا پاکستان ته ماته ورکړه.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان او پاکستان ترمنځ په دريمه يو ورځنۍ لوبه کي دواړو لوبډلو ډیر غوره کريکټ ننداري ته وړاندي کړ.
انګلستان وکولای سول چي يو ډير قوي هدف مات کړي او لوبه يې وګټله.
FB IMG 1557872623805 انګلستان يوځل بيا پاکستان ته ماته ورکړه.
د لوبي پچه انګلينډ وګټله او پاکستان ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
د پاکستان لپاره پيلوونکی لوبغاړی فخرزمان که څه هم په ۲ منډو وسوځيدی خو بل ملګري امام الحق بيا په ۱۳۱ توپونو ۱۵۱ منډي وکړې.
بابر اعظم ۱۵، حارث سوهيل ۴۱،سرفراز ۲۷،اصف علي ۵۲ او عماد وصيم ۲۲ منډي وکړې.
د انګلستان لپاره ويلي او پلکنيټ يوه يوه ويکټه،خو ټام کرن ۲ او کريس واکس ۴ ويکټي ترلاسه کړې.
FB IMG 1557872658758 انګلستان يوځل بيا پاکستان ته ماته ورکړه.
پاکستان په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځيدو انګلستان ته ۳۵۹ منډي هدف ورکړ.
د انګلستان توپوهنه چي په نړيواله کچه يومثال دی يوځل بيايې خپل زور پاکستاني توپ اچوونکو ته وروښودی.
د انګلستان اوپنرانو ډير غوره او مسلکي پيل وکړ،د دواړو اوپنرانو غوري توپوهني راتلونکو توپوهونکو ته لوبه ډيره اسانه کړه.
FB IMG 1557872432882 انګلستان يوځل بيا پاکستان ته ماته ورکړه.
جيسن رای په ۵۵ توپونو ۷۶ او جوني بيرسټو بيا په ۹۳ توپونو ۱۲۸ منډي وکړې.
جوی روټ په ۳۶ توپونو ۴۳ او بین سټوکس په ۳۸ توپونو ۳۷ منډي وکړې.
د پاکستان لپاره جنيدخان، اماد وصيم او فهيم اشرف يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
انګلستان په ۴۵م اوور کي د پاکستان هدف ته ځان ورسوی او په ۶ ويکټو يې لوبه وګټله.
جوني بيرسټو چي په ۹۳ توپونو ۱۲۸ منډي کړي وې د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
FB IMG 1557872427009 انګلستان يوځل بيا پاکستان ته ماته ورکړه.
هيره دي نه وي چي د ۵ يو ورځنيو لوبو د سيريز لومړنۍ لوبه د باران له کبله بې نتيجې پايته رسيدلې وه خو وروستۍ دواړي لوبي انګلستان وګټلې.