
پاکستاني کرکټ بورډ د انګلستان په چټک توپ اچوونکي لیام پلنکېټ د می په ۱۱ مه او ۱۲ مه نېټه تور پورې کړ، چې له پاکستان سره د دوهمې یو ورځنۍ لوبې پر مهال یې د توپ حالت په نوک سره بدل کړی ( ټېمپر) کړی دی.
پاکستاني او ځېنې نورې رسنۍ له همغې ورځې راهیسې د لیام پلنکېټ انځورونه او ویډیوګانې خپروي او ښيي چې پلنکېټ ګواکې توپ ګروي او سوېنګ ته یې جوړوي.
ځېنو پاکستاني یوټیوب چېنلونو دا هم وویل، چې دا لوبه پاکستان ته په ګټه ورکړل شوه.
خو د کرکټ نړیوالې شورا نن د دوشنبې په ورځ د می په ۱۳ مه نېټه اعلان وکړ، چې لیام پلانکېټ د توپ د حالت د بدلولو هیڅ هڅه نه ده کړې او د پاکستانیانو ادعایې رد کړه.
پاکستان دوهمه یو ورځنۍ لوبه په ۱۲ منډو وبایلله، انګلستان ۳۷۴ منډې هدف ورکړی و، چې بټلر پکې په ۵۵ توپونو ۱۱۰ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
په دې لوبه کې پلنکېټ په ۹ اورونوکې ۶۴ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې؛ حارث سُهیل او فهیم اشرف یې سوځولي وو.
د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان تور ناسم ثابت کړ؛ ښایي چې لیام پلنکېټ د پاکستان خلاف د کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت وکړي او پاکستان یو ځل بیا جرمانه شي.
په تېر کې هم پاکستانی کرکټ بورډ جرمانه شوی و، چې ملیونونه ډالر تاوان یې کړی و؛ که اوس پرې پلنکېټ خپله دعوه وچلوي ښایي یو ځل بیا پاکستانی کرکټ بورډ تاواني شي.
پاکستان او انګلستان سبا د سې شنبې په ورځ د می په ۱۴ مه نېټه دریمه یو ورځنۍ لوبه کوي.
د اسټرالیا لوبغاړي او د توپ درغلي
په تېر کې اسټرالیایي لوبغاړو د توپ د حالت د بدلوو هڅه کړې وه، چې په نړۍ کې یې دا هڅه بربنډه شوه او لوبغاړو په سرو سترګو له ملت او کرکټ نړیوالې شورا بخښنه وغوښته.
ډېوېډ وارنر، سمېت او بېن کرافټ یو، یو کال له لوبو محروم شوي وو او سږ کال بېرته لوبو ته راستانه شول.
انګلستان په تېر کې ډېر پاکستاني لوبغاړي په درغلۍ او جوړجاړي نیولي وو او بیا د کرکټ نړیوالې شورا بندي کړي هم وو، ناصر جمشېد، سلمان بټ او محمدعامر یې ښه مثالونه دي.
د انګلستان د شکایت له امله د پاکستان مهم سپېن بالر سید اجمل استعفا ته اړ شو او د ویسټ انډیز سونېل نرېن یواځې د لیګونو لوبو ته پاتې شو.
https://www.youtube.com/watch?v=QjOZRy_psWA