
ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان او سکاټلينډ ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د سکاټلينډ په ګرانج لوبغالي کی ترسره سوه.
ګلبدين نائب په لومړي ځل په نړيواله لوبه کي د افغان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشري په غاړه درلودل.
محمدشهزاد،حضرت ځاځی ،ګلبدین نائب، اصغر افغان ،نجيب ځدران، رحمت شاه،هشمت شاهدي،دولت ځدران حميدحسن،شراف الدین اشرف او افتاب عالم د سکاټلينډ په وړاندي ولوبيدل.
د ملي لوبډلي ۳ مهم لوبغاړي، راشدخان،محمدنبي او مجیب الرحمن پدې لوبه کي نه وه اخيستل سوي.
د لوبي پچه سکاټلینډ وګټل او توپوهنه يې انتخاب کړله.
سکاټلينډ په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو افغانستان ته ۳۲۶ منډي هدف ورکړ.
د سکاټلينډ لپاره کراس ۳۲، کويټزر ۷۹، برينګټن ۳۳ او مکليوډ ۱۰۰ منډي وکړې.
د افغانستان لپاره چي حميدحسن وروسته له ۳ کلونو يوځل بيا د لوبډلي سره يوځای سوی وو په ۱۰ اوورونو کي ۲ ويکټي ترلاسه کړې،افتاب عالم هم ۲ ويکټي او لوبډلمشر ګلبدین نائب بيا ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
د سکاټلينډ هوا،ويشتنځای او کوربتوب داسي انګيرله چي لوبه به سکاټلينډ وګټي،خو ويشتن ځای د توپوهني لپاره خورا ښه جوړ وو.
د ۳۲۶ منډو هدف لپاره افغان لوبغاړو ښه پيل وکړ.
که څه هم حضرت الله ځاځي په ۱۴ منډو ويکټ دلاسه ورکړه، خو شهزاد محمدي بيا ۵۵ منډی وکړې.
د افغان لوبډلي تخنيکي توپوهونکي رحمت شاه يوځل بيا ځان ثابت کړ.
نوموړي وکولای سول چي د سکاټلينډ په وړاندي سليزه ووهي او يوازي په ۱۱۵ توپونو يې ۱۱۳ منډي وکړې.
ورپسې هشمت الله شاهدي د رحمت شاه سره تر بريالۍ ملګرتيا وروسته د اصغر افغان سره ملګرتيا پيل کړه.
هشمت الله شاهدي په ۶۰ توپونو ۵۹ ناسوځيدلي منډي وکړې او اصغر افغان بيا په ۱۸ توپونو ۲۲ ناسوځيدلي منډي وکړې.
افغانستان د هدف پوره کولو ته نيږدې کيدونکی وو چي په ۴۵م اوور کي لوبه د باران له کبله ودريدله.
دا مهال افغانستان د ۳ لوبغاړو په سوځيدو ۲۶۹ منډي درلودې.
د سکاټلينډ لپاره وهيل،ايوينز او سول يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
تر ډير انتظار وروسته لاهم باران ونه دريدی،نو ځکه اړتيا وه چي د لوبي پريکړه بايد د DL ميتود په نظر کی نيولو سره وسي.
په DL ميتود کي افغان لوبډله ګټمنه وه ، ځکه په ۴۴. ۵ اوورونو کي سکاټلينډ ۲۶۷ منډي کړي وې خو د افغانستان ۲ منډي ورباندي اظافه وې.
د لوبڅارانو په پريکړي سره افغان کرکيټ ملي لوبډلي سکاټلينډ ته د ۲ منډو په توپير ماته ورکړه.
رحمت شاه چي ۱۱۳ منډي يې وکړې،۲ شپږيزي او ۱۱ څلوريزي يې ووهلې،د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه يې وګټله.
ددې سيريز لومړۍ لوبه د باران له کبله بې پايلي سوه او دويمه لوبه افغانستان وګټله نو ځکه سيريز هم افغانستان وګټی.
ګلبدين نائب د خپلي لوبډلمشرۍ په لومړۍ لوبه کي غوره توپ اچوونه هم ترسره کړه او لوبه يې هم وګټله.
د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کي د هدف د پوره کولو لپاره په يوه لوبه کي تر ټولو ډير ۲۵۸ منډي سوي وې خو د ګلبدين نائب په لوبډلمشرۍ سره افغان لوبغاړو تر ۲۶۹ پوري منډي ورسولې.
هيره دي نه وي چي افغان لوبډله راتلونکې اونۍ يکشنبه د می په ۱۹مه نيټه د ايرلينډ سره د ۲ يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلوي.