لیکنه: فضل الله فضلي
د هند کرکیټ غوره لیګ چي د همدې لیګ د ادارې او د هند کرکیټ بورډ په رهبرۍ هر کال په هند کي ترسره کیږي، د نړۍ په کچه تر بل هر لیګ خورا زیات مینوال او لیدونکي لري.
په دې لیګ کي د نړۍ په کچه پیاوړي لوبغاړي د مختلفو هیوادونو څخه لوبیږي او دا لیګ د تلوېزیون په پرده باندي په میلیارډونه خلګ ننداره کوي.
دا لیګ تردې مهاله ۱۲ فصله ترسره سوی دئ، چي مختلفو لوبډلو پکښي اتلولۍ ګټلي دي او په لیګ اکثره وخت اته لوبډلي لوبېدلي دي.
ددې لیګ لومړۍ اتلولي د راجستان رویالز لوبډلي په ۲۰۰۸م کال کي د چنای سوپر کینګز لوبډلي څخه په درو ویکیټو وګټل.
ددې فصل غوره لوبغاړی اسټرالوی شاني وټسن ټاکل سوی.
د لیګ دوهم جام په ۲۰۰۹م کال کي ډکان چارجر لوبډلي د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلي څخه وګټئ.
د یاد فصل غوره لوبغاړی بیاهم اسټرالوی ادم ګیلکریسټ ټاکل سوی وو.
د لیګ دریم کپ په لومړي ځل چنای سوپر کینګز لوبډلي ممبی انډینز لوبډله څخه په ۲۰۱۰م کال کي وګټئ.
د همدې لیګ غوره لوبغاړی هندی سچن ټنډولکر ټاکل سوی وو.
په ۲۰۱۱ م کال کي د هند غوره لیګ څلورم جام بیاهم چنای سوپر کینګز لوبډلي له رویال چلینجرز بنګلور لوبډلي څخه ګټلی دئ.
د یاد فصل غوره لوبغاړی ویسټ اندیزی کریس ګیل ټاکل سوی وو او په نوموړي فصل کي ۱۰ لوبډلي لوبېدلي وې.
په ۲۰۱۲م کال کي کلکتې نایټ رایډرز خپله لومړۍ اتلولي د چنای سوپر کینګز پر وړاندي ترلاسه کړه.
په دې لیګ کي ۹ لوبډلي ولوبېدلې او غوره لوبغاړی یې بیا هم ویسټ انډیزی سونیل ناراین ټاکل سوی وو.
شپږمه اتلولي د لیګ په لومړي ځل ممبی انډینز د خپل سرسخت سیال چنای سوپر کینګز پر وړاندي په ۲۰۱۳م کال کي ترلاسه کړه.
د یاد لیګ د ۹ لوبډلو څخه د دوهم ځل لپاره اسټرالوی شاني وټسن انتخاب سوی وو.
اوومه اتلولي په ۲۰۱۴ کال کي کلکتې نایټ رایډرز لوبډلي د کینک ایکس ای پنجاب پر وړاندي د دوهم ځل لپاره ترلاسه کړه.
د یاد فصل غوره لوبغاړی بیا هم اسټرالوی ګلین مکسویل ټاکل سوی وو.
اتمه اتلولي د دوهم ځل لپاره ممبی انډینز بیا هم د خپل سرسخت سیال چنای سوپر کینګز پر وړاندي ترلاسه کړه.
په دې لیګ کي ویسټ انډیزی انډر رسل غوره لوبغاړی ټاکل سوی وو.
نهمه اتلولي په لومړي ځل سنرایزر حیدرآباد لوبډلي له رویال چلینجرز بنګلور پر وړاندي په ۲۰۱۶ کال کي ترلاسه کړه.
ددې لیګ غوره لوبغاړی هندی لوبډلمشر ویرات کوهلي ټاکل سوی وو.
لسمه اتلولي د دریم ځل لپاره ممبی انډینز له رازینګ پوني سوپرجینټ څخه ترلاسه کړه.
په همدې فصل کي په لومړي ځل انګلینډی بین سټوکس غوره لوبغاړی انتخاب سوی وو.
په تېر ۱۱م فصل کي چنای سوپر کینګز د دریم ځل لپاره اتلولي ترلاسه کړه.
چنای لوبډلي په پایلوبه کي حیدرآباد لوبډلي ته ماته ورکړې وه.
د همدی فصل غوره لوبغاړی د دوهم ځل لپاره ویسټ انډیزی سونیل ناراین ټاکل سوی وو.
په وروستي او ۱۲م پړاو لیګ کي چي تېره شپه پای ته ورسېدئ، د دریم ځل دوه سرسخت سیالان سره مخامخ سوه.
په یوه حیرانوونکې پایلوبه کي ممبی په دوهم ځلي پایلوبه کي چنای لوبډله ماته او د ۲۰۱۹م کال جام یې خپل کړ.
ممبی په ټوله کي څلور ځلي د هند غوره لیګ اتلولي ګټلي دي.
د ۲۰۱۹ فصل غوره لوبغاړی د دوهم ځل لپاره ویسټ انډیزی انډر رسل وټاکل سو.