د چلېنج کپ سیالۍ د ښځينه آې پي ایل لپاره پرانیست ګام و

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

دا سیالۍ چې د هندوستان په جېپور ښار کې د می په شپږمه نېټه د درې لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، پایلوبه یې د می په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه.
په دې سیالیوکې درې لوبډلې ولوبېدې او تقریبا د نړۍ ۳۱ تکړه ښځینه لوبغاړې پکې شاملې وې.
ټرېل بلېزرز، سوپر نوواس او وېلوسیټي لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ‌ډګر ته ووتې، لومړۍ لوبه بلېزرز لوبډلې له سوپر نوواس لوبډلې په ۲ منډو ګټلې وه، دوهمه لوبه ویلوسیټي لوبډلې په درې وېکټو له ټرېل بلېزرز لوبډلې خپله کړې وه.
دریمه لوبه بیا سوپر نوواس لوبډلې له وېلوسیټي لوبډلې په ۱۲ منډو وګټله.
درې واړو لوبډلو په لومړي پړاو کې دوه، دوه لوبې وکړې، چې سوپرنوواس لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ وه، دوهم بیا وېلوسيټي لوبډله وه او وروستی ځای د ټرېل بلېزرز لوبډلې نیولی و.
د ښځینه چلېنج کپ سیالیو پایلوبه
1556038659 Womens T20 Challenge to begin on May 6 ANI د چلېنج کپ سیالۍ د ښځينه آې پي ایل لپاره پرانیست ګام و
پایلوبه د می په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ د سوپر نوواس او وېلوسیټي لوبډلو ترمنځ وشوه.
وېلوسیټي لوبډلې په شل اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د سوشما وېرما د ۴۰ منډو په مرسته ۱۲۱ منډې وکړې.
نیوزیلېنډۍ لاوري ماورین دوه وېکټې واخېستې.
سوپرنوواس لوبډلې هدف په شلم اوورکې د ۶ وېکټو په نقصان سره د لوبډلمشرې هارمن پریت کاور د ۵۱ منډو په مرسته پوره کړ او ویلوسیټي لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
جهانارا عالم او امېلاکر دوه، دوه وېکټې واخېستې.
دا لومړی ځل دی، چې په هندوستان کې د درې لوبډلو ترمنځ ښځینه کرکټ لیګ جوړېږي.
د درې واړو لوبډلو لوبډلمشرانې هندوستانې لوبغاړې وې، مېتالي راج، هارمن پریت کاور او سمریتي مندانا د دې لوبو لوبډلمشرانې وې.
دغو ټولو ښځینه لوبغاړو د هندوستان کرکټ بورډ څخه غوښتي، چې د دومره اسانتیا په درلودلو سره باید ښځینه آې پي ایل سیالۍ پیل شي.
د هندوستان کرکټ بورډ هم هڅه کوي، چې د نارینه وو آې پي ایل سیالیو سره؛ څنګزن ښځينه آې پي ایل سیالۍ هم پیل کړي او د چلېنج کپ ښځینه سیالۍ د ښځینه آې پي ایل پر لور یو پرانیست ګام هم و.