
ليکنه: مدثر دعوت
د ايرلينډ،بنګلديش او ويسټ انډيز ترمنځ ۳ اړخيز يو ورځنی سيريز روان دی.
د لوبو دغه لړۍ چي په ټول کي د ۷ لوبو څخه جوړه ده په پنځمه يو ورځنۍ لوبه کي بنګلديش ويسټ انډيز ته دویمه ماته ورکړه.
د لوبي پچه ويسټ انډيز وګټله او بنګلديش ته يې د توپ اچووني بلنه ورکړه.
ویسټ انډيز په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۹ لوبغاړو په سوځيدو ۲۴۸ منډي هدف وټاکی.
شی هوپ ۸۷ ، امبريس ۲۳، چيس ۱۹، هولډر ۶۲ او نرس ۱۴ منډي وکړې.
د بنګلدیش لپاره مهدي حسن ميراز او شکيب الحسن يوه يوه وکيټه، مشرفي مرتضی ۳ ويکټي او مصطفیض الرحمن بيا ۴ لوبغاړي وسوځوله.
د بنګلديش توپوهونکو د ویسټ انډيز د ۲۴۸ منډو هدف ته د رسيدو لپاره هر يوه ښې کافي وکړې.
تميم اقبال ۲۱، سمايا سرکار ۵۴، شکيب الحسن ۲۹، مشفق الرحيم ۶۳ ،محمدميتون ۴۳ او محمدالله ۳۰ منډي وکړې.
د ويسټ انډيز توپ اچوونکو روچ او هولډر يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه او نرس بيا ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
بنګلديش په ۴۸م اوور کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو د ویسټ انډيز هدف ته ځان ورسوی او په ۵ ويکټو يې ماته ورکړه.
مصطفيض الرحمن د ۴ ويکټو په اخيستلو د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.
هيره دي نه وي چي پدې ۳ اړخيزه لړۍ کي ۲ لوبي بنګلديش او ۲ لوبي ويسټ انډيز ګټلي،۲ لوبي ايرلينډ بايللي او ۲ لوبي بې پايلي پايته رسيدلي.
بنګلديش به راتلونکې لوبه د ايرلينډ او پايلوبه به د ويسټ انډيز سره کوي.