په دوولسم پړاو IPL کي جائزه ګټوونکي لوبډلي او لوبغاړي.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ ۱۲م پړاو د ممبی انډينز لوبډلي په اتلولۍ پايته ورسيدی.
دغه ليګ چي د مارچ په ۲۳مه نيټه د ۸ لوبډلو ترمنځ پيل سوی وو د می مياشتي تر ۱۲مي نيټې پوري يې دوام وکړ.
په پايلوبه کي چينای او ممبی د حيدر اباد په راجيو ګاندي لوبغالي کي سره مخ سوله.
FB IMG 1557698041055 په دوولسم پړاو IPL کي جائزه ګټوونکي لوبډلي او لوبغاړي.
ممبی د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۰ منډي هدف وټاکی خو چينای ياد هدف ته ونه رسيدی، د بومرا او ملينګا د غوري توپ اچووني لامل وو چي چينای د يوې منډي په توپير ماته ومنله.
IMG 20190513 010941 په دوولسم پړاو IPL کي جائزه ګټوونکي لوبډلي او لوبغاړي.
تر دې وړاندي هم ۳ ځلي په پايلوبي کي دواړي لوبډلي سره مخ سوي وې، ۲ ځلي ممبی او يوه لوبه چينای ګټلې وه.
د سږکال IPL پايلوبي دلچسپي دا وه چي تر وروستي توپه ګټونکې لوبډله نه وه مالومه،په وروستي اوور کي ملينګا د ۹ منډو دفاع وکړه او د يوې منډي په توپير يې لوبه وګټله.
FB IMG 1557693058768 په دوولسم پړاو IPL کي جائزه ګټوونکي لوبډلي او لوبغاړي.
ممبی د څلورم ځل لپاره د روهيت شرما په لوبډلمشرۍ سره د IPL د اتلولۍ جام پورته کړ.
هغه لوبډلي او لوبغاړي چي په ۱۲م پړاو IPL کي يې ايوارډونه وګټل په لاندي ډول دي:
IMG 20190513 005036 په دوولسم پړاو IPL کي جائزه ګټوونکي لوبډلي او لوبغاړي.
لومړی مقام جائزه: ممبی انډينز
دويم مقام جائزه: چينای سوپر کينګز
د باجرأته او عادلانه لوبو جائزه: سنرايزر حيدراباد
د ډيرو منډو جائزه: په ۶۹۲ منډو سره ډيويډ وارنر
د ډيرو ويکټو جائزه: په ۲۶ ويکټو سره عمران طاهر
د لوړ سټرايک ريټ جائز: انډري رسل
د لوبي د بدلونکي لوبغاړي جائزه: راهول چاهار
ايمرجينګ لوبغاړي جائزه: شبمان ګيل
سټايليش لوبغاړي جائزه: لوکيش راهول
د ليګ غوره کيچ جائزه: کيرن پولارد
د وړتيا لرونکي لوبغاړي جائزه: انډري رسل
د پايلوبي غوره لوبغاړی: جسپريټ بومرا
هيره دي نه وي چي په سږکال هندوستان پريمرليګ کي د تيرکال په څير ۳ افغان لوبغاړي، محمدنبي، راشدخان او مجيب الرحمن ولوبیدل.
FB IMG 1557698181922 په دوولسم پړاو IPL کي جائزه ګټوونکي لوبډلي او لوبغاړي.
نبي تر تير کال غوره وو مجیب لپاره ښه پړاو نه وو خو راشد د تل په څير بريالی وو.