ښوونکی او استاد د نړیوالو پوهانو له نظره

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل
ـــ ښوونکي دروازه پرانیزي، خو دا ته یې، چې باید ورننوځي. (ګالیله)
ـــ په یوه کار کې استاد اوسېدل، له دې څخه ډېر غوره دي، چې یو څوک په سلو کارونو کې ځان ښکېل کړي او په یوه باندې یې هم په سمه توګه پوه نه شي. (فارسي متل)
ـــ د استاد په ارزښت باندې پوهېدل، هنر نه دی، بلکې اړتیا او دنده ده. (ستر اُرد)
ـــ یو ښوونکی کولای شي، په خپل چال چلند سره، یوه هېواد ته بدلون ورکړي. (ستراُرد)
ـــ هغه کسان بریالي کېږي او مشهورېږي، چې په بدلون منلو کې استاد وي. (روزابث موس کانټر)
ـــ زما په ګمان، په ژوند کې د بریا لپاره، انسان باید وکولای شي په څلورو برخو کې استاد شي: مناسبات، تدارکات، لید او رهبري. (جان مکسویل)
ـــ د پوهې ترلاسه کول د هر انسان بنسټیزه دنده ده. د دې دندې د ترسره کولو په لاره کې، زده کړیال کولای شي او حق لري، چې له خپل استاد څخه مخکې شي او ډېر ژر موخې ته ورسېږي. (کنفوشیوش)
ـــ حقیقي شاعر کولای شي د بشریت ښوونکی واوسي. (نامعلوم)
ـــ یوه ښه مور په سلو ښوونکو او استادانو باندې ارزي. (ژرژ هربرټ)
ـــ زه له هېڅ ښوونځي څخه پیروي نه کوم، هېڅ استاد ته چاپلوسي نه کوم. هغه لېونی یم، چې خپلې کښتۍ ته په خپله لارښوونه کوم. (ګویته)
ـــ مینه ښوونکي ته اړتیا نه لري. (آلماني متل)
ـــ هڅه وکړئ، ترڅو له هرچا سره د مخامخ کېدو په صورت کې، هغه ته د یوه ښوونکي په سترګه وګورئ او له هغه څخه یو څه زده کړئ. (وین دایر)
ـــ ښه استاد هغه څوک دی، چې تل ښه شاګرد وي. (وزیري)
ـــ شطرنج تاسو ته در زده کوي، چې په ژوند کې موخه لرونکي او رښتیني واوسئ؛ یوازې سم شمېرل او د تېروتنو منل دي، چې کولای شئ، خپل کمزوري ټکي لرې کړئ او ښه استاد شئ. (الکساندر الخین)
ـــ استاد د روح پالونکی او مور او پلار د جسم پالونکي دي. (تابوساابن وشمګیر)
ـــ طبیعت د انسان استاد دی، خپله ځواني د هغه پرمخ پرانیزي، د هغه سترګې خلاصوي، فکر یې روښانه کوي او زړه یې پاکوي. (سټریټ)
ـــ زموږ ښوونه او روزنه تر دې دمه، په دې فکر کې وه، چې زده کوونکي باید کوم مطالب زده کړي، نه دا چې څنګه په ښه توګه کولای شي مطالب زده کړي. (انتوني رابینز)
ـــ تجربه یو سختګیره معلم دی، لومړی ازموینه اخلي او وروسته درس ورکوي. (نامعلوم)
ـــ د زده کړیال روښانه پوښتنه د استاد له ځواب څخه ډېره غوره ده. (ستر اُرد)
ـــ که چېرې د وسلې پرځای له ښوونکي سره د نړۍ جګړې ته تللي وای، نو ټول دښمنان به له منځه تللي وو. (بېسمارک)
ـــ انسان هغه شاګرد دی، چې درد ونه، کړاونه او اندېښنې زده کړه ورکوي او هېڅوک د دې ښوونکي له احساس پرته ځان نه شي پېژندلای. (الفرد ډوموسه)
ـــ د خپل استاد لاسونه ښکل کړه، ځکه هغه هم پلار دی او هم د پوهې او هوښیارۍ پالونکی. (ستر اُرد)
ـــ هر چېرته چې زده کوونکی چمتو وي، نو ښوونکی پیدا کېږي. (نامعلوم متل)
ـــ نه هېڅ انسان ستا دښمن دی او نه هم هېڅ انسان ستا دوست، بلکې هر انسان ستا ښوونکی دی. (پخوانی متل)
ـــ تجربه تر ټولو غوره ښوونکې ده؛ په دې شرط، چې موږ هم غوره زده کوونکي واوسو. (پیتر مک ویلیام)
ـــ په ټولګي کې د زده کړې وروستۍ موخه، د ښوونکي خوشالي ده. (ابراهام مازلو)
ـــ د انسان په ژوند کې د یوه ښه استاد لرل، ډېر ګټور دي؛ هغه استاد، چې وکولای شئ، زموږ دنننۍ پېژندګلوي موږ ته رازده کړي. (استیو چندلر)
ـــ هغه څوک، چې تل شاګرد پاتې کېږي، نو د خپل ښوونکي زحمتونه په ښه توګه نه شي جبران کولای. (نیچه)
ـــ د یوه استاد تر ټولو بد مکافات دا دی، چې زده کوونکي یې د تل لپاره د هغه شاګردان پاتې شي. (نیچه)
ـــ که غواړئ، چې ستروالي، مشهورتیا او بریا ته ورسېږئ، نو باید په یوه مسلک یا یوه مهارت کې شاګردي وکړئ. (البرټ آلن)
ـــ تېروتنې تر ټولو ستر ښوونکی ګڼل کېږي. (پرمودا باټرا)
ـــ که غواړې، چې د یو چا مجسمه جوړه کړې، نو د ښوونکو مجسمه جوړه کړه، ځکه هغوی د ټولنې اتلان دي. (ګای کاوازاکي)