ښاغلو! دا ډول مو غوسه مېرمن خوشاله کړئ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عطا محمد میاخېل
که چېرې په کوم دلیل مو خپله مېرمن غوسه کړې وي، نو په دې باندې پوهېږئ، چې په شونډو باندې یې بېرته د مسکا خپرول، څومره سخت او ستونزمن کار دی. دا سمه ده، چې یوه ښځه له بلې سره توپیر لري، خو د ډېری مېرمنو دا خوښېږي، چې په مینه او ستاینه کې ډوبې شي. یوازې د ( خواشینی یم ) ویل بسنه نه کوي. تاسو باید هغې ته دا ښکاره کړئ، چې څومره یې په فکر کې یاست، څومره یې خوشاله اوسېدو ته ارزښت ورکوئ او په کومه اندازه وجود یې ستاسو لپاره ارزښتمن دی.
که چېرې خپله مېرمن مو خپه کړې وي، نو ستاسو لپاره ځینې سپارښتنې لرلو، چې په مرسته یې کولای شئ، شرایط بېرته عادي حالت ته را وګرځوئ. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ:
یو له مینې ډک او جذاب کار ترسره کړئ
د هغې لپاره یوه ځانګړې ډالۍ چمتو کړئ، یا د یوې حیرانونکې مېلمستیا چمتووالی ونیسئ. په یاد مو وي، چې په ورځ کې یو ښاخ ګل کولای شي، تاسو له ډېرو لانجو او شخړو څخه لرې کړي، دا مو د مېرمنې د روح د روزلو لپاره، تر ټولو معموله او اغېزناکه تګلاره ده.
د هغې لپاره تفریح په پام کې ونیسئ
که چېرې له مالي پلوه شونتیا یې لرئ، نو هغه پېر ( خرید ) ته بوځئ. کولای شئ په ګډه یو لنډ تفریحي سفر ولرئ، هغو ځایونو ته لاړ شئ، کوم چې د مېرمنې مو خوښېږي، نویو ځایونو ته لاړ شئ، چې لیدل او تجربه کول یې مېرمن مو هیجاني کوي، د هغې د پام وړ خوړو پخول او چمتو کول زده کړئ، یو دوه کسیز رومانتیک مېز جوړ کړئ او یوه ځانګړې او خاصه فضا رامنځته کړئ، تاسو څه بریالی شئ او څه نه، په هر حالت کې به مېرمن مو ستاسو هڅې ووینې او لمس به یې کړي.
د هغې لپاره مینه ناک او خواږه یاددښتونه پرېږدئ
که چېرې لګښت نه شئ کولای، نو مینه ناک یاددښتونه به ستاسو لپاره هېڅ لګښت ونه لري، لاس په کار شئ او یوه لنډه رومانتیکه لیکنه وکړئ، په یاد مو وي، غلو مه کوئ او خپلې مېرمنې ته، خپل ژور او صمیمي احساسات څرګند کړئ.
ښه اورېدونکی واوسئ
ځینې مېرمنې او نارینه داسې احساس کوي، چې نالیدلي نیول کېږي او د همدې لپاره ځورېږي، ډېری وخت، ټول هغه څه، چې ورته اړتیا لري دا دي، چې پوه شي، داسې یو څوک شته، چې په بشپړه توګه ورسره مینه لري او غوږ ورته نیسي، هغه یو کس تاسو یاست، کله چې مېرمن مو له کومې ستونزې سره لاس و ګرېوان کېږي، په بشپړه توګه هغې ته پام وکړئ او دا څرګنده کړئ، چې ورته اندېښمن یاست او له هغې سره همدردي کوئ. موبایل مو له ځانه لرې کړئ او په خپل سل سلنه پام سره هغې ته غوږ ونیسئ.
خپله شوخ طبعي وساتئ
کله چې کوم څوک غوسه دی، ښایي د دې حوصله ونه لري، چې ستاسو شوخ طبعي او ټوکو ته غوږ ونیسي، خو نباید پرېږدئ، چې په همدې حالت کې پاتې شي، ځکه هېڅ ښه پایله نه لري، په بدل کې یوه مناسب فرصت ته په تمه پاتې شئ، ترڅو د کور فضا او د خپلې مېرمنې احساس او حالت ته بدلون ورکړئ.
د کور هغه کارونه ترسره کړئ، کوم چې د مېرمنې مو نه خوښېږي، ترسره یې کړي
ښه فکر وکړئ او وګورئ، چې مېرمن مو د کور د کارونو له جملې څخه، د کومو کارونو له ترسره کولو څخه کرکه لري. ښایي د ماشومانو د کوټې له منظمولو څخه یې بد راشي، ډېر ښه، پیل یې کړئ او تر څو ورځو پورې دا دنده په غاړه واخلئ.
دا مه هېروئ، چې د ډالۍ اخیستل او تفریح کول ډېر ښه او د خوښې وړ کارونه دي، خو تل ډېرې زیاتې احساسي لارې شتون لري، چې کولای شي، د هغه څه څرګندونه وکړي، کوم چې په زړه کې مو تېرېږي، نو خپله مېرمن په مینه، پام او ستاینه کې ډوبه کړئ او زړه یې لاسته راوړئ، ترڅو د مسکا او خوشالۍ احساس یې ووینئ.