د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
نن د نړۍ د ترټولو مشهوره ليګ IPL پايلوبه ده.
د سږکال ترټولو قوي لوبډلي د يوبل په وړاندي لوبيږي او هڅه کوي چي د څلورم ځل لپاره د جام پورته کولو ريکارډ جوړ کړي.
تر ۸ لوبډلو او ۵۹ لوبو وروسته چينای سوپرکينګز او ممبی انډينز لوبډلي په پايلوبه کي سره مخ کيږي.
FB IMG 1557264647678 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
ممبی په لومړي کوليفایر کي په مستقيم ډول پايلوبي ته ولاړه خو چينای بيا د الميناټور د ګټونکي لوبډلي ډهلي څخه په نيمه پايلوبه کي لوبه وګټله او پايلوبي ته ولاړه.
لوبه د افغانستان پر وخت نن د مازديګر پر ۰۶:۳۰ بجې د حيدراباد په راجيو ګاندي لوبغالي کي پيليږي.
ممبی او چينای دواړو ۳ ځلي د IPL جام ګټلی خو داځل به په دوی ۲ کي کومه لوبډله توانيږي چي د څلورم ځل لپاره ياد جام پورته کړي.
د ويشتن ځای حالت:
images 36 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
راجيو ګاندي لوبغالی په مجموع کي د توپوهني لپاره ښه جوړ دی، خو په اوږدې ملګرتيا او سلو توپوهني کي ورباندي لوړ هدف ايښودل کيدای سي.
همدارنګه نسبتاً تيزو توپ اچوونکو ته پدې لوبغالي کي سپينران ښه توپ اچوونه کولای سي او په ويکټو اخيستلو بريالي کيږي.
د لومړۍ پاړۍ د منډو اوسط به ۱۷۵ وي.
ممببی انډينز:
images 29 1 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
ممبی د سږکال پيل په بايللو سره وکړ خو د لومړي پړاو په وروستيو کي يې ځان ۴ غورو ته ورسوی او ښې لوبي يې وکړې.
په روان کال کي ممبی په ۱۵ لوبو کي ۱۰ وګټلې او په پايلوبي کي به يې د چينای په وړاندي ۱۶مه لوبه وي.
قوينټن ډيکوک او هاردیک پانډيا هغه لوبغاړي دي چي په هره لوبه کي يې ځانګړی کليدي رول لوبولی دی.
شايد نن ممبی په ميډل ارډر کي ځيني تغيرات ولري.
ممبی په لومړي کواليفایر کي چينای ته ماته ورکړې او په هماغه باور به نن هم ښه لوبه کوي .
چينای سوپرکينګز:
images 32 1 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
چينای هم د سږکال په لیګ کي قوي لوبډله ده.
خو د ممبی سره په پرتله کي کمه راځي ځکه سږکال يې ۳ پرلپسې لوبي ممبی ته بايلولې .
چينای خپلي ۲ لوبي په خپل کورکي د ممبی په وړاندي بايلولې چي يوه يې د کواليفاير لوبه وه.
چینای سږکال په ۱۵ لوبو کي ۹ ګټلي.
که څه هم چينای به بیله کیدرجاداو څخه پايلوبه ترسره کړي خو نور تجربه کاره لوبغاړي لوبغاړي د ځان سره لري.
په توپوهنه کي واټسن او ډوپلسيس نه ماتيدونکي دي همدارنګه عمران طاهر ديپک چاهار او براوو به په توپوهنه کي خپلي وړتياوي ښيي.
د لوبډلو او لوبغاړو مقايسه:
images 30 1 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
دواړي لوبډلي ۲۷ ځلي سره مخ سوي، ۱۶ ځلي ممبی ګټلي او ۱۱ چينای ګټلي خو په پايلوبه کي دا دريم ځل دي چي سره مخ کيږي ۲ ځلي ترې ممبی جام ګټلی او يو ځل چينای ګټلی.
په تيرو ۵ لوبو کي ممبی يوه لوبه بايللې او چينای ۳ لوبي بايللي.
ډواين براوو د ممبی په وړاندي په ۱۸ لوبو کي ۲۸ ويکټي اخيستي چي تر اوسه بل کوم توپ اچوونکي په یوازي سر د ممبی دومره لوبغاړي ندي سوځولي.
FB IMG 1556340540182 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
لاسيت ملينګا په ۲۰ لوبو کي د چينای ۳۰ ويکټي اخيستي چي تر اوسه بل کوم توپ اچوونکي د چينای په دومره شمير ويکټي ندي اخيستي.
په تيرو ۵ لوبو کي هاريک پانډيا د چينای په وړاندي ۹۶ ناسوځيدلي منډي کړي او ۳ لوبغاړي يې سوځولي.
FB IMG 1556851023172 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
روهيت شرما د چينای په وړاندي ۶۹۰ منډي کړی چي دا د ويرات کهولي تر ۷۴۷ منډو وروسته د ممبی په وړاندي د يو توپوهونکي تر ټولو ډيري منډي دي.
سريش راينا د ممبی په وړاندي په ۳۱ لوبو کي ۸۱۰ منډي کړي په داسي حال کي چي بل توپوهونکي يې په وړاندي ۷۰۰ منډي هم ندی کړي.
CSK v MI 720x406 1 د IPL په پايلوبه کي د ممبی او چينای لوبډلو پرتله.
د چينای لوبډلي اتم ځل دی چي پايلوبي ته ځي خو سږکال ترې ممبی انډينز قوي ښکاري او ډير احتمال سته چي ممبی به د څلورم ځل لپاره د IPL جام پورته کړي.